افغانستان

فارياب: د دوستم پنځه نږدې لوړ پوړي قومندانان ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د فارياب په جګړه کې د ګډ حکومت د لومړي مرستیال نږدې لوړپوړي جنرالان ټپيان شوي دي.

د فاریاب په خواجه موسی ولسوالۍ کې د عبدالرشيد دوستم پنځه قومندانان، جنرال عبدالستار قاسمي، قومندان بسم الله، قومندان شمال،قومندان نجم الدين او قومندان اسماعیل مرګوني ټپیان شوي دي.

په فارياب کې خپلواک خبريال حبیب قویاش پخپله فیسبوک پاڼه لیکي، چې د جنرال عبدالستار قاسمي د روغتيايي وضعیت په اړه د فارياب ځايي ډاکټرانو بې وسې ښوودلې، چې باید پلازمېنې ته ولېږدول شي.

جنرال عبدالرشيد دوستم له خپلو ملېشو سره یو ځای په فاریاب کې د طالبانو پرضد د عملیاتو په پلمه جګړه پر مخ بیايي، چې تېر کال يې هم د فاریاب په ګڼو پښتنو مېشتو سیمو کې زور وازمويه.

دم ګړۍ په فارياب کې پخوانی جنګسالار عبدالرشید دوستم او په بغلان کې مراد علي مراد په جګړو بوخت دي، چې د مدني بنسټونو او د سیمې د قومي مخورو له قوله په ټول شمال کې جګړه د یو قوم پر ضد روانه ده.

ياده دې وي دوستم د تېر په څېر بیا لوړه کړې چې یا به خپل مخالفين تسلیموي یا به يې له منځه وړي.

نوموړي د تېر کال په عملیاتو کې هم ورته لوړه کړې وه، خو د عملیاتو په منځ کې ماښام مهال پلازمېنې کابل ته ورسید، چې طالبانو په تېښته بريالی وګاڼه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x