fbpx

له روسیې څخه مننه، که غندنه ؟

حاجي غلام محمد معصومي

د ورځي یوولس بجې وې، چي د کندهار فضاء روسي الوتکو ونیول اوټول خلکو د بامونو پرسرحیران ولاړ وو.

زه هم د خپل کور بام ته وختم، خلکو او طیارو فکر وړی وم، نه پوهیدم ،چي څه کیسه ده ؟

لاتنکی ځوان وم، چي مشرانو به د سیاسي وضعي په اړه بیلابیلي خبري کولې او د روانو حالاتو څخه ناخوښ ښکارېدل.

د غوايي انقلاب، سورلښکر، روسۍ الوتکي او زغروال ټانکونه هغه څه وه، چي د همدې ورځي په مازدیګر می په بازارکي هم ولیدل.

د اسمان مخ تورو الوتکو نیولی و، د هري طیاري ږغ د خلکو زړونه او غوږونه رېږدول

چارواکي او روڼ اندي پوهیدل، خو عام ولس په فکرونو کي ډوب وو. جهاد، ایمان، اسلام، کفر، ننګ، افغانیت او مهاجرت هغه خبری دي، چي داکثرو هیوادوالو څخه اوریدل کیږي.

له بلي خوابیا ملي احساس، د خاوري ساتنه، وسله وال پوځ، د ثور انقلاب او سره بیرغونه په مطبوعاتو او عام محضرونو کي زیات ترغوږ کیدل.

عام ولس بیاهم په فکرونو کي غرق و، چي یاالله داکوم امتحان دی؟ خلک مجبورسول، چي وسلې ته لاس کړي اود وینو ولې وبهیږي.

هرچا وسله واخیسته اود انتقام لپاره يې د فکر مخالف ته کافراو اشرار یاد کړ او مرګ يې د ځان حقه حقوق وګڼي.

مازيګري و د روسانو ټانګونه او روسي عسکر د هر افغان او کندهاري لپاره نوي خبره وه خو خلګ نا ارامه وه او هر ورځ خلګو د امنيتي حالت څخه سر ټکوي د بې ګناه خلکو له کورنو ایستل د مجاهدينو پيداکيدل د حکومت ټنګار پر مدارسو او مساجدوداهغه خبري وي چي ډيري خلګ د کور کلي پرښودو ته اړ کړل خو ورځ تر بلي جنګ ډيريدي او وسله ويشل کيدل همدا روسيه وه چي د سپکو وسلوڅخه تر لویو توغندیو(سکارټ، اوراګان) پر دي مظلوم ملت استعمال سوي او دغه وسله وه چي دوه میلون افغانان شهیدان اوپه زرهاوو نو زخمان او له هیواده وتلو ته اړ سول.

اوس خبره دا ده چي روسي ۱۰زره ميله کلاشنکوفونه یوځل افغان حکومت ته وسپارل، کیدای سي چي داتردې لاهم زیات وي.

پردې مهال ماته داپوښتنه راپیداکیږي،چي ايا وسله کور جوړوي که يي خرابوي؟

روسيې دامرسته زموږ د خلګو د تر قي په خاطر کار وکړه، که د تخريب لپاره؟

که روسیه په رښتیا سره زموږ لاسنیوی اوملاتړ کوي، نو د مهربانۍ له مخي دي د هغه وخت يوه نړېدلې او چورسوې فابريکه را جوړه کړي ۱۰زره کسان کار پکښي په کار بوخت سي.

تر دا وسلي خو ښه وه چي ۱۰زره کسانو ته مو کار پيدا کړي سوی اي د يوي خوا به خلګ د جنګ را کرزيدلي واي د بلي خوا به روسيه هم د خپل ځان په شکل خپل ګاونډيان ارام ساتلي واي.

که غوروسي دا وسله به څوک استعمالوي او څوک به په وژل کيږي؟ زه وايم که هر افغان وژل کيږي په حقیقت کي يوه کونډه او ۵کوچنیان بې پلاره کیږي چي اوس يي موږ د پلار سره مشکل لرو ۱۰ کاله بعد به يي د ۵زامونو سره هم مشکل ولرو چي دا جنګ نو يو اوږد جنګ سو اوداسي جنګ ته موږ بهرنی جنګ ویلای سو،چي ټوله قرباني به يې بیاهم مظلوم افغان وي.

اې نړۍ والو د خدای لپاره پر موږ زړه وسوځي، د وسلو پرځای زموږ د ارامۍ فکر وکړی.

د یو سوله ییز افغانستان د لیدو په هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د