ورزش

اسیا جام: پاکستان د هند غچ له عربي اماراتو واخېست

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب۱۰مه ۱۳۹۴ل): داسیا ۲۰ اوریز لوبو جام کې پاکستان عربي اماراتو ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه او په ټورنامنټ کې یې لومړۍ بریا خپله کړه.

که څه هم د پاکستان پیل د توقع خلاف خراب و او په یواځې ۱۷ منډو يې درې لوبغاړي د لاسه ورکړل خو وروسته عمر اکمل او شعیب ملک ښې توپوهنې دغه لوبډله بریالۍ کړه.

عمر اکمل ۵۰ او شعیب ملک ۶۱ منډې جوړې کړې.

تر دې وړاندې عربي اماراتو کپتان امجدجاوید پچه وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه يې وکړه. د اماراتو پیل خراب و، لومړي ۳ اورونو کې يې خپلې درې ویکټې په یواځې ۱۲ منډو د لاسه ورکړې، خو وروسته یو شمېر لوبغاړو ښې منډې جوړې کړې او عربي امارات وتوانېدل چې منډې تر ۱۲۹ ورسوي او پاکستان ته یو ښه هدف وټاکي.

د پاکستان له لوري محمد عامر او محمدعرفان دوه دوه ویکټې واخېستلې.

پاکستان که څه هم د عربي اماراتو څخه سیالي وګټله خو د هند پر وړاندې خرابې لوبې اغېز يې لا هم د منډو په اوسط پروت دی او په ټورنامنټ کې په څلورم نمبر دی.

پاکستان بله لوبه د مارچ په دوهمه له بنګلادیش سره لري او سبا به د ټورنامنټ بله مهمه لوبه د سري لنکا او هند تر منځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x