ټولنیزه برخه

اوبـــه

حامد افغان

د روم پاچا معاويه رضي الله عنه ته شیشه ورولیږله او ورته ویې لیکل: په دې کې هرشي واچوه او راويې لیږه، هغه عبد الله بن عباس رضي الله عنهما ته ورولیږله او د ځواب غوښتنه یې ورنه وکړه، هغه ورته وویل: له اوبو یې ډکه ورولیږئ، ځکه قران وایي: په اوبو سره مو هرشي ته ژوند ورکړی.{وجعلنا من الماء كل شيء حي}، د روم پاچا ته چې ورسيدله هغه وویل: دا سړی څومره هوښیار دی!

قتیبة بن مسلم امام الشعبي رحمه الله ته وویل: کوم مشروب خوند درکوي؟ هغه ورته وویل: هغه چې نشت یې له هرشي سخت او شتون یې له هر شي سپک دی. نو قتیبة خپل خادم ته وویل: اوبه ورکړه.

امام جعفر الصادق رحمه الله ته چا وویل: د اوبو څنګه خوند دی؟ هغه ورته وویل: لکه د ژوند خوند. [نثرالدر]

د سمندر اوبه ځکه تروشي او ترخې دي چې هغو کې موجود حیوانات او ژوي چې هلته مري نو د هغوی د بدبویي مخنیوی وشي، د هغوی تروشوالی دومره زیات ده چې د څښلو نه دي، ځیني خلیجي هیوادونه په موجوده نویو وسایلو سره د هغوی د خوږولو او د کار وړ ګرځولو له پاره خورا زیات لګښتونه کوي، او ځکه یې مختلفو ځایونو کې لوحې لګولې وي، په هغو د اوبوکارولو په اتیات ټینګار شوی وي.

خو لوی څښتن همدا تروشي اوبه د بخار په ذریعه وریځي کړي، په وریځو کې د دې اوبو د خوږولو اتوماتيک وسایل برابر شوي او هغه د باران په شکل د ځمکي مخلوقاتو ته رسیږي، د الله د نظام تفصيلات خورا عجیب او هیښوونکي دي، بارانونه هر وخت نه وي، نو د ضرورت برابرې اوبه جمعه کول او ساتل هم د انسان له وسه وتلې دي، د دې له پاره الله بله طریقه برابره کړې ده، او هغه دا چې دا اوبه د واورو په شکل په دنګو غرونو کې جمعه کیږي، اوس انسان مستقیما له هغو واورو هم استفاده نشي کولی، له لیري او دنګو غرونو واوري راوړل او هغه ویلي کول د انسان په وس کې هم نشته نور مخلوقات خو لا پریږده.

دا د انسان له وس وتلی کار الله د لمر په وړانګو سره اسانه کړی، لمر ورو-ورو واوري ویلي کوي، هغه بیا له غرونو مخ ښکته بهیږي. او دې اوبو په ځمکه کې د سیندونو جال جوړ کړی دی، او په دې سیندونو کې اوبه د ځمکي ټولو برخو او ټولو مخلوقاتو ته رسیږي.

د الله دا له لوړو حکمتونو او مختلفو نظامونو وروسته ترلاسه کیدونکی نعمت (اوبه) هغه ستر نعمت دی چې دنیا پرې ولاړه ده، د دې ستر نعمت ارزښت اسلامي شریعت په عجیبه توګه بیان کړی دی، لومړی دا چې هر وخت د څښلو په مهال باید “بسم الله” ورته وویل شي دا راز د کارولو په مهال یې لکه اوداسه کې هم باید “بسم الله” وویل شي. او د هغوی بیځایه ضایع کول هم ناروا ګرځول شوي دي لکه حدیث کې راغلي چې د روانې ويالې په غاړه هم اوبه بیځایه مه ضایع کوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سعیدارحمن

حامد صاحب الله دی اجرونه درکی

الحاج استا ذ بیانزی

حامد صاحب السلام علیکم
الله ج دی اجرونه درکړی مونږ ته مخکی همدا پوښتنه مطرح وه چه د بحر اوبه ولی تروی دی ، اوس چه تاسی لیکلی دای ډیر ښه ځواب دی ، اچه د بحری حیواناتو د بوی مخه یی پری نیولی کیدی شی همدا ترشی د بحری ځینو حیواناتو د پاره غذا هم وی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x