ورزش

بارسلونا ۲۷ کاله پخوانی ریکارډ برابر کړ

نن ټکی اسیا (کب۱۰مه ۱۳۹۴ل): د هسپانيې فټبال کلب بارسلونا د بریاو سلسله لا هم روانه ده  او د پرلپسې ۳۴ لوبو ګټلو ریکارډ یې هم برابر کړ.

د بارسلونا لیونل میسي او جیرارډ پی کی د سیویلا مقابل کې دوه ګولونه وکړل او یادې لوبډلې ته یې په ۲-۱ باندې ماتې ورکړه.

د دغې سیالۍ ګټلو سره بارسلونا پرلپسې ۳۴ لوبې وګټلې او د هسپانوي لیګ ریکارډ یې برابر کړ.

په ۱۹۸۸-۸۹ کلونو کې ریال میډرډ د ۳۴ پرلپسې سیالیو ګټلو ریکارډ جوړ کړی و او که بارسلونا د پنجشنبې په ورځ د رایو ویلي کانو په خلاف لوبه وګټي نو نوې ریکارډ به جوړ کړي.

د نننۍ سیالۍ ګټلو سره بارسلونا د پواینټونو په جدول کې په لومړي نمبر ده او د دوهم نمبر لوبډلې ایټلیټکو میډرډ څخه یې ۸ پواینټه زیات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x