نړۍ

پاکستان د ممتاز قادري د اعدام له امله د تاوتريخوالي له وېرې امنيتي تدابير سخت کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۱مه، ۱۳۹۴ ل): پاکستان کې د ناموس رسالت قانون ته د سپکاوي له امله د پنجاب ايالت د پخواني والي سلمان تاثير وژونکي ممتاز قادري تېره ورځ سهار اعدام شو او نن دوه بجې يې پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه د راولپينډۍ په لياقت باغ کې جنازه ده.

امنيتي ځواکونو د جنازې ځای ته تلونکې لارې تړلي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې اسلام اباد، راولپينډۍ، لاهور، کراچۍ او نورو لويو ښارونو کې ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي دي.

د راولپينډۍ سوداګريز مرکزونه او ښوونيزې ادارې هم تړل شوي دي.

تېره ورځ راهيسې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د ممتاز قادري د اعدام په غبرګون کې لاريونونه او مظاهرې روانې دي، د جماعت اسلامي په ګډون د پاکستان ګڼو مذهبي ګوندونو د ممتاز قادري د اعدام له امله د پاکستان حکومت غندنه کړې ده.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د ممتاز د اعدام ورځ توره ورځ بللې او راتلونکې جمعې پورې يې هره ورځ د مظاهرو اعلان کړی دی.

د اسلام اباد او راولپينډۍ د وکيلانو اتحاديې هم د ممتاز قادري د اعدام پر ضد احتجاج پيل کړی دی.

د پاکستان وتلی ژورناليست او د دنيا تلويزون مشر سميع ابراهيم د يو ويډيويي پيغام له لارې وايي، چې د ممتاز قادري د اعدام له امله اسلام اباد او راولپينډۍ کې د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي، خلک لارو او کوڅو ته د احتجاج په توګه راوتي او د حکومت په نوم څوک نه شته، چې د خلکو مخنيوی وکړي.

سميع ابراهيم زياتوي، چې حکومت بايد د پاکستاني ولس غبرګونونه په پام کې نيولي وای او د ممتاز قادري د اعدام پر ځای بايد بله لاره چاره سنجول شوې وای.

۲۰۱۱م کې د پنجاب پخواني والي سلمان تاثير پاکستان کې د ناموس رسالت صلی الله عليه وسلم قانون تور قانون بللی و او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سپکاوي کې د بندي شوې نجلۍ د خلاصون هڅې يې کولې.

ممتاز قادري، چې د پنجاب ځانګړو قواوو غړی او د والي ساتونکی و، د پلازمېنې اسلام اباد په ايف سکس سيمه کې پر دولتي ټوپک پر والي ناتاره ډزې پيل کړې، نوموړی يې ۲۷ ډزه وويشت او ځای پر ځای يې وواژه.

له يادې پېښې وروسته ممتاز قادري ژوندی ونيول شو، هغه مهال يې رسنيو ته وويل، چې ده خپل ارمان پوره کړ او له دې وروسته هر څه منلو ته تيار دی، مګر د پاکستان په لروبر کې د ممتاز قادري د ژغورنې هڅې پيل شوې او په همدې لړ کې له ولسمشر ممنون حسين څخه د قادري د بښلو غوښتنه هم وشوه، مګر ولسمشر رد کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل انوري

الله رب العزة دي په ممتاز قادري باندي ورحمیږي او ان شاء الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم دريښتوني میني له امله به الله تعالی ورته هرڅه معاف کړي وي ، نحسبه کذالک والله حسیبه ، انالله واناالیه راجعون
په دې لوی خیټو پاکستاني ملایانو خو دې یې زرځله بلا وګرزي چې ددې یوه بااحساسه ځوان دفاع یې ونه شوای کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x