افغانستان

تخار: خلکو د یوه ډاکټر په قتل تورن کسان په ډبولو وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د تخار امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د یو ډاکټر د قتل په تور نیول شوي دوه تنه د خلکو له لوري په ډبولو وژل شوي دي.

د تخار د پولیسو ویاند نورمحمد حکیمی وايي چې دوی هڅه کوله چې مجرمان تر خوندي ځایه ورسوي، خو خلکو يې مخه ونیوله او له لرګیو سره يې پر مجرمانو ډبول پیل کړل، چې د بازار په منځ کې يې ووژل.

د تخار د والي وياند وايي چې پر تورنو تر اوسه د سیمې د ډاکټر قتل ثابت شوی نه و، خو خلکو وژلي دي.

د سنت الله تیمور په خبره دوی هڅه کوله چې تورن کسان تر ولایته ورسوي خو د چاه اب اوسېدونکو د پولیسو مخه ونیوله او دواړه يې ځای پر ځای ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

خلکوته دي الله ج نور هم توفیق ور نصیب کړي ځکه له دې دوه ایجړا ګانو خو هسې هم څه جوړ نشول.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x