شهید او شهادت ( دوه اویایمه برخه )

۱۸ – یوازې شهید غواړي بېرته دنیا ته راشي:

د شهید منزلت، کرامت او هغه الهي پېرزوینې چې الله جل جلاله پرې کړې، نه یې ژبه بیانولی شي، نه قلم او نه یې خیال د تصور  ځواک لري، عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ – رضى الله عنه – قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – « قَالَ اللَّهُ أَعْدَدْتُ لِعِبَادِى الصَّالِحِينَ مَا لاَ عَيْنَ رَأَتْ ، وَلاَ أُذُنَ سَمِعَتْ ، وَلاَ خَطَرَ عَلَى قَلْبِ بَشَرٍ ، فَاقْرَءُوا إِنْ شِئْتُمْ ( فَلاَ تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِىَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ )[۱]

ژباړه: له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې الله جل جلاله ویلی: د خپلو نیکو بنده ګانو لپاره مې داسې نعمتونه تیار کړي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي، او نه د انسان په زړه کې را تېر شوي، که مو خوښه وي د الله جل جلاله دا قول ولولئ ( نو هېڅ نفس په هغه څه چې سترګې پرې ښخېږي او ددوی له لپاره پټ ساتل شوي نه پوهېږي.

پرته له شکه چې شهیدان د الله جل جلاله غوره او نیک بنده ګان دي، همدا لامل دی چې یوازې شهید غواړي بېرته دنیا ته راشي او بیا بیا د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي! د شهید د غوره والي، کرامت او عزت لپاره یوازې همدا بسنه کوي چې غواړي جنت پرېږدي بیا دنیا ته راشي، او د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي، او دا وژل بیا بیا غواړي، دا په داسې حال کې چې دا غوښتنه له شهید پرته بل هېڅوک نه کوي، نه عالم، نه عابد، نه سخي، نه معلم، نه متعلم، نه حافظ، نه قاري، نه ولي او نه نبي، هېڅ مسلمان دا غوښتنه نه کوي چې بېرته دنیا ته راشي او بیا مړه شي، یوازې شهید دی چې له الله جل جلاله څخه غواړي بیا یې دنیا ته راولي، تر څو بیا بیا د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي، له همدې نه درک لګي چې الله جل جلاله شهید ته څه ډول کرامت او عزت ور کړی!

په دې اړه داسې حدیث شریف راغلی: ( قَتَادَةَ قَالَ سَمِعْتُ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ – رضى الله عنه – عَنِ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ: مَا أَحَدٌ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ يُحِبُّ أَنْ يَرْجِعَ إِلَى الدُّنْيَا وَلَهُ مَا عَلَى الأَرْضِ مِنْ شَىْءٍ ، إِلاَّ الشَّهِيدُ ، يَتَمَنَّى أَنْ يَرْجِعَ إِلَى الدُّنْيَا فَيُقْتَلَ عَشْرَ مَرَّاتٍ ، لِمَا يَرَى مِنَ الْكَرَامَةِ ) [۲]

ژباړه: قتادة وايي له حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې ویې وفرمایل: ( هېڅوک داسې نشته چې جنت ته ننوزي، او دا خوښه کړي چې بېرته دنیا ته راشي، او ټوله دنیا هم دده شي،  پرته له شهید نه، چې خوښوي بېرته دنیا ته راشي، او لس ځله ووژل شي، او دا د هغه عزت او کرامت له امله چې ویني یې ).

ملا علي قاري رحمه الله وايي چې له لسو ځلو نه موخه زیاتوالی دی[۳] یعني لس ځله هدف نه دي، بلکې مطلب دا دی چې شهید د هغه عزت او کرامت له امله چې په جنت کې ور کول کېږي، غواړي ډېر ځله او بیا بیا د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي، امام نووي رحمه الله وايي ( هَذَا مِنْ صَرَائِح الْأَدِلَّة فِي عَظِيم فَضْل الشَّهَادَة ) [۴].  ژباړه: دا د شهادت په ډېر غوره والي له صریحو دلایلو څخه دی.

ابن بطال رحمه الله وايي: ( هذا الحديث أجل ما جاء فى فضل الشهادة والحض عليها والترغيب فيها، وإنما يتمنى أن يقتل عشر مرات والله أعلم لعلمه بأن ذلك مما يرضى الله ويقرب منه؛ لأن من بذل نفسه ودمه فى إعزاز دين الله ونصرة دينه ونبيه، فلم تبق غاية وراء ذلك وليس فى أعمال البر ما تبذل فيه النفس غير الجهاد، فلذلك عظم الثواب عليه، والله أعلم. )[۵]

دا حدیث د شهادت د فضیلت، شهادت ته د هڅونې او پرې ور تېزولو په اړه تر ټولو لوی دلیل دی، او دا هیله چې لس ځله ووژل شي ځکه کوي – والله اعلم – چې پوهېږي الله پرې رضا کېږي او الله ته یې لنډوي؛ ځکه څوک چې خپل ځان او وینه د الله ددین د ځواکمنتیا او عزت، او د هغه ددین او رسول د مرستې لپاره و ښندي، نو له دې ور اخوا بیا بله موخه نه پاتې کېږي، او په نېکو اعمالو کې له جهاد پرته بل داسې عبادت نشته چې سر پکې وښندل شي، نو ځکه یې ثواب هم ډېر لوی دی، والله اعلم.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[۱] – صحيح البخاري, باب ما جاء في صفة الجنة. صحيح مسلم, باب حدثنا عبد الله بن مسلمة. سنن الترمذي, باب و من سورة السجدة, سنن ابن ماجه باب صفة الجنة.
[۲] – رواه البخاري، باب تمنی المجاهد أن يرجع إلى الدنيا, صحيح مسلم, باب فضل الشهادة في سبيل الله, سنن الترمذي، باب في ثواب الشهید، واحمد, مسند أنس بن مالك رضي الله. و رواه أبو الشيخ في طبقات المحدثين بأصبهان, باب أبو بكر أحمد بن هارون البرذعي.
[۳] – مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح. کتاب الجهاد.
[۴] –  شرح النووي علی مسلم، باب فضل الشهادة في سبیل الله تعالی.
[۵] شرح البخاري لابن بطال، باب تمني الشهید ان یرجع الی الدنیا.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د