
غزل: هېواد شپون
هېواد شپون
له مودو نه مې یو وران تصویرنیولی
خدایه تاته مې د ځان تصویر نیولی
دلته هر څوک دي له زمکې وېرېدلي
دلته هرچا د اسمان تصویر نیولی
زه ياغي تندې اخيستی يمه مرمه
تامې مخ ته د باران تصویرنیولی
بیا مرګونه په غورځنګ شول بیا حلاتو
د سرو وینو د توفان تصویر نیولی
زلفې ور وړه شپون د سترګو په لمن کې
زخم زخم د ګرېوان تصویر نیولی