روغتیا

بادام مو هم وزن کموي

نن ټکی اسیا (کب۱۰مه ۱۳۹۴ل): امریکايي طبي پوهان وايي چې بادام نه یواځې د انسان حافظه قوي کوي بلکې د وزن په کمولو کې هم کافي مرسته کوي.

د فلوریډا پوهنتون یوې تازه څېړنې ښودلې چې بادام د انسان وزن کموي او که هر څوک د ورځې ۴۰ ګرامه بادام وخوري، نو له ډير چاغښت به ځان خلاص کړي.

څېړونکي وايي چې بادام په ورځينې خوراک کې د شاملولو سره له ډيرو طبي ستونزو څخه خلاصېدلای شي ځکه بادام په جسم کې د کیلیوریز د اندازې کمولو سربېره پروټین هم تیاروي. د دوی په وینا د بادامو همېشه خوړل د زړښت څخه راپیدا شوي ډيری ستونزو په حل کې هم مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x