د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق له دندي ګوښه کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): په حکومت کې د ننه لوړ پوړو چارواکو رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د کندهار اوسنی امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له دندي ګوښه کیږي.

د جنرال رازق د لیري کیدو غوښتنه د کندهار والي ډاکتر همایون عزیزي کړي، سرچینې وایې چې د جنرال رازق د لیري کیدو خبره وروستي پړاو ته رسېدلي او پر ځای یې د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسی معین مسعود عزیزي پیشنهاد سوی دی.

مسعود عزیزي د کندهار ولایت د مرکز د درېیمي ناحیې اصلي اوسیدونکی دی، نوموړۍ په سیاسي علومو کې دوې ماسټری لري چې لومړۍ یې د پېښور پوهنتون او دوهمه یې د انګلستان د وارویک پوهنتون څخه ترلاسه کړي ده.

سرچینې وایې چې جنرال رازق به د سرحدي ځواکونو د قومندان په توګه وټاکل سي.

په دې وروستیو کې د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق او والي ډاکترهمایون عزیزي ترمنځ اختلافات اوج ته ورسېدل، ددوی اختلاف د سپین بولدک پر ګمرکي عوایدو رامنځته سو، دغه عواید چې اوس د جنرال رازق د پلویانو جیبونو ته ځي د کندهار والي غواړي چې حکومتي خزانې ته یې ورکړي.

سرچینه همدارنګه وایې چې د مسعود عزیزي پر ځای د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسی د معینت لپاره هلال الدین هلال پیشنهاد سوی چې د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ورباندي موافقه سوي ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د