نړۍ

لندن: برتانوی عسکر په چړو او ساطول وژل شوی

نن ټکی آسیا: تیره ورځ د برتانیا په پلازمنیه لندن ښار کي یو برتانوی عسکر خپل د فوځي اډی سره نیژدې د دوو تور پوستو کسانو له خوا وژل شوی.

په یوه ویډیو کي چي د یو خبري تلویزوني چینل له خوا خپره شوې ، یو تور پوستی ځوان ښکاري چي لاسونه یې په وینو سره دي، په یوه لاس کي ساتول او چړي نیولي، او وايي دا برتانوی عسکر یی په انتقام کي وژلی، او وايي چي دغه عسکر یی یوازي له دې وجي وژلی، ځکه چي زمونږ په هیوادونو کي همدا برتانوي عسکر زمونږ مسلمانان وژني، نومړي ویلي چي د غاښ انتقام غاښ دی، او د سترګي انتقام سترګه.

او زیاتوي چي زمونږ دي قسم په خدای وي چي ستاسو سره به تر هغو جګړې ته دوام ورکوو، تر څو چی تاسو مسلمانان وژنی.

د برتانوي فوځي قاتل چي جینز او غربي عادي جامي یی په تن دي، په برتانوی لهجه په انګلیسي ژبه خبري کوي، او زیاتوي: مونږ باندي لازمه ده چي ددوی سره جګړه وکړو، زه بخښنه غواړم چي میرمني دا صحنه ویني، مګر زمونږ په ځمکه کي، زمونږ میرمني هره ورځ دغسي صحنې ویني، تاسو به هیڅ کله خوندي نه یاست، خپل حکومت بدل کړی، هغوی هیڅ کله ستاسو په غم کي نه دي.

وروسته برتانوي پولیس د پيښي ځای ته رسیدلي، او دواړه تورن کسانو یې په ډزو ټپیان کړي، او بیایی نیولي.


{youtube}aFEX-5riC0I{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x