نظــر

د غفور لیوال لیبرال پاڅون

دموضوع تاریخي  شالید

په افغانستان کې داسلام او لیبرالیزم  ترمنځ ټکر کومه نوې خبره نه ده ، دا ټکر له هماغې ورځې را روان دی ، کله  چې څه باندې اتیا کاله وړاندې  نړیوال پرنګي ښکیلاک ددرستې نړۍ غوندې په افغانستان کې هم استعماري جګړې ته دپای ټکی کیښود ، او په عوض یې فکري جنګ او استعمار پیل کړ.

 اسلام ضد لیبرال نظریات په لومړي ځل افغانستان ته  دامان الله خان په دور کې راغلل ، چې داعلام او تطبیق په لومړي پړاو  کې یې دپکتیا  دملاعبدالله قیام راوپاراوو ، که څه هم دپکتیا قیام امان الله خان په خپله تګلاره کې په تنزل او دپرنګیانو په همکارۍ او دسیسه لومړی بدنام او بیا خاموش کړ ، خو امان الله خان له دې تیندک څخه هیڅ عبرت هم وانخیست ، او څوکاله وروسته چې داروپا له سفره راستون شو بیرته یې هماغه سرینده پیل کړه ، چې څوکاله وړاندې یې دنوموړي سلطنت له سخت ازمېیښت سره مخ کړی وو .

 دتاریخ ډاکټر حسن کاکړ په خپل کتاب (دامان الله خان پاچاهي ته نوې کتنه ) کې وایي چې امان الله خپل سیکولرایزیشن  ته  تردې حده ژمن وو چې په همدې شوق کې یې خپل دودیزه لهجه او دیپلوماتیکه ترمینالوژي هم هیره کړې وه ، امان الله خان دپغمان په جرګه کې مخورو ، ملایانو او دیني مشرانو ته وویل (دا ټول ملي مصیبتونه دتاسو له لاسه دي ، تاسې ملایان چې له دووسانو  پرته نور څه نه یئ ، زه به هغه څه نافذوم چې زه یې غواړم ، زه به ستر ( حجاب ) پریښودل آن دبرچو په زور عملي کړم ، نه په غوړه مالي سره ، پوه شئ چې زه یو انقلابي پاچا یم )

خو انقلابي امان الله  خان دلیبرالیزم په قمار کې نه یوازې  سخت ناکام شو بلکې خپله پاچاهي یې هم بایلوده او دتخت سلسله  دآل یحی نادرخان په نصیب شوه .

له  هغه مهاله راوروسته ددرستو اسلامي هیوادونو او ملتونو غوندې  په افغانستان کې هم دین پالنه او سیکولرزم په همیشني کشمکش سره اخته تردې مهاله رارسیدلي دي ، دپخواني پاچا ظاهرشاه په دور کې له  ځینو لیبرال تغیراتو رانیولې  چې دکندهار پاڅون او دکابل دپل خشتي مظاهرې یې وپارولې ، بیا په کابل پوهنتون کې دکفر او اسلام دنمایندګانو ترمنځ  دمخامخ ټکر ترمهاله  ، چې وروسته همدا فکري تقابل په فزیکي ټکر واوښت  او دافغانستان دیرش کلنه جګړه ترې راوزیږېده .

کله چې دطالبانو له سقوط وروسته  نړیواله ټولنه / امریکا دتوپ  او طیارې په زور په افغانستان واکمنه شوه ، نو داسې فکر کیده ، چې په افغانستان کې دلیبرالیزم لپاره میدان چغالي شو ، ځکه دا مهال ددین او دیني سیاسي فکر په نوم  هر غږ په القاعده تورن کیده او دتروریست ټاپه ورباندې وهل کیدله ، تردې چې ځینو خلکو ویل امریکایان هر هغه چاته القاعده وایي  چې ددیني علم لومړی کتاب ( قاعده بغدادي ) یې لوستي وي .

دامهال  چې له جګړه ایز چلند سره هم مهال امریکایانو ددیموکراسي او پلورالیزم  غږ هم پورته کړی وو ، دین پالو  جریاناتو ته دوه لارې پاته شوې  ،یوه داچې  دلیبرالیست  یرغل په وړاندې ټوپک ته لاس کړي ، او دخپلې بقاء لپاره جګړه وکړي ، طالبانو او داخوانیانو له منځه ښاغلي حکمتیار همدا لاره غوره کړه او دوهم داچې دلیبرالیستانو ددیموکراسۍ له شعار نه په استفاده په لږ څه تنزل او تخفیف سره  ددیموکراسۍ په سیوري کې خپل شتون وساتي ، او خپل فعالیت ته دوام ورکړي ، دنړیوال دیني  اخواني فکر یو شمیر درلودونکو همدا دوهمه  لاره غوره کړه او دجمعیت اصلاح تنظیم  ترنامه لاندې یې په کابل کې په رسمي توګه خپل فعالیت پیل کړ .

دا مهال که څه هم زیاتره پخواني اسلامیستان په لیبرال اتڼ ورګډ شوي وو ، خو بیا هم دفکري تړاو او تعهد له امله  ددیموکرات نظام شاملو اسلامیستانو او لیبرالانو خپل منځي  تربګني تریوه  حده سره پاللـه ، او په خپلو منځو کې ښه سره پوهیدل ، د یرغل په لومړي کال په پیام مجاهد اخبار کې دابوزید بلخي په نوم یوه لیکوال په سیکولریستانو باندې سخت برید وکړ ، کابل میشتي سیکولران یې  دامان الله خان بقایا ، غرب زده ګان او سګ شویان وبلل ، خو په سبا دنوموړي په ځواب کې عبدالحمید مبارز په اراده ورځپاڼه کې یوه اوږده مقاله ولیکله او دسیکولریستانو په استازیتوب یې په دیموکراسۍ ګډ شوي اسلامیستان سم  ډنډاس کړل .

په دې توګه  داسلام او لیبرالیزم  دفکر دمتعهدینو ترمنځ پټ یا ښکاره تقابل پرلپسې روان وو ، چې په مجالسو ، بحثونو او مطبوعاتو کې په یوه او بل شکل څرګندیده .

په افغانستان کې د سیکولرزم نوی نسل

په افغانستان کې لا هم دمعاصر سیکولرزم تشخص او حدود سم څرګند نه دي ، افغانستان یوه دودیز اسلامي هیواد او خلک یې له دین سره سخت محبت او له لادینیت / سیکولرزم  څخه سخت نفرت لري ، دافغانانو همدا  دیني صلابت ددې لامل شوی ، چې ددې هیواد سیکولران دنورو هیوادونو به پرتله محتاط وچلیږي .

له خلقیانو او پرچمیانو پرته  په تیرو اتیا کلونو کې دلته هیڅ سیکولر جریان ، فرد یا ډلې هم دا جرأت نه دی کړی ، چې په ډاګه ځان سیکولر معرفي کړي ، ځکه دوی پوهیږي چې خلک ددا ډول څرګنداوي زغم نلري ، همدا لامل دی ، چې دعام او ناخبرو خلکو لپاره دسیکولرانواو سیکولرزم  پیژندل یو څه ستونزمن شوي دي ، او یوازې هغه مهال یې پیژني کله چې سیکولریستي افکار له  نظري مرحلې  څخه  تطبیقي پړاو ته راووزي .

یو خو له ځایه دافغانستان زیاتره خلک نالوستي دي ، او کوم یې چې لوستي دي هغوی د نړیوالو ادیانو ، افکارو ، فلسفو  او ایزمونو  په اړه ډیر لږ معلومات  او مطالعه لري ، زیاتره  خلک دپدیدو  ظاهري اړخ ګوري  ، فلسفې ، اساس او هدف ته یې ډیر فکر نه کوي ، چې له همدې امله کله ناکله په سیکولر جریان کې ځیني داسې خلک هم په ناخبرۍ ورګډ شي چې ټینګ عقیدوي مسلمان او دین ته وفادار وي ، همدې واقعیت او دسیکولرانو احتیاط او تیرایستنې  په افغانستان کې دسیکولرانو او سیکولریزم کوټلی تشخیص ګران کړی دی ، خو بیاهم  دا سخته نه ده ، چې دموجودو تر سل پورته ګوندونو او ټولنیزو جریاناتو په منځ کې سیکولر جریانات وپیژنو .

په افغانستان کې اوسني سیکولران  ډیری دپخوانيو کمونیستانو ، نیشنلیستانو ، ستمیانو او لیبرال دیموکراتانو  پاتي شوني او پلیوني  دي ، چې ځیني یې په هماغو پخوانیو نومونو او نور ډیر یې له نویو نومونو ، شعارونو او څيرو سره دمبارزې میدان ته وړاندې شوي دي .

د پخوانیو کمونیستانو په استازیتوب دپاموړ ګوندونو له جملې  یو دمتحد ملي په نوم ګوند دی چې د نورالحق علومي لخوا رهبري کیږي ، په غیرپښتنو کې دلیبرال فکر خاوندان په مختلفو ډلو او سازمانونو ویشل شوي دي چې زیاتره یې دفدرالیزم او یا هم دافغانستان دتجزیې فکر لري ، خو دوی هم په اوسنیو لیبرالانو کې کوم دپاموړ ځواک نه بلل کیږي .

په اوسنیو سیکولرانو کې دپاموړ جریانات یو هغه لیبرال دیموکراسي خوښي دي ، چې له غربه راستانه شوي ، او یا د سوسیالیزم له شکست وروسته دلیبرال دیموکراسۍ په اتڼ ورګډ شوي دي ، دوی چې دغرب لخوا حمایه کیږي ، ګڼ ګوندونه ، بهیرونه او مختلفې ټولنې یې جوړي کړي دي .

او بل دمرخیړو غوندې راټوکیدلي هغه شکمن سازمانونه ، او ډلې دي  چې ځان دتیرې دیموکراتیکي لسیزې نسل بولي ، او غواړي د ایډیالوژیو په دې لابراتوار کې دلیبرالیزم یوه بله تجربه هم ترسره کړي .

څرنګه چې ددې وروستۍ ډلې زیاتره ګډونوال  دعمر په لحاظ ځوانان ، بې تجربې او نوي په سیاست بازار ګډ شوي دي ، نوځکه دپخوانیو په پرتله توند ، بې حوصلې او تریوه حده بې زغمه دي ، دوی که څه هم مردمي پایه یې خورا کمزورې او وجود یې یوازې ترمجازي دنیا/ فیسبوک او  دپلازمینې او څو ولایاتو ترمحدودو مجالسو پورې خلاصه کیږي ،  خو ادعاء یي خورا ستره او کله ناکله په ولسي اصطلاح تر خپل ستوني لویې خبرې کوي .

په ځانګړي ډول په دې وروستیو کې ددوی له ځینو کړنو او تهاجمي دریځ څخه داسې معلومه شوې ، چې دوی دخپلو مخالفینو په نسبت ماجرا جویه  دي ، دزغم کلتور نلري ، یواړخیز ګام اخلي ، او دمتقابل چلند دیپلوماتیک آداب په رسمیت نه پیژني .

په داسې حال کې چې دطالبانو ، حزب اسلامي ، او جمعیت اصلاح غوندې ددین پالنې وسلوالو او بې وسلې  خوځښتونو تراوسه  ددغو نویو سیکولرستانو په خلاف  فکري ، تبلیغاتي او فزیکي جنګ نه دی اعلان کړی ، او ترډیره یې ددوی په وړاندې  د زغم پالیسي غوره کړي ، مګر نوي سیکولریستان بیا هم ددې په ځای چې دمتقابل چلند بیلانس وساتي ، پرلپسې خپل یو اړخیز تهاجم ته ادامه ورکوي .

په دې وروستیو کې دطالبانو او جمعیت اصلاح په خلاف د ودان افغانستان ګوند په نامه دنویو سیکولرانو یو اړخیز خصمانه چلند دهمداسې یوه پیل نغد دلیل بلل کیدای شي .

د غفور لیوال لیبرال  پاڅون

دکابل دموسهي اوسیدونکی عبدالغفور لیوال دنویو سیکولرانو له جملې یو دی ، نوموړی چې دفکر زړی یې دکمونیزم په اوبو پالل شوی ، او دکمونیستي پېر دیوه فحاش شاعر دشاګردۍ ویاړ لري ، وروسته یې دتز او انتي تز په فلسفو شخوند وهلی ، دطالبانو په مهال یې ددښتې لیلې په واقعه وېرنه لیکلې ، خو ددیموکراسۍ له راتګ سره دومره لیبرال شوی ، چې دسیکولر نظریاتو له امله یې خپل یوه پخواني طالب ملګري ( محمدحسین مستسعد ) دارتداد  ټاپه پرې لګولې ده ، نوموړی چې کله څوکاله وړاندې دامریکا په مریلنډ پوهنتون کې له زده کړو راستون شو ، دافغانستان دځوان تریوه حده قلمي خو اوبو وړي نسل ترمنځ ناڅاپه مطرح شو ، او له ژورنالیزم څخه یې دسیاست ډګر ته ټوپ وهل .

نوموړي لومړی په ویب پاڼو او مطبوعاتو کې دخپلو ارماني خبرو لړۍ پیل کړه ، چې وروسته یې ځیني لیکنې په کتابي بڼه هم چاپ شوې ، په همدې مهال یې چې کله دحق او باطل ترمنځ ددریمې لارې شعار پورته کړ ، زیاتره هغه  اوبو وړي ځوانان ورباندې راټول شول ، چې دکفر او اسلام ترمنځ حیران پاته وو ، او ځانونه یې  بې طرفه ، ناپېیلي ، غیرمتعهد او غیرسیاسي بلل ، غفور لیوال چې یو بې کاریزما ، بې ژبې خو قلموال شخصیت دی ، ګوندي ملګري یې هم زیاتره دذاتي شناخت ، ملګرتیا او ادبي او ژورنالیستکي انډیوالۍ  له امله ورسره ملګري شول ، او په دې توګه یې دودان افغانستان ګوند په نامه یو نوی سیکولر جریان ورغاوو .

خو له نوموړي څخه یوه غوښنه برخه ملګري دنامعلومو دلائلو له امله بیرته جلا شول ، چې ددې جلا کیدنې او انشعاب دلائل تراوسه پوره نه دي څرګند شوي .

په دې وروستیو کې یو له هغو سیکولر جریاناتو چې ددین پالو خوځښتونو په خلاف د نااعلان شوې جګړې ډګر ته کوز شوي ، همدا دغفور لیوال د واګ ګوند سره تړلي اشخاص دي ، ددوی له ځینو کړنو داسې څرګندیږي چې لږترلږه دپښتنو ترمنځه دبل هرجریان په نسبت  ددین پال فکر  او خوځښتونو په خلاف سخته کینه او حساسیت لري او په دې برخه هیڅ زغم هم په رسمیت نه پیژني .

ښایي ددیني جریاناتو په وړاندې ددوی دپټ حسد اټکل له دې څخه وکړای شئ ، چې  هالند میشتی افغاني ملي شخصیت او دردمن هیوادوال عبدالله احسان چې تردې وړاندې دغفور لیوال او محمدیار له نږدې ملګرو څخه  وو ، او دبینوا ویب پاڼې تخنیکي مسؤل وو ، کله چې خالدهادي حیدري په محمدیار کودتا وکړه ، نوموړی له بینوا ټولنې دلسرد شو ، او دلراوبر  په نامه یې یوه وزینه او ملي –  دیني ارزښتونو ته ژمنه ویب پاڼه پرلیکه کړه ، په دې ویب پاڼه کې ښاغلي احسان دژورنالیزم دکره اصولو له مخې لکه څنګه چې دامریکایي ځواکونو او افغان حکومت لخوا ابلاغ شوي خبرونه  نشرول ، دتوازن ساتلو له امله یې تریوه حده دطالبانو خبرونه هم نشر ته سپارل دغه راز یې ملي او اسلامي پولو ته په احترام دهرمخالف او موافق لیکنې بې له تعصب نه نشر ته سپارلې .

همدا دطالبانو دخبرونو  او داسلامي مقالو دنشر مسئله وه ، چې دعبدالله احسان پخواني ملګري او ننني واګیان یې نوموړي ته په بدو واړول ، عبدالله احسان نور د لیوال دانډیوالانو په باور یو وطن دوست  افغان نه بلکې د آی ایس آی غلام  او ددوی په خبره نیکټایي پوش طالب وبلل شو، په هر  مجلس او ناسته کې دعبدالله احسان توصیف په غیبت بدل شو ، تردې چې عبدالله احسان یې رسمي سپیناوي غوښتلو او غبرګون ته اړ کړ ، په هغه لیک کې  چې عبدالله احسان د ۲۰۱۲ م کال په لومړیو کې د ودان ګوند استازو  او ورسره یو شمیر نورو شخصیتونو ته لیږلی نوموړی داسي لیکي :

د ښاغلی غفور ليوال ، عبدالاحمد محمديار  ، اسدالله  دانش ، سعيد زابلي ، هميم جلالزي ، مجيد قرار او ددوی د څو نورو انډيوالانو د پاملرني وړ ! 

سلامونه

په لراوبر ويبپاڼه او په چلوونکو کي يې هغه څه شي دي  چي تاسي او ځيني نور ستاسي ياران او ملګري يې پر وړاندي تخريب ته هڅيږئ ؟

که خواخوږي راسره لرئ ولي يې نه راسره شريکوئ .

که نيوکه لرئ ولي يې نه خپروئ ؟
له دغو دوو څخه خو به د يوه حق درباندي لرم ؟

چيري که زما د غلا ، خيانت ، فساد يا داسي نورو په اړه اسناد ولرئ لطفآ يې خپاره کړئ ، زه يې په لراوبر کي هم خپريدو ته چمتو يم ، دا به تر دې بهتره وي چي په غونډو او مجلسونو کي زما او لراوبر چي ستاسي ټولو ځوانانو او مشرانو سره په مشوره د افغانانو لپاره د کلتوري ودي، افغاني او اسلامي ارزښتونو ته پاملرني د لراوبر افغانانو تر منځ اړيکو پراختيا او يووالي په موخه جوړ سوی او تاسو يې د همکارۍ پښتو کړې وه ، په اړه تخريب او توهين اميزه ويناوي وکړئ .

موږ له چا معاش نه اخلو ، فنډ هم نه اخلو ، له داخلي او خارجي پټو او ښکاره ادارو څخه معاش هم نه اخلو ، پر تاسو او نورو هيوادوالو احسان هم نه اچوو او د خپل خدمت په بدل کي د چا څخه د شاباسي او تشويق غوښتنه هم نلرو خو ددغو ټولو تر څنګ د چا لخوا سپکاوئ ، توهين او تخريب هم به هيڅ بيه نه منو او نه يې منلائ سو !

ځينو کسانو راته وويل چي ددغو ټولو څخه د خلاصون لاره د لراوبرويبپاڼي تړل يا د ( ودان افغانستان ګوند) غړيتوب اخستل دي چي زه تر اوسه پوري له دغو دوو انتخابونو څخه يوه ته هم حاضر نه يم ، هغه ګوند چي تر وسه په رسمي توګه افتتاح سوئ نه دی بيا يې مافيايي چلند غوره کړئ دی ، ايا ريشتيا هم دا ګوند د ښکاره تګلاري تر څنګ دغسي مافيايي فعاليتونه هم کوي ؟ 

ځيني خو وايي چي لراوبر د طالبانو دوهمه ويبپاڼه ده ،  که داسي وي نو ستاسي چي اوس ددولت او خارجيانو لخوا پر مهمو دندو کارونه کوئ ، ايا تاسي به د خپل ټوله زور سره په دې وتوانيږئ چي طالبانو په ( الاماره ) ويبپاڼه کي خپله يوه ليکنه يا مرکه خپره کړئ ؟ واضح ده چي نه ، هيڅکله نه . مګر په لراوبر کي ستاسي د ليکنو ، شعرونو او بېلابېلو موادو د خپراوي تر څنګ د ناټو ، ايتلاف ، دولت ، طالبانو د چارو په اړه ورځني خبرونه ، د دولت د وزيرانو ، واليانو او نورو مامورينو مرکې او ليکني خپرې سوي دي او خپریږي چي دا پخپله ستاسي دا ادعا باطله ثابتوي چي ګواکي لراوبر د طالبانو دوهمه ويبپاڼه ده . 

زه اروپايي پاسپورټ لرم خو شپه او ورځ د خپل هيواد او خلکو لپاره په سختو شرايطو کي کار کوم ، تاسي چي په خپل هيواد کي اوسيږئ ، د هغه چا د کار مخنيوئ کوئ چي ددې هيواد د مظلوم ولس ږغ ته انعکاس ورکوي ، ته و خدای ، دا انصاف دئ ؟

موږ خدمت کوو ، موږ يوه روښانه تګلاره لرو چي هر څوک يې په لراوبر کي لوستلای سي ، ددغي تګلاري پر اساس په خپلواک ډول دخپل لراوبر افغان وطن او لراوبر پښتون قام د يووالي ، سوکالۍ او اړيکو د پراختيا لپاره په خپل مټ ګټلو پيسو خپلواک خدمت کوو .

يوه خبره غواړم چي روښانه کړم، لراوبر په کلتوري ، مطبوعاتي او سياسي ډګر کي خپل وطن ته خدمت کوي، هر هغه څوک چي د لراوبر د پرمختګ خنډ واقع کېږي د خاين په سترګه به ورته وکتل سي ، موږ به بیا خپل پښتني دود ، اصولو او پښتونولۍ ته په کتو سره د هغه چا په رسوايي کی دريغ ونکړو . بيا يې نو لاس له مسکو څخه تر واشنګټنه خلاص.

په درناوي

عبدالله احسان –  هالنډ

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا یوازې عبدالله احسان نه وو ، چې دیني احساس یې د نویو واګي سیکولرانو په  زړه کې دکینې اور بل کړی وو ، دغفورلیوال ګوندیانو وروسته  په نورو اسلامیستانو پسې هم راواخیسته ، او په ځینو مورادو کې خو یې ښکاره دجنګ دانه واخیسته .

هغه یوازینی عامل چې دغه نوي سیکولران  له پخوانیو هغو جلا کوي دادی چې نوي سیکولران  تروروستي حده له حیاء او قلمي عفت څخه خالي او تقریبا لغړ مزاجه دي ، چې له همدې امله هیڅوک نه غواړي ځان ورسره په جوال کې واچوي .

که  له خبرو تیر شو ددوی لیکنیز ادبیات او مبارزاتي ترمینالوژي سوچه بې پرده ، کوڅه یي او ترافراطي کچې فضیحت باره ده ، یو ملګری چې ددوی فیسبوکي لیکنې یې لوستې ددې نویو سیکولرانو لیکنیز سبک دبیت الخلاء دادبیاتو له کټه ګورۍڅخه  بولي ، دنوموړي  مطلب دښاري بیت الخلاء ګانو په دیوالونو لیکل شوي نامانوسه جملې دي ، چې د نویو سیکولرانو دفیسبوکي والونو  له لیکنو سره کټ مټ شباهت لري .

دودان ګوند یو لوړرتبه چارواکی او دغفورلیوال ښی لاس عبدالاحمد محمدیار چې د مناجات او خرابات په نامه یي دسوات دسفر یونلیک لیکلی ځیني برخې یې په لاندې ډول دي .

((  . . . خو زه او هڅيال روان وو، دلته به ډېر خلک ختل او کوزېدل، زما څخه نور سم دم د خولو سيندونه روان شول، لا هم د زينو د ختمېدو په هيله لوړ ختلم خو نه پوهېدلم چې دا زينې د ختمېدو نه دي، کله ښي خوا ته او کله کيڼي خوا ته کوږ ووږ تاوېږه را تاوېږه . هڅيال د خاصي يارانې په انداز راته وويل : زويه و خو نه شلېده ؟  ما ويل زويه لا مې يو زنگون اوبه په نس کې ولاړي دي  . . .   . . . .  . . . . ګل دادا هيله وښوده: چې ياره دلته نو چې ماځيګرى مهال ښځه هم درسره وي، دا به نو د مزو منظروي. يوه وارخطا وپوښتل چې آيا خپله ښځه که د بل ؟ ده ويل خداى دي خوارنکړه، له خپلو خو په کورونو کې په عذاب يو، بيا يې دلته هم راولو، خپله خو دي په دغه ځاى کې داسي ده لكه تربور چې درسره ګرځوې، دلته نو د خنداوو درنې څپې خپرې شوې .  .  .  . . . . . يو ځاى پر عجيبه عاشقانه منظره ورپېښ شوو، يوې ډډې ته يوه تازه د ځوانۍ او مستۍ بريد ته رسېدلي زلمي، يوه نازكه پخپله ګرمه غېږه کې د مچکو په باران کې غرقه کړې وه، چې موږ يې وليدلو، سره راوغورځېدل، ما ډرېور ته وويل چې پام! پام! راپر شا شه چې د ځوانۍ په نشه کې يې خار وروانه چوې، پرېږده چې د هوسونو دنياګۍ يې ړنگه نه شي، پرېږده چې مينه وکړي، مستي وکړي او د بدرنگي دنيا بدرنگه څېره يو څو شېبې له ذهنه وباسي، دا ځمکه، د دې ځمکي انسان، دا دنيا او د دې دنيا اوسېدونکى هسي هم د دوى احساساتو، عواطفو او خداى ورکړو غرايزو ته درنـښت نلري، هغوى خو په دوى پسي توره په لاس ګرځي  پرېږده چې فقط د يو څو شېبو لپاره دوى دا هر څه هېر کړي، ولي زه او ته دا څو رنگينې شېبې د ډار په لعنت  ورولړو، غلي مو د غره بله ډډه په خوله ورکړه  . . . . .  . . . . . . . . د دې سين پر غاړه مې هغه خاطره هم د هېرېدو نه ده چې د ٢٠٠٥ کال د اګست په اخيره کې ګل دادا زه، انجنير نوروز، د ننګرهار ډېر لوى حرامي طناز شاعر شېرحسن کمالزى او معلم رسول د سوات په منظره وايستلو  . . . . . . . . . . دلته مينه د احتياط تر بريد اوښتې وه، سندرې او شعرونه، موسيقې او نڅاوې، پايکوبونه اوبانډارونه  ، ماښام په لويه کوټه کې شاوخوا دېوالونو ته کټونه ( چارپايې ګانې ) پرتې وې موږ مېلمانه او ځيني نور کسان پر کټونو ناست وو، د کوټې په منځ کې مستطيل شکله سپين پلاستيکي مېز ايښودل شوى و، ګرد چاپېره پلاستيکي چوکۍ پر راګرځېدلې وې، پر چوکيو خاص کسان ناست وو، د ګيلاسونو گړنګ وګړونګ پورته وو، دوى په بېل کيفيت کې وو، خان  په دې هيله مخ راواړاوه چې په مېلمه پالنه کې يې کمى احساس نه کړو، ما سوچ وکړ چې د شيشې پر شونډو چې د شعر شاپېرۍ شونډي کښېږدي نو د خان او ورسره ښو يارانو د زړونو او ذهنونو تسخير حتمي خبره ده ،نومې دجهاني داشعر پرې چوپ کړ

زه دين او دنيا دواړه په يو جام سودا کومه
ساقي داسي حريف دي بل ليدلى دى که نه
ګرداب کې د مستيو مې مذهب راڅخه ورک شو
تا ځان داسي معراج ته رسولى دى که نه
بابا مې په يوه دانه غنم جنت سودا کړ
په جام باندي مې وايه ګران پلورلى دى که نه
ګيله راڅخه مه کوه ځواني او لېونتوب دى
مستۍ کې دي يو وخت ګرېوان څېرلى دى که نه 
حوضونه د کوثر، جام د جمشيد هيڅ ورته ښکاري
له خومه دي لومړى جام پورته کړى دى که نه 

له دې سره په کوټه کې د واه، واه  چيغو يو زوږ خپور شو، ځيني ودرېدل او په ډانس يې پيل وکړ، له يوه کس څخه د ټرافيک شپېلک و، دا يې خولې ته ونيو، همداسي له کوټې ووت، همداسي ورته کش و او مخته روان و.

شير حسن کمالزي په غوږ کې راته وويل چې غټ حرامي يې، ما ورته وويل چې خواهش کوم، دا ستا حسن نظر دى، بل ورته وايم

ساقي واخله پياله واخله نور دي خم رانذرانه کړه

زمــــــــــــــــا تنده د عمرونو يو درياب را پيمانه کړه

د مکار زاهد پر قبر بدمستان سره ټول شوي
انتقام له ژونده اخلي هديره يې ميخانه کړه
 د ګمراه عقل ځنځير مې د ګلرخ په پښو کې توى کړ
د پايزيب له هر شرنگه جوړه مسته ترانه کړه   ))

تاسو که  دمحمدیار دا یونلیک وګورئ نو ښایي دنویو سیکولرانو دژوند ، اخلاقو او ادبیاتو څرنګوالی سم درمعلوم شي ، محمدیار په دې یونلیک کې دخپل سفر ټول جزیات لیکلي دي ، حتی چې چیرته خپله یا صادق ژړک صحراګشت  ته  تېر شوی او نورو یې عکسونه اخیستي هم یې ترې یادونه کړې ، مګر په یونلیک کې ترپایه دا نشته ، چې بیا مو یوه سجده لمونځ وکړ ، او خدای مو یاد کړ .

دمحمدیار له ژبې په څرګنده معلومیږي چې نوي سیکولران دبداخلاقۍ او پستۍ په خورا لویدلي پوړۍ کې قرار لري ، دنوموړي څو نورو فکري انډیوالانو چې په دې وروستیو کې یې دفیسبوک په شبکه دخپلې کرکې دشیندلو چاره پیل کړې هم خبرې یې خورا فاحشې ، لویدلې او حتی داقتباس وړ نه دي .

د غفور لیوال ترقومنده لاندې نویو سیکولرانو چې په دې وروستیو کې  پټو شبکو اقتصادي لاس ورکړی ، دپخوا په نسبت یې د ددینپالنې په خلاف پراخ او تریوه حده سیستماتیک فعالیت پیل کړی ، ددوی د ډلې یوه غړي مطیع الله اباسین دمحور په نامه ورځپاڼه را ایستلې ، چې په ګڼ تیراژ چاپیږي او ډیر ګڼې یې مفتې ویشل کیږي ، خپله غفورلیوال ځیني ملګري ظاهرا  دسیمیزو مطالعاتو په مرکز کې راغونډ کړي خو اصلي کار یې د دین پال فکر په وړاندې پټه او ښکاره تبلیغاتي مبارزه ده  ، په دې لړ کې که څه هم غفورلیوال د خپل محتاطانه  موقف په بنیاد ځان پټ ساتلی ، خو دمطیع الله اباسین ، مجید قرار ،محمدیار ،  فیض محمد ځلاند او نورو غوندې فکري ملګري یې دخپلو نظریاتي مخالفینو داړلو ته  خوشي کړي دي .

که پخوا دغفورلیوال  دملګرو هدف یوازې طالبان وو خو په دې وروستیو کې دوی  دجمعیت اصلاح غوندې د هغو جریاناتو په خلاف هم جګړه پیل کړې چې دکابل حکومت یې په رسمیت پیژندلی او له عدلیې وزارت څخه یې دفعالیت رسمي جواز ترلاس کړی ، له دې څخه معلومیږي چې دنویو سیکولرانو په وړاندې هدف ، له دود سره  سم یوازې اسلامي فکر دی ، هغه که هرچیرې ، له هرچا سره او په هر رنګه موقعیت کې وي .

په دې وروستیو کې دلیوال دملګرو له  جملې عبدالاحمد محمدیار  په زبیر شفیقي له دې امله اعتراض وکړ ، چې نوموړي  دجمعیت اصلاح لخوا ترسره شوی  دسیرت النبي یو پروګرام ستایلی وو ، له بلې خوا په فیسبوک کې زیاتره  نویو سیکولرانو  هم  دجمعیت اصلاح په وړاندې  جبهه نیولې ، د نویو سیکولرانو له جملې مجید قرار  اخوانیان او اصلاحیان    ځنګلي غوایان بللي ، چې دده په وینا حلقه دریږي او لغتې غورځوي  .

خو دجمعیت اصلاح  ملګري ترډیره ددوی په وړاندې دصبر او حوصلې څخه کار اخلي .

دغفور لیوال دسیکولرانو په اړه ویل کیږي ، چې ځیني یې فکري شعوري سیکولران دي ، خو ډیری نور یې ( لکه سعید زابلی ) په پره کې راغلي ، ساده ګان د سیکولرزم له فلسفې ناخبره  او  هسې په بیستو کې راغلي ګوندیان دي ، چې ترډیر د سیکولر فلسفې په ماهیت نه پوهیږي ، خو ځیني نور یې  دغلام سرور ظهیر او سیدشاه سقیم غوندې دشعوري الحادي مفکورې څښتنان دي ، ددوی دګوند له منځه  یو ملګری وایي چې په خپله یې له سیدشاه سقیم څخه اوریدلي چې له الهي خلقت څخه یي انکار درلود ، نوموړي دکائناتو  او کیهان پراختیا ته په اشاره ویل چې په دومره کائناتو کې به  نو  الله تعالی ما څرنګه پیدا کوي او څرنګه به زما په احوالو علم راولي  ( العیاذ بالله )

معاصر سیکولران که څه هم خپل منځي تربګنۍ او حسادتونه لري ، خو داسلامي فکر او مفکرینو په وړاندې ټول یو لاس او یو صف دي ، داسې بیا بیا لیدل شوي ، چې ددوی له جملې پخوانی مارکسست ، لیبرال ډیموکرات ، نشنلیست  او معاصر سیکولر واګی  بې له کوم توپیره په یوه صف کې داسلامي فکر په وړاندې  دریدلي او دمقابلې میدان ته راوړاندې شوي وي .

دا تصادف نه دی چې کمونیست عبدالهادي هادي  یا علم ګل سحر له معاصر سیکولر محمدیار سره په یوه اتڼ کې څرخیږي او یا مارکسست سلیمان لائق  نویو لغړزنو دیموکرات سیکولرانو ته لیکچر ورکوي ، څرنګه چې سیکولرزم ټول یو مکتب  دی   دلادینیت دشعوري او ناشعوري پیروانو  ترمنځ  ددین پالنې په خلاف دیوه داسې  سرتاسري ایتلاف څخه  پرده پورته کوي  ، چې پخوا یې کله هم ساری نه دی لیدل شوی .

همدا واقعیت  ددین او اسلامیزم پیروان هم دې ته رابولي ، چې نور خپل منځي تربګنیو او فکري جزئي اختلاف ته شا کړي ، نور باید دحق سنګریان  دانقلابي اسلام او رواجي اسلام په نومونو سره ونه ویشي ، او نه  دنفاق اور ته لمن ووهي ، اسلام ملت واحده  دی ، مسلمان دمسلمان ورور  دی ، چې باید په سخت ورځ دیوه بل ملا وتړي .

متاسفانه نن سبا که په اخوان المسلمین باندې  دلادینیت دپیروانو برید روان وي ،  طالب یې ننداره کوي ،  او که په طالب روان وي ، جمعیت اصلاح یې ننداره کوي او که په جمعیت اصلاح برید روان  وي ، د حکمتیار صاحب د حزب  مجاهد یې دیوه بې طرفه شاهد په حیث ننداره کوي .

په داسې حال کې چې داسلامي فکر په وړاندې  دلادینیت ټول مکتبونه  مارکسسزم ، لیبرالیزم ، نشنلیزم او نور سیکولران   یولاس شوي ، او له یوه سنګره ډزې کوي .

که غفور لیوال کولای شي دسقیم ، قرار  او درمل غوندې  د جهاد او هجرت  دمکتب بچوړي  په سیکولر خوځښت کې بسیج کړي ، او  دخپل دین ، جهاد ، هجرت  او اسلامي فکر په وړاندې یې د کمونیستانو او نور لیبرالانو سره په ګډه وجنګوي موږ هم باید دا ضرورت درک کړو ، چې نور ددین او  ا ولس ددې غدارانو او پردي پالو په وړاندې دیوه  متحدې او سرتاسري مبارزې وخت رارسیدلی دی  ، چې باید هرڅوک ورته دخپل دیني احساس له مخې راودانګي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ښکلی لیکنه وه ، مګر نوی نه وه په دی اړه نوری ډیری لیکنی ، حتی کتابونه او حتی کتابخانی په دغه ډول کتابو ډکی شوی ، دا چه دی لیکنی څه لیګلی او ځینی سکولریستان یی په ځانګړی ډول غفور لیوال ، مجید قرار ، نور او نور و له شیطانی مخو پردی لیری کړی مننه او ستاینه یی کوم زه به هم څه ورسره زیات کړم : لمړی : د لیکنی په سر کی په کوچنی نوم لیکل شوی غفور لیوال ، لاندی د عنوان به شان لیکل شوی د غفور لیوال لیبرال پاڅون او لاندی بل عنوان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x