افغانستان

روزګان: طالبانو د چهارچینو ولسوالۍ د سراب او خارخوردې مهمي سیمي نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): طالبانو د روزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ د سراب او خارخوردې مهمي سیمي د افغان امنیتي ځواکونو څخه نیولي او هغوی یې تېښتي ته اړ کړي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان برید جنرال داود شاه وفادار منلي چې دوی خپلي قواوي د روزګان ولایت د شمالي ولسوالۍ چهارچینو څخه پر شا کړي دي، نوموړۍ وایې چې هلته زموږ قواوو ته اړتیا نه وه نو ځکه مو را پرشا کړې.

د سراب او خارخوردې سیمي ډیري مهمي دي ځکه چې ددې سیمو په پریښودلو سره اوس د طالبانو د واک ساحه لانوره هم پراخه سوه او د چهارچینو ولسوالۍ مرکز د طالبانو له لوري محاصره سوی، تر دې وړاندي دغه سیمو ته د ولایت د مرکز څخه د اکمالاتو یوه لار وه خو د سیمو په پریښودلو سره هغه لار د طالبانو په واک کې سول.

د خارخوردې سیمه د حکومتي ځواکونو په تشکیل کې ځانګړي ولسوالي وه او د شهیداحساس ولسوالۍ سره یې تړاو نه درلود، همدارنګه د خارخوردې سیمه د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ سره پوله لري چې تر دې وروسته د هلمند او روزګان ولایتونو طالبان کولی سي د یو ولایت څخه بل ته په اسانی سره تګ راتګ وکړي.

تر دې وړاندي د روزګان او هلمند د طالبانو د تګ راتګ مخه د خارخوردې امنیتي ځواکونو ډب کړي وه.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د سراب او خارخوردې سیمو د نیولو پخلی کړی، نوموړۍ وایې چې ملي اردو دغه سیمي د ددوی د ځواکونو د فشار له امله پرېیښي دي او د تلو پر وخت ددوی ۱۳ زغره والي شوبلي او ۵ رینجر موټر تخریب سوي دي.

احمدي زیاتوي چې د جګړې پر مهال یې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x