نن په انځورونو کينړۍ

د ممتاز قادري اعدام توند غبرګونونه راپارولي – انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): په پاکستان کې د ممتاز قادري اعدام کولو په دې هېواد کې د علماو، طالبانو او دیني بنسټونو له لوري توند غبرګونونه راپاريدلي دي.

په ټول هېواد کې زرګونو تنو د قادري د اعدام په غبرګون کې پر لاریونونو لاس پورې کړی او ګڼې لویې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې پاتې دي.Haqania1

ممتاز قادري د پنجاب د پخواني والي د وژلو په تور کې تېره شپه ناوخته د راولپنډۍ په ډياله زندان کې اعدام شو.

۲۰۱۱م کې د پنجاب پخواني والي سلمان تاثير پاکستان کې د ناموس رسالت صلی الله عليه وسلم قانون تور قانون بللی و او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سپکاوي کې د بندي شوې نجلۍ د خلاصون هڅې يې کولې.Haqania2

ممتاز قادري، چې د پنجاب ځانګړو قواوو غړی او د والي ساتونکی و، د پلازمېنې اسلام اباد په ايف سکس سيمه کې پر دولتي ټوپک پر والي ناتاره ډزې پيل کړې، نوموړی يې ۲۷ ډزه وويشت او ځای پر ځای يې وواژه.

د لاريون کوونکو له ډلې د حقانیه دارلعلوم زرګونو طالبانو هم د پاکستان دولت پر دې ملامت کړی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم غچ اخیستونکی يې پر دار وځړاوه.

ممتاز قادري
ممتاز قادري

دوی ممتاز قادري د ناموس رسالت د لارې شهید بولي او پر پاکستاني دولتي مشرانو د مرګ نارې وهي.

ممتاز قادري د پنجاب د پخواني والي له وژل کېدو وروسته ونیول شو، خو ډاده يې وویل چې خپل يې ارمان يې پوره کړ او له دې وروسته مرګ ته هم تیار دی.Haqania4

Haqania3

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

الله یې دې شهادت قبول کړي، داچې یو خبیث یې تر تیغ تیر کړ نو نوم به یې تل ژوندی وی.

الحاج استا ذ بیانزی

زه هم د احمد صاحب د حق جملی لنګه کوم ، په عادی حالاتو کی د یو چا جرم چه په هر کچه وی د وخت حکومت او قضایی محکمو او څارنوالیو ته باید حواله شی چه غور پری وشی د شواهددو او اسنادو له مخی متهم مچرم په یقینی مجرم بدل شی او بیا ورته دخبل جرم مناسبه سزا واوروی دا چه دغه کس دا کار نه دی کړی او د وخت د حکومت لوړپوړی چارواکی یی د محکمی له حکم غیره وژلی دا سړی په انګریزی ( دیموکراتیک ) قانون کی قاتل شمیرل کیږی . مګر څیړنه په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x