خبرتیاوی او پیغامونه

د کوڼر ولایت د وروستۍ دردوونکي پېښې په اړه د با احساسه محصلینو اعلامیه

د تیرې شنبې په ورځ د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد کې د ولایت مقام ته څیرمه د شهیدانو پارک په دروازه کې خونړی برید وشو، چې نه يې طالبانو مسؤلیت په غاړه اخستی او نه يې بلې کومې ډلې، او په پایله کې یې تر ۵۰ پورې کسانو ته چې زیاتره یې ولسي وګړي وو مرګ ژوبله واوښته او ډیرې کورنۍ یې بیا د ویر په ټغر کښینولې.

با احساسه محصلین په داسې حال کې چې دغه دردوونکي پېښه د اسلامي شریعت او د ټولو انساني نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بولي او په تر ټولو سختو ټکو یې غندي، یوځل بیا د افغانستان د جګړې په دواړو خواوو (ګډ حکومت او وسلوالو طالبانو) غږ کوي چې د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې خپلې هڅې ونه سپموي، د جګړې لوری د ولسي وګړو له طرف او اړخ څخه واړوي، د جګړې په سيمو کې د ولسي وګړو د ژوند ساتنې او حقوقو ته پوره پاملرنه وکړي، خو تر ټولو مهمه داده چې د بهرنیانو د وتلو لپاره چټک ګامونه پورته کړي، د یو سوچه اسلامي نظام د قیام لپاره مټې راونغاړي او د بین الافغاني تفاهم له مخې سره یو موټی راټول شي، ترڅو مو مظلوم ولس ته سوکاله او ډاډمن ژوند ورپه برخه شي.

د افغانستان با احساسه محصلین

۱۰/۱۲/۱۳۹۴ هـ ش
۲۰/۵/۱۴۳۷ هـ ق

http://www.muhassileen.net/?p=43869

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی محمد

رښتیا چې با احساسه محصلین یاستئ
الله تعالی بریالی لره چې تل حق ته حق ووایاست

الحاج استا ذ بیانزی

له با احساسو محصلینو څخه په مننه زه به هم څه ورسره اضافه کړم : د دغه خبر په اوله لیکنه کی د یو ځانجان لوی اربکی قوماندان نوم اخستل شوی یعنی د هغه د شتون له امله یو کس په موتر سایکل سپور راغی او د هغه اربکی تر خوایی ځانته انفجار ورکړو د هغه اربکی په ګډون ډیرو نورو بی ګناه خلکو ته هم مرګ ژوبله واوښتله . راځی دا چه دیوه اربکی له امله ډیرو نورو بیکناه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتی دا عمل چه د هر چا له خوا وی د بخښلو وړ نه دی ،… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x