افغانستان

په ننګرهار کې ۷ او په بغلان کې ۹ عسکر طالبانو ته واوښتل

دطالبانو  ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار کې ۷ او په بغلان کې ۹ عسکر چی زیاتره یي اربکیان دي دطالبانو سره ملګري شوي دي ، ذبیح الله مجاهد وایي دغو کسانو چې له مخالفت څخه یي لاس اخییستی طالبانو ورته پناه او دسر او مال دامن تضمین ورکړی ، په دې اړه دذبیح الله مجاهد  بشپړه خبرپاڼه چې یوه کاپي یي نن ټکی اسیا ته هم رسیدلې  لاندې لوستلی شئ

په ننګرهارکې ۷ تنه عسکرو او په بغلان کې ۹ تنه محلي پولیسو له خپل مخالفت نه لاس واخيست

پرون ناوخته د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له دو کليو نه  ۹ تنه محلي پوليسو چې داسلامی امارت په ضد له يرغلګرو او کورنیو اجيرانو سره دريدلي وو  ، داسلامي امارت د جلب او جذب کميسيون دهلوځلو په نتيجه کې  تیره ورځ  مجاهدینو ته راغلل او له خپل مخالفت نه يي لاس واخيست ، دغه کسان چې (شيرمحمد دحبيب الله زوی ، نورالله دنصرالله زوی ، نصير احمد دعبدالحميد زوی او سيف الله دحبيب الله زوی  د مرکزي بغلان  دقيصر خيلو دکلي اوسیدونکي ، همداراز ذاکرالله دنصرالله زوی ، نیازمحمد دملا رضامحمد زوی ، ظريف دسلطان زوی ، عبدالديان د عبدالحنان زوی  او صديق الله دحبیب الله زوی د فابريکې  اوسیدونکي ) وو.

ديوبل خبر له مخې نن ورځ دننګرهار ولايت سرخ رود ولسوالۍ ککړک سیمه کې هم دمجاهدينو او دجلب او جذب دکميسيون دهلوځلو په پايله کې ۷ تنو دملي اردو عسکروله مجاهدینو سره دخپل پيوستون اعلان وکړ، له سيمې نه معلومات وايي چې ( محيب الله ، اسدالله او قندآغا دصابر زامن ، جانان دحسين خيل زوی ، جعفر دعتيق الله زوی  ، نورمحمد دخیال جان زوی ،او نورداد دمولا داد زوی ) چې دهيواد په بيلا بیلو سيموکې يي د کابل ادارې دعسکرو په لیکوکې فعالیت درلود له خپلې دندې لاس په سر شول او نور يي نه غوښتل دخپلو خلکو په وړاندې ودريږي ،  دغو ټولو کسانو ژمنه وکړه چې  نور به داسلامی امارت تر بيرغ لاندې ژوند کوی او  دخپل دين، هيواد او خلکو په ضد به له هيچا سره هم بیا نه دريږي ، په مقابل کې سيميزو مجاهدينو هم ټولوته دآرام ژوند کولو ډاډ ورکړ او ورته وويل شول چې که هر افغان د يرغلګرو په ځنګ کې ونه دريږي او دخپلوملي ارزښتونو په ضد موقف ونه نيسي زموږ ورور دي اوورته د هيڅ ډول مشکل دپيښيدلو روادار نه يو .

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ويندوی

۱۴۳۴/۷/۱۱هـ ق

۱۳۹۲/۲/۳۱هـ ش ــ 2013/5/21م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x