نظــر

افغانستان اشغال شوی!!: دطلوع تودې خبرې

   پرون بیګاه د طلوع تلویزیون دتودې خبرې پروګرام درې ګډون کوونکو هر یو ژورنالیست محمد آصف وردګ، جنرال علیشاه وجدان او ډاکتر طوفان وزیري خبرې سره کولې.

د خبرو په ترڅ کې محمد آصف وردګ او علیشاه وجدان په زغرده وویل چې افغانستان د امریکا له خوا اشغال شوی، که څه هم چې د پروګرام چلوونکي ډېر لاس اوپښې ووهلې چې په یو ډول نه په یو ډول د نوموړو دوو کسانو خبرې په بله کړي، او یا یې خبرې په خوله کې ور وچې کړي، او یا دوی په دې پوه کړي چې دا رنګه خبرې ښې نه دي، مګر ګټه یې ونه کړه، نوموړي آصف وردګ ته وویل:

( د اشغال موضوع دلته نه مطرح کېږي، خو دغه دملګرو ملتونو د هغه په اساس افغانستان ته راغلي، یعني دغه ګوره! ) محمد آصف وردګ: ( نه نه، نه نه، سادات سیب زه یو عرض لرم، په خپل مسولیت غږیږم، زه دلته یو ځل بیا اعلان کوم میډیا ته، د ما دخبرو مسولیت طلوع نه ده، قطع کوئ یې هم مه، دما آدرس معلوم دی، پته مې معلومه ده، نوم مې آصف وردګ دی، زه د خپلو خبرو مسولیت په خپله اخلم، کله چې نوي امریکایان راغلل د هلیکوپترو د ډالرو سره، هغه وخت ملل متحد فیصله نه وه کړې، دوی چې دلته راغلل ډالر تقسیم شول، ورووووووسته بیا د بون موضوع شوه،  هغه خو څو میاشتې وروسته وو،  دوی راغلل هغه کار یې وکړ، ملل متحد هم د امریکې یعني یوه سیاسي څانګه ده ).

   او له دې مخکې علیشاه وجدان هم په خورا څرګندو ټکو کې وویل: (  امریکا زمونږ په خاوره خېټه اچولې… مشاور ورته راځي چې زما ټولی پلاني ځای ته ولاړ شي، هغه هم یوه هفته وروسته، هغه هم دبګرام نه یې چې فیصله وشي، نه د وزارت دفاع نه! نه د ریاست جمهوري نه! یو ټولی دې استخدامېږي نه! ولې خلکو ته بازي ورکوو؟  دا وطن مطلق د امریکایانو  له طرفه اشغال دی، او د ځان نه ددفاع دصلاحیت حق نه لرې!  )
http://www.tolonews.com/en/programmes
  دلته ددغه دوه کسانو په خوله د افغانستان د اشغال ثابتول یا نه ثابتول موخه نه دي؛ ځکه چې افغانستان د امریکې له خوا هغه وخت اشغال شوی کله چې ځينو په نامه افغانانو د امریکې د غلامۍ پړی په غاړه کې واچولو، او په دې خبره تر بل هر چا افغان ولس ښه پوره رسېدلی او د زړه تل ته یې  لوېدلې ده، له همدې کبله خو يې دا یوولس کاله په بې دریغه قربانیو سره د اسلامي امارت ملا ټینګه تړلې او په خورا شهامت او بهادرۍ سره د اشغالګرو په وړاندې خپل مقدس جهاد مخ پر وړاندې بیايي.

    دلته موخه دا ده چې دغه دوو کسانو ولې په دې وروستیوکې چې نور نو د امریکې او ورسره ملګرو د کډو بارولو خبرې تودې شوې دي د وجداني احساس او افغاني غیرت خبره وکړه؟ دلته څو احتمالونه کېدا شي:

لومړی: تر ټولو دپام او غور وړ د علیشاه وجدان دا خبره ده چې : (ولې خلکو ته بازي ورکوو؟  دا وطن مطلق د امریکایانو  له طرفه اشغال دی، او د ځان نه ددفاع دصلاحیت حق نه لرې! )

 په دې معنی چې تر اوسه پورې ولس ته بازي ور کول کېده، او لا هم ځینې داسې کسان او کړۍ شته چې خلکو ته د بازي ور کولو دنده پر غاړه لري، په ټولیز ډول د کابل اداره د خپلو شخصي ګټو لپاره غواړي ولس له حقایقو نه نا خبره وساتي، تور ته سپین او سپین ته تور ووايي، مګر الحمد لله چې افغان ولس یو باشهامته، هوښیار او بیدار ولس دی، هېڅ کله د پردیو او دهغوی د ملګرو په چلونو نه تېروځي.

دوهم: په دې کې شک نشته چې دغه دوه کسان په کابل کې چېرته چې د امریکې د زور او زرو شور او ځوږ دی حالات له نېږدې څېړي، دوی د لوبغاړو پر کړو وړو او دپېښو عیني ګواهان دي، او بل دا چې دوی عادي خلک نه دي، یو یې پخوانی ژورنالیست چې له سیاست سره هم پوره بلدتیا لري، او بل يې دکابل ادارې مخکنی کارمند دی، په دې معنی چې دوی د هېواد په سیاسي پېښو پوره او ښه پوهېږي، په دې ښه پوهېږي چې حکومت څه ته وايي؟ خپلواکي څه ته وایي؟ او اشغال څه ته وایي؟ دوی عام، له پېښو او حالاتو نا خبره خلک نه دي چې تخمیني خبرې وکړي، بلکې په هر څه پوه او د یو مسولیت له مخې د اخبرې کوي.

کېدای شي دوی ځکه دا خبره کړې وي چې نور یې افغاني غیرت او وجدان د حق د پټولو زغم له لاسه ور کړی وي ، د ظلم او ظالم په خوا کې ودرېدل او نور یې په اړه پټه خوله پاتې کېدل به دوی د ځان لپاره شرم ګڼلی وي، له خپل افغاني غیرت سره به یې په ټکر کې بللی وي، کېدای شي په دې توګه یې غوښتي وي چې پر دغه یوولس کلن اشغال باندې د پټه خوله پاتې کېدو کفاره اوس د حق په ویلو سره ادا کړې.

دریم: دا هم کېدای شي چې له ځان سره یې فکر کړی وي چې د افغانستان داشغال خبره خو دومره ډاګیزه ده چې هېڅوک سترګې نه شي پرې پټولی، حتی خپله بهرنیان وايي چې مونږ افغانستان اشغال کړی، دا چې یو څو نوبالغه هلکان په تلویزیونونو کې ناست او په هنري ژبه د هېواد نه دی اشغال شوی سندرې وايي نو په دې خو نه شل کېږي، دوی به فکر کړی وي چې داسې نه چې سبا په تاریخ کې مونږ هم بد نام وو، ځکه تاریخ د چا پروا نه لري او نه پر چا رحم کوي، دا که مونږ اوس هر څو ووایو چې هېواد نه دی اشغال شوی، هېواد نه دی اشغال شوی،  دا خو نه ولس را سره مني او نه نړیوال؛ ځکه ټول پوهېږي چې حق او حقیقت څه دی؟ نو راشه په دې آخر کې چې هسې هم د دوی د کډو بارولو وخت دی،  ووایو چې هېواد اشغال شوی، په دې توګه به له یوې خوا د تاریخ له بدنامۍ نه ژغورل شوي وو، او له بل پلوه به مو خپل راتلونکي نسل په ځانګړي ډول خپلو اولادونو، خپل کور او کلي ته داسې پیغور نه وي پرېښی چې هغوی را باندې و شرمېږي.

څلورم: په دې وروستیو کې د ګوشتي خبره ډېره ګرمه شوه، په ځانګړي ډول همدغه څو کسانو دا خبره ډېره سره واړوله را واړوله، غونډې یې جوړې کړې، او لا لګیا دي په مړو ایرو کې پوکي کوي، کېدای شي دوی ته چا ویلي وي چې تاسو چې د ګوشتې خبرې کوئ، دا یوولس کاله چې نړیوالو ځواکونو په ځانګړي ډول  امریکې پر هېواد او ولس غوبل جوړ کړی دېته څه وايئ؟ د هېواد په هره برخه کې چې وغواړي په وسلو سمبال ګرځېدای شي، او عملا ګرځي، پر کلیو او کورونو بمبارۍ کوي! خلک نیسي اوزندانونو ته یې اچوي، د بګرام زندان چې تر دې وروستیو پورې له دوی سره وو، او تر ننه پورې یې دوسيې هم له دوی سره دي، د کرزي ادارې څو څو ځله ورته وویل چې دا دزندانیانو دوسيې را کړئ مګر دوی یې نه ور کوي، همدا د ګوشتي او شاو خوا پوستې خو همدغه نړیوالو ځواکونو چې مونږ ورته دوستان وایو همدوی پاکستان ته ور کړې دي، نو تاسو بیا څه رنګه په یو بام دوه هواوې جوړوئ؟

ځکه خو به دوی چې اوس بله لار نه لري وايي چې امریکا هم یرغل کړی، هغوی هم افغانستان اشغال کړی، تر څو هغه بله خبره یې خلک ومني، او ددوی په ريښتینولۍ باندې باوري شي.

پنځم: دا هم شونې ده چې دا خبرې له دې کبله کېږي چې نیواکګرو په دې یوولسو کلونو کې هغوی چې له دوی سره یې د ملګرۍ او دوستۍ نارې وهلې نړۍ او ولس ته په شرمونو وشرمول، هغه کسان چې په لومړي سر کې یې د نیواکګرو د یرغل ملاتړ کولو، د هغوی راتګ یې د هېواد او ولس په خیر ګڼلو، دا دې له یوولسو کلونو وروسته پوه شول چې له دوی سره خو له لومړۍ ورځې نه چل او دوکه شوې ده، له دوی سره ژمنې شوې وې چې هېواد به درته جوړ کړو، ولس ته به آرامي راولو، وژنې او وینې تویېدنې به بندې کړو، امنیت به راولو، خلک به په ډاډه زړه په خپل هېواد کې ژوند کوي! که څه هم چې کیسه خو له لومړۍ ورځې نه جوته وه.

  مګر دا دي له کومې ورځې چې دوی راغلي له همغه وخت نه تر ننه پورې ور ځ تر بلې د وژلو، وینې تویولو، بې امنیتۍ، تښتونو، غلاوو، درغلیو، بد اخلاقیو او بې روزګاریو کچه لوړې شوې ده او ښکته شوې نه ده، تر ټولو مهم دا چې د هېواد دملي مسایلو په اړه نیواکګر مخالف دريځ نیسي، ښه نو اوس به ولس ته څه وایي! دوی خو ولس ته ویلي وو چې دوستان زمونږ دهېواد دساتنې لپاره راغلي، او دوستانو له ټولو دمخه دهېواد او ولس په ستونې چاړه کېښوده، ځکه خو اوس باید ووايي چې هېواد اشغال شوی.

په هر صورت، ما ته خپله لومړنی ټکی برلاسی بريښي، ځکه ریښتیني افغانان د پردیو مرییتوب نه شي زغملی، که یې یو څه وخت د مجبوریت له مخې ومني، او یا دکوم بل څه له وجې پټه خوله شي، آخر حق وايي او د حق له لوري سره درېږي.
   له همدې کبله ددوی دغه دريځ د ستایلو دی، که څه هم چې ډېر ناوخته دی، خو بیا هم د ستایلو دی، زه په دې پوره باوري یم چې په زرهاوو دا رنګه نور افغانان چې په هېواد او ولس یې زړه خوږيږي شته، او هغوی به هم خامخا یوه ورځ نه یوه ورځ د حق خبره کوي، او له حقیقت نه به پرده پورته کوي.

    باید هر با احساسه او غیور افغان د هېواد او ولس په دغه تاریخي ویاړ کې برخه واخلي، د خپل هېواد د خپلواکۍ او د ولس د سوکالۍ لپاره خپل غږ د ولس له غږ سره یو کړي، تر څو په ګډه سره د ټولو اشغالګرو ټغر ور ټول او د هر تیري کوونکي په مخنیوي سره د پردیو په لاس جوړه شوې مافیايي درغله اداره له منځه یوسي او پر ځای یې د هېواد او ولس په درد درمند داسې خپلواک اسلامي نظام را منځ ته شي چې د ولس د سوکالۍ او د هېواد د ځکمنۍ بشپړتیا د خوندیتوب  او ښېرازۍ لپاره لاس په کار شي.  

ایمل نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x