افغانستان

اشرف غني د روسيې د لس زرو کلاشينکوفونو له مرستې مننه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۱مه، ۱۳۹۴ ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني افغانستان او مرکزي اسيا لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره وليدل.

ضمير کابلوف د خپلې ليدنې په ترڅ کې ولسمشر غني ته افغانستان کې د داعش په شتون د خپل هېواد اندېښنې څرګندې کړې او دا يې د سيمې لپاره ستر ګواښ وباله.

ولسمشر اشرف غني د روسيې له حکومته مننه وکړه، چې افغانستان سره يې د لس زرو کلاشينکوفونو مرسته وکړه.

کابلوف افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيکو د غښتلي کولو ترڅنګ د کور جوړولو او خصوصي سکتور کې هم د مرستو ژمنه وکړه.

ضمير کابلوف په داسې وخت کې له ولسمشر غني سره ګوري، چې څو ورځې وړاندې ښاغلي کابلوف ويلي و، چې په راتلونکي لنډو ورځو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو اترو امکان نه ښکاري او تېره اوونۍ يې د روسيې رسمي خبري اژانس ته وويل، چې روسيه له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتلو، طالبانو سره د سولې بهير او د امريکا او چين په همکارۍ څلور اړخيزه ناسته کې هېڅ مرسته او همکاري نه شي کولای.

ضمير کابلو د روسيې رسمي خبري اژانس ټاسس ته وويل: «که سپينه خبره وکړم، نو موږ په هغو موضوعاتو کې په ګډون خپل وخت نه ضايع کوو، چې کوم واشنګټن پيل کړي وي؛ ځکه چې امريکا تل په خپلو ګټو ټينګار کوي او نور خلک په هره پروسه کې د اضافي کارونو لپاره ساتي.»

د پېښو څارونکي وايي، چې روسيه افغانستان کې د امريکا له کړنو او فعاليتونو اندېښمنه ده او ترڅنګ يې پر افغان حکومت هم باور کولو ته نه ده تياره او له همدې امله د افغانستان قضيې په اړه له طالبانو سره مخامخ اړيکې لري.

د ضمير کابلوف په وينا کرملين د خپلو ګټو او د افغانستان له ګډوډۍ د پېښېدونکو ګواښونو په اړه خپله پرېکړه او ستراتيژي لري او له طالبانو پرته دوی له افغانستانه نور ګواښونه ويني، چې تر ټولو زيات يې د داعش ډلې فعاليتونه دي.

د کارپوهانو په اند د ولسمشر غني او ضمير کابلوف وروستي ليده کاته او مرستې «يوازې نمايشي» بڼه لري او افغان حکومت دا توان نه لري، چې د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو انډول وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

تصحيح : لس زره كلاشينكوفونه دى نه سل زره .

محمد عبدالله

زه به دومره ووایم چی امریک او یا روس په منځ کی دومره فرق ده چی یو دشیطان خی اړخ نیولی اوبل دشیطان چپ اړخ نیولی اوتول کفار دیو مشن او یا یو مقصد لپاره لګیا دی کار کوی چی ظاهراا یو څه اختلاف یی خکاری اما اصلیت کی دیو مقصد لپاره کار کوی لکه دیومملکت په انتخاباتو کی چی ددوو کاندیدانو او یا هم ګوندونو منځ کی ظاهرا یو اختلاف وی او یو دبل پرضد غږیږی اما اصلیت کی دیو مقصد لپاره کار کوی او صرف دعوامو انسانانو ددوکه کولو لپاره درامیی غوندی ساختګی مخالفتونه کوی نو امید شته… نور لوستل »

غوربندی

عبد الله صيب

د كفارو ماهيت أو خپلمنزي همکاري له هيچا پته نه ده تول مسلمانان پری پوهيژي،

ددي پر زاي د داعش پر ماهیت رنا واچوه

دا عش د کفار و په منز کی د همکاری محراق جوروي.

الحاج استا ذ بیانزی

غنی د پرونو کمونستانو بقایا او د اوسنی سکولریستو ماسونیستانو متفکر چه د روسانو د لس زره کلاشینکوفونو د خیرات ورکولو مننه کوی ، په دی چه لس زره نور مظلوم اولس ورباندی په شهادت ورسوی لکه پرون چه یی دوه میلونو کلاشینکوفونو چه یی دوه میلونه مسلمان افغانان په شهادت ورسول او شپږ میلونه یی له کورونو بی کوره کړل زمونږ هیواد یی په کندواله بدله کړو او حتی د امریکایانو او د هغو د تلوالی د راتګ علت همدغه روسان او دهغوی کمونست ملګری وو چه پرون یی امریکایانو ته امپریالیزم ویلو ( مرګ په امبریالیزم ) همدغه… نور لوستل »

محمد عبدالله

غوربندی صیب داخبر دروس کمکونو باره کی وو دامریکی ملګرو سره نو ماهم دکفارو اصلی مخ بربند کړو ته ولی خفه شوی؟ دوهم دا چی کم ازکم قاضی حسین احمد اوفضل رحمن غوندی خبری خو کوه هاغه حکیم الله مسعود چی دوی ته سیکولر او بیدین ویل خو چی کله حکیم الله دپاک امریکن بیپلوتو لخوا شهید شو نو بیا هم دوی ظاهراا خفګان او مخالفت وکاوو اوویل چی هر مخلوق دکفارو له لاسه ووژل شی هغه ته مونږ دقدر په سترګه ګورو ته چی دپاک حکومت او ای اس ای په بد ویلو خفه کیږی نو زه سنګه تاته… نور لوستل »

غوربندی

ستا نه خو تر اندازي زياني خبري راتويي شوي، ما دومره نه بي شورولي، ما د پاکوستان دفاع چيرته کری، او با دا چی ته له مانه د داعشيانو د رد باره کی شرعي دلیل غواري ره وام ته یی د تایید لپاره یو شرعی دلیل ووايه، کاش ته زما په ژبه پوهيدلاي، کاش محراق دی پيژندلاي، یا درته محسوس وای، بیا هم بی ربطه دلیل وايي، دا چی آمریکا د خپل پلان له مخی غوشتل افغانستان اشغال کري، نو د حشر او ايتلافيانو په لته کی شوه، نو د داعش مور (القاعده) د افغانانو له ميلمه پالني بده استفاده… نور لوستل »

محمد عبدالله

خه کاشکی زه په محراق پوهیدم او ته په قران که ته محراق پیژنی مستنطق صاحب نو محور به هم پیژنی او کوم محراق بولی او که محوری نقطه یی اویا تمرکز یی بولی دکفارو چی لس کاله مخکی چی کوم اتحادی نقطی یا مشترکی ګتی پخاطر راتول شوی ول دحقیقی مسلمانانو پرضد نو تر هغه اوس دوه برابره راتول شوی . اوس رازو دیخبری ته د مستنطق صاحب خبری خو له تاڅخه توییږی چی پرخپل زان هم نه یی خبر چی څه ګدی ودی وایی هغه داسی چی ته وایی عرب مجاهدین تاته امریکایان په زوره راوستل او په… نور لوستل »

محمد عبدالله

او لغت پران صاحب که مهربانی وکړی او ووایی چی دمحراق کلمه اصل په کومه ژبه کی ده؟ او مصدر یی سه ده؟چی مونږ پوی شو همداسی کلمی استعمالوی او که اصلا ورسره اشنایی لری اودا محراق کله منځ ته رازی باسواده

غوربندی

محمد عبدالله خانه زه که په قران کریم نه پوهیژم نو په قران کریم پوهو متبحرو علما کرامو مقلد یم، چی نسب، کورنی، علم، زهد او اخلاق یې ټول راته لمر شانتی معلوم دي. ته چې په قران کریم د پوهې دعوی لرې، قران یی یادوې، کریم یا شریف ور زیاتول درته حرمت نه بلکه بدعت شکاري، او ځان غیر مقلد تراشې په داسې حال کې چې په اشباحو (توره ارتجاع) پسې دې اقتدا کړې او په پټو سترګو ورته تبلیغ کوی. زه مو د عامو تعلیقاتو سره مخالفت نلرم بلکه خوښوم یې، هیله ده له بی ځایه افتراوو او… نور لوستل »

غوربندی

خدای ج دې کفار او اشغالګران زمونږ له خاورې وباسي، البته په خوښه نه وزي بلکه د مسلح جهاد استمرار د دوی د شکست متضامن ده، نور نو دومره باد مه اخله چی وایې زه نړی ازادوم، نړی دې نړیوال ازده کړي چې نیم نفوس یی تر مونږ پنډ او پلن مسلمانان دي، مونږ چې خپله خاوره ګټلای شو دوی دی هم وګټي کنه مونږ یی د کفارو له خوا د اشغالکولو هیله نه ساتو خو که بالفرض یی اشغال کړل مونږ به د اسلامي اخوت له مخی د اشغالګرانو مرسته نه کوو، همدا مرسته یی بس نده؟

محمد عبدالله

د غوربند خانه اول دا چی زه په اشباحو (توره ارتجاع) پسې می اقتدا ندی کړی بلکی تا کړی اوزه چاته په پتو سترګو تبلیغات نکوم بلکی ته یی کوی اوزه په دین تاویلات او ګدول نکوم ته پکشی ګدوی او افتراء هم ته کوی که زماڅخه په دین کی خطا وشی نو زه الله ج ته خپل دضعیفی عذر وړاندی کوم او استغفار هم کوم زه داسلام لپاره دعوت کوم اودتولو مسلمانانو داتحاد خبره کوم اوته دیو خاص اویا افغان قوم او یاهم خاصی دلی اتحاد لپاره اوګتو لپاره خبری کوی او دتعجب خبره نده ځکه چی تا سره… نور لوستل »

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x