ټولنیزه برخه

هر نارینه ته وایم!

 قاري حکيم الله صابري

کله چي ته له کوره را ووځې تر کور د باندي د دوه قِسمه ښځو سره مخامخ کېږې چي لومړۍ قِسم یې هغه د مصر د عزیز د ښځو په میکروب لړلي دي چي خپل زینت یې ښکاره کړی وي عطر يې استعمال کړي وي لکه دا چي د حال په ژبه سره درته وايي : (راځه ځان مي تاته جوړ کړی دی)

د دغسي ډول ښځو په مقابل کي باید په یوسُف علیه السلام پسې اقتداء وکړې چي سترګي او مخ ځېني واړوې او ووایې : معاذالله (په الله جل جلاله سره پناه غواړم) .

دوهم قِسم یې هغه پاکي او عفیفي ښځي دي چي تلل او حرکتونه یې په حیاء سره وي او را وتلو ته هم د ژوندانه ضروریاتو مجبوره کړې وي، کله چي بیا دغه قِسم ښځه په داسي حال کي و وینې چي مرستي او کومک ته ضرورت لري نو په موسی علیه السلام پسي اقتداء وکړه او د کومک لاس ور اوږد کړه، لکه موسی علیه السلام چي د هغو دوو انجونو پسونه ور اوبه کړه او دی بیرته ولاړی د ونې تر سایه لاني کښېنستي ، تر دغه عمل ورورسته د خپل رب عزوجل څخه د الهي بدلې په امید اوسه.

تا ولید چي یوسف علیه السلام په خپله پاکي سره پس له هغه چي مریی و یوازي دا نه چي بادار وګرځېدی بلکي د مصر عزیز ځیني جوړ سو او موسی علیه السلام په خپل همت او شهامت سره پس له هغه چي د مځکي په خلکو کي تر ټولو غریب او مسکین ‌‌ؤ ، د مېرمني ، د کار او د استوګني د ځای خاوند وګرځېدی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x