نړۍ

کویټه: په بوسه منډی کی چاودني ۱۰ تنه عسکر او دوه عام وګړي وژلي

نن ټکی آسیا: د پاکستان د بلوچستان صوبې په کویټه ښار کي د یوې چاودني له کبله لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۲۱ کسانو نور ډیر ټپيان شوي دي.

چاودنه نن سهار د کویټي ښار دمشرقي بای پاس په بوسه منډی کي هغه وخت را منځته شوه، کله چي د امنیتي ځواکونو یو لوی موټر د سیمي څخه په تیریدو وو.

د پولیسو د چارواکو په وینا په چاودنه کي د چټک غبرګون ۱۰ تنه عسکر ووژل شول، او دوه کسه نور عام وګړي.

هغوی زیاته کړې چي چاودېدونکي توکي د سړک پر غاړه په یوه رکشه ډوله موټر کی ځای پر ځای سوي وه، او کله چي د د عسکرو موټر ورته نیژدې سو، د ریموټ کنټرول په ذریعه ورته چاودنه ورکړل سول، چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.

او زیاته کړې چي په چاودنه کي تر ۱۰۰ کیلو زیات چاودېدونکي توکي استعمال سوي، چي له کبله یې چاودنه ډیره زوروره وه، او د پولیسو موټر په بشپړه توګه له منځه تللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x