افغانستان

روزګان: طالبانو د خار خوردې ولسوالۍ نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولایت د خار خوردې ولسوالۍ له څه مودې محاصرې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده.

طالب وياند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبر پاڼه کې دعوه کړې چې یاده ولسوالۍ يې بشپړه نیولې ده.

د هغه په خبره، د ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومنداني او شاخوا يې ۱۸ امنیتي پوستې د تېرې نیمې ورځې جګړې د دوی ګوتو ته وسپارلې.

قاري یوسف احمدي وايي چې په دې جګړه کې يې پنځه رینجر موټر او ۱۳ شوبلې تخریب کړې او ګڼو امنیتي ځواکونو ته يې مرک ـ ژوبله اړولې ده.

دغه ولسوالۍ چې له تېر یوه کال راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې وه، له سقوط سره يې د دهرادو، ګیزاب، چورې او دروشان تر منځ لارې هم د طالبانو پر مخ خلاصې شوې.

یاده دې وي خارخورده او شهید حساس ولسوالۍ وړاندې تر دې یو ځای د چارچینو په نوم یادېدلې، خو په دې وروستیو اداري تشکیلاتو کې چارچينو ولسوالۍ پر دوو برخو ووېشل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x