نظــر

ماما د ډېرو شپو مېلمه دی!

غلام حضرت شاکر

د امریکا متقاعد افسر(ویلکرسون) د امریکا له یوه تلوېزیوني چینل سره دخبروپه ترڅ کې ویلي:امریکا به خپلواستراتيژیکواوبنیادي اړتیاووته په پام، لاهم په افغانستان کې خپل حضورته دوام ورکوي اوشتون به یې شایدنیمه پېړۍ په برکې ونیسي!!!هغه زیاتوي چې دطالب اوالقاعده موضوع نوره دبحث وړنه ده؛بلکې نورباید دچین،روسیې،منځنۍ اسیا،ایران،سوریې،پاکستان،اودیوه مستقل کردستان په اړه فکروشي،چې ایجادیې شونی دی که نه؟هغه داهم وایي چې نورباید دتېلو،اوبواوپه ټوله کې دانرژي په اړه فکروشي.!!!

ویلکرسون په داسې حال کې داخبرې کوي،چې افغان چارواکي له طالبانواواسلامي حزب سره دمخامخ خبرولپاره تیاری نیسي اوپه پام کې ده چې دمارچ په لومړۍ اونۍ کې دطرفینوترمنځ دډیالوګ شرایط برابرشي.

د طالبانواواسلامي حزب یومهم شرط دبهرنیوپوځونودایستلولپاره دمهال وېش ټاکل دي،هغوی په دې ترکیزکوي،چې دبهرنیوشتون بایدتعریف شي،دوی به دلته څه ډول حضورلري؟دسربازانوشمېربه یې څومره وي؟اوپه کومه نېټه به دافغانستان اشغال ته دپای ټکی ږدي؟

طالبان اواسلامي حزب دواړه وایي چې دبهرنیوعسکرودشتون په صورت کې نه مذاکرات مثبتې پایلې درلودای شي اونه هم اړینه ده چې ددې شرط له پوره کېدوپرته،له افغان چارواکوسره مذاکراتوته کېني.

د ویلکرسون له خبروڅرکندېږي،چې نه له امریکاسره دالقاعده اوطالب په وړاندې دجنګ مسأله مطرح ده اونه له افغانستان نه دوتلواراده لري،پرون هم له القاعده اوطالب سره جنګ یوه پلمه وه،امریکاغوښتل دالقاعده اوطالب دځپلوترعنوان لاندې په افغانستان کې پوځي حضورولري او له استراتیژیک موقعیت نه یې دخواوشا هېوادونودفتحې په برخه کې کارواخلي.دافغانستان استراتیژیک اهمیت تل ددې سبب شوی،چې استعماري پراختیاغوښتونکي یې دمعبرپه توګه په پام کې ونیسي اوله همدې ځای نه دنړۍ داشغال پروژوته دتحقق شرایط برابرکړي،دامریکالپاره نه یوازې افغانستان دنوروهېوادونودفتحې په برخه کې اهمیت لري،لاچې ترزمکه لاندې زېرمې یې هم له نظره نه شي غورځولی،په دې کې دهلمند دخان نشین سیمې یورانیم هم دي،چې امریکا اوانګرېزان یې دواړه درقابت ترکچې دتصاحب حریصان دي،دسیاسي کتونکو په اند همدا اوس هم هلمندته امریکایي پوځونه دامنیت لپاره نه دي تللي؛بلکې دخان نشین یورانیموترلاسه کول یې آرهدف تشکیلوي!!

امریکایي چارواکي په زغرده وایي،چې په اقتصادي اونظامي برخه کې دچین انکشاف یې هېوادته ګواښ دی،دوی زیاتوي چې که امریکا له چین سره متناسب پرمختګ ونه کړي،شونې ده څوکاله وروسته چینایان په امریکایانوبرلاسي شي؛ځکه خواړینه ده چې امریکا ،هم په اقتصادي عرصه کې دانکشاف لارې ومومي اوهم په نظامي برخو کې هغوعناصروته لاسرسی ولري چې په لري واټن ویشتونکوتوغندیوکې ترې کاراخیستل کېدای شي ،دهغوی دمالوماتواوڅرګندتیاووله مخې، دا دواړه اړتیاوې په افغانستان کې پوره کېدای شي.دامریکا داقتصادي کمپنیوغړي په دې انتظاردي چې دافغانستان دډېری زېرموداستخراج چانس یې په برخه شي اوله همدې لارې دخپل اقتصادي اونظامي عروج پوړۍ ووهي؛ځکه خونوروهېوادونوته پرمعدنونوکې دکارکولوچانس نه ورکوي!!

دویلکرسون داخبره،چې« نورباید دتېلو،اوبواوپه ټوله کې دانرژي په اړه فکروشي،» هم همدغه مانالري چې امریکا زموږپرزېرمودخېټې اچولوموخه لري !!

او داچې وایي :« نورباید دچین،روسیې،منځنۍ اسیا،ایران،سوریې،پاکستان،اودیوه مستقل کردستان په اړه فکروشي،» دا خپله ثا بتوي چې امریکا زموږله هېواد نه د سیمې هېوادونو سیاسي فتح اودهغوی په چاروکې دلاسوهنې ارادې لري،دامریکادغسې شوموارادوته په پام،شونې نه ده چې بین الافغاني مذاکرات مثبتې پایلې ولري.

تردې مهاله افغانانو فکرکا وه ،چې د څلوراړخیزو مذا کراتو په ګډ ونوالو کې دامریکا، پاکستان اوچین حضور،شاید د بحران په حل منتج شي؛خو د منطقې هېوادونو په اړه دویلکرسون څرګندونو دا هیلې هم په نهیلۍ واړولې، هغه په صراحت سره وایي چې:

«نور باید د چین، روسیې، منځنۍ اسیا، ایران، سوریې ،پاکستان، اود یوه مستقل کردستان په اړه فکروشي»!!! دا خبرې د پاکستان اوچین لپاره

د خطرهغه زنګ دی،چې تراوږدې مودې پورې به یې په غوږونو کې دلانګې کوي،اوکه ویلکرسون د منطقې هېوادونو په اړه صراحت هم ونه کړي،هغوی دامریکا په ارادو پوهېږي.

د ویلکرسون دا خبره چې امریکا به ترپینځوسو کالو پورې دلته حضور لري،افغا نا نو ته دا پیغام لري چې دلته به جنګ دوام کوي،امریکا او نوره نړۍ به د خپلو وسلوتمرین پرموږ کوي،اوموږباید پوه شوچې « ماما د ډېرو شپو مېلمه دی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x