
شاولیکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي پولیس خپل ۴ ملګري وژلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۱مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د پولیسو په یوه پوسته کې نفوذي پولیس خپل څلور ملګري وژلي او د پوستې ټولي وسلې یې له ځانه سره وړي دي.
پېښه تېره شپه د شاولیکوټ ولسوالۍ په تغراک سیمه کې رامنځته سوي، په پوسته کې د طالبانو نفوذي پولیس په سیمه کې د نورو طالبانو په مرسته د پوستې څلور پولیس وژلي، وسلې او مهمات یې طالبانو ته سپارلي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پېښه منلي او زیاتوي چې دوی د پوستې څخه یوه دهشکه، یو راکټ، یو ثقیل، ۶ کلاشنکوفونه او نور مهمات ترلاسه کړي دي.
د تېري شپې د پيښي په اړه تر دې دمه د کندهار چارواکو څه نه دي ویلي.