افغانستان

سپېدار ماڼۍ وايي ګلخانه ماڼۍ يې له منځه وړل غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): په ارګ کې سپېدار ماڼۍ وايي چې ګلخانې ماڼۍ يې د واک د صفر کولو په هڅه کې ده.

د اجرايیه ریاست مطبوعاتي سلاکار وايي چې ارګ هڅه کوي اجراییه ریاست له منځه یوسي، چې د ده په نظر دا د «ځينو کړیو» کار دی.

حشمت رادفر وايي ګلخانې ماڼۍ کې داسې کړۍ شته چې نه په ټاکنیزو اصلاحاتو راضي دي او نه هم اجراییه ریاست غواړي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د غوراوي کمېټه به د ولسمشر له فرمان وروسته کار پیلوي، خو محمد اشرف غني تر اوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

د اجراييه ریاست مطبوعاتي سلاکار وايي چې که په ټاکنیزو برخو کې اصلاحات را نه شي نو په وینا يې دا به دا مانا ولري چې ګلخانه او سپېدار دواړه له پښو لوېدلې دي.

که څه هم اجراییه ریاست له قانوني اړخه کوم مشروعیت نه لري، خو د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د شوي توافق له مخې دغه څوکۍ رامنځته شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې اجراییه ریاست له خپل شریک څخه د ځان د له منځه وړلو اندېښنه ښيي.

یاده دې وي تر دې وړاندې هم ځینو بهرنيو پوځي چارواکو افغانستان له سیاسي سقوط سره مخ ګڼلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د ببرک بچه بیریشه ( هلکو ) غم یی مه کوه سپیدار او ګلخانی دواړه د دغه مظلوم اولس پوری اړه لری د مظلوم اولس اسلامی او ملی مقاومت خبره له اولسوالیو ولایتو رته نزدی شوی دیر ژر به درته د سپیدار او ګلخانی مآڼی دروازی وټنکوی او له تاسو دواړو به د مداریانو شادی ګان جوړ کړی ، بیا مو خوښه چه هندوانو ، که روسانو ته زړاه کوی انګریزان او امریکایان خو مو مرستی نور نه راځی همدا مو چانس دی چه د اخری خل د پاره الله ج ته تو به وباسی او لاس تړلی مظلوم اولس… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx