صلاتي اپلیکیشن مو د لمونځ پر مهال مبایل اتومات خاموشوي!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۰مه ۱۳۹۴ل): که تاسو هم یوه له هغو کسانو یئ چې د لمونځ کولو پر مهال درنه د مبایل خاموشول له یاده ووځي، نو ستاسو لپاره ښه خبر دادی چې دغې ستونزې ته مو یو شمېر تخنیکي کسانو حل راویستی دی او یو اپلیکیشن یې جوړ کړی چې پر مټ یې د لمونځ پر مهال اتومات مبایل خاموش کیږي.

اپلیکیشن د صلاتي یا My Prayer په نوم دی او تر دې مهال تر لسو لکو کسانو پورې په مبایلونو کې انسټال کړی دی.

یاد اپلیکشن درته د لمونځ وختونه، د یوه او بل لمونځ تر منځ فاصله چې څومره وخت بل لمونځ ته پاتې دی، د لمونځ وخت پوره کېدو پر وخت د یادونې ابلاغیه یا نوټیفیکیشن، د لمونځ وخت پوره کېدو پر مهال د اذان کولو کار کوي.

سربېره پر دې مبایل مو د لمونځ پر مهال اتومات سایلنټ کیږي او دې لپاره تاسو د هر لمونځ لپاره سيټنګ کې وخت جوړولای شئ.

یاد اپلیکیشن نورو ځانګړنو کې د قبلې، د انترنیت پر مټ د خپل ځای معلومول او ورسره اتومات د لمونځ وخت څرګندول هم شامل دي.

صلاتي اپلیکشن په دوه ژبو (عربي او انګلیسي) استعمالولای شئ او تر ټولو مهمه یې داده چې په مبایل کې مو ډير کم ځای نیسي.

اپلیکیشن له دې ځایه مبایل ته انسټال کړئ.