دیني، سیرت او تاریخ

د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د آسانو نومونه

ليکنه : م، نجم الرحمن (فضلي)

پوښتنه : د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قچرې نام څه وو؟.

ځواب : دُلْدُل وو.

پوښتنه: له دُلْدُل پرته رسول الله صلی الله عليه وسلم نور آسونه هم درلودل که نه؟.

ځواب: هو ! رسول الله صلی الله عليه وسلم يو شمير آسونه درلودل چې نومونه يې په لاندې ډول دي :

اَلسَّکْبُ : دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو لومړی آس وو، سور او تور رنګ يې درلود، په پښو کې سپينوالی وو، خو په ښی خوا مخکنی پښه کې يې سپينوالی نه وو، دغه آس رسول الله صلی الله عليه وسلم له يوه بانډه چي څخه په لس اوقيه سپينو زرو اخيستی وو، په همدغه آس يې له ټولو نه مخکې د احد په غزا کې ګډون کړی وو، سکب ډيرې منډې وهونکي آس ته ويل کيږي، ځکه چې سکب په اصل کې بهيولو ته ويل کيږي او دا آس داسې تيزه منډه وهي لکه چې بهوي يې.

اَلْمُرْتَجزُ : دا نوم ځکه پرې ايښودل شوی وو چې د همدغه آس ششنا د نظم ويلو په شان ښکلې وه.

اَللَّحِيْفُ : يعنې نغښتونکی، دا نوم ځکه پرې ايښودل شوی وو چې لکۍ يې دومره اوږده او ګڼه وه چې زمکه به پرې پټيده، همدغه آس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته فروه بن عمرو جذامي ورکړی وو.

اَللَّزَّازُ : يعنې نښتونکی، همدغه آس ته لزاز ځکه ويل کيدل چې د خپلې تيز رفتاري له امله له خپل مطلوب سره نښليدو، دا آس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مقوقس بادشاه هديه کړی وو.

اَلظَّرِبُ : غونډۍ، کوچنی غر، دا ډير قوي او مضبوط آس وو، چا ويلي چې همدغه آس ته ظرب ځکه ويل کيږي چې ډير غټ او چاغ وو، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته فروه بن عمرو د ډالۍ په ډول ورکړی وو.

اَلْوَرْدُ : زيړوالي ته مايل سور، دا آس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته تميم داري رضی الله عنه د هديې په توګه پيش کړی وو، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ته ورکړی وو، په دغه آس باندې همدغه نوم د هغه د رنګ له وجهې ايښودل شوی وو.

سَبْحَةٌ : يعنې لامبو وهونکی، په همدغه آس باندې دا نوم د هغه د تيز خو د آرام رفتار له وجهې ايښودل شوی وو، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په همدغو اوو آسونو باندې د ټولو اتفاق دی، او رسول الله صلی الله عليه وسلم به زياتره سپرلۍ په السکب آس باندې کوله، له همدغو اوو آسونو پرته په نورو آسونو کې د علماؤ اختلاف دی (مشارع الاشواق الی مصارع العشاق، ص : ۱۹۰ – ۱۹۱، موسوعة السير، ج : ۲، ص : ۲۸۷، رحمة للعلمين اردو، ص : ۳۹۳).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x