نړۍ

په لندن کي وژل شوي برتانوي عسکر په افغانستان کي وخت تیر کړی وو

نن ټکی آسیا: هغه عسکر چي تیره ورځ د دوو مسلحو کسانو له خوا په لندن کي په چړو او ساتول ووژل شو، په افغانستان کي وخت تیر کړی وو.

د برتانیا وزارت دفاع نن ورځ اعلان کړی او ویلي چي دغه عسکر چي لي ریګبي نومیدی، پنځه ویشت کلن وو، او په کال ۲۰۰۶ کي عسکري خدمت ته داخل سوی وو، او په کال ۲۰۰۹ یې د افغانستان په هلمند ولایت کي خپله عسکري دنده تر سره کړې وه.

په افغانستان کي خپل د مدت د پوره کیدو وروسته هغه په لندن کي استوګنه اختیار کړه، او په برتانوي فوځ لپاره یې د نویو عسکرو د پیدا کولو او تربیه کولو دنده په غاړه وه.

باید وویل شي چي نومړی تیره ورځ د دوو تور پوستو مسلمان ځوانانو له خوا په چړو او ساتول د خلګو په مخ کي ووژل شو، او یوه برید ګر چي په انګریزي ژبه یی خبره کولې، د کیمرې مخته وویل چي د سترګي انتقام سترګه او د غاښ انتقام غاښ دی.

هغه زیاته کړه چي دا عسکر یې ځکه وژلی چي د مسلمانانو په هیوادونو کي همدا برتانوي عسکر مسلمانان وژني.

باید وویل شي چي په افغانستان کي برتانیا دوهم هیواد دی چي په زیاته کچه عسکري ځواک لري، او افغانستان په اشغال او د افغانانو په وژنه کي مهم رول لوبولی.

بل خوا د برتانیې د پولیسو چارواکو اعلان کړی چي په لندن ښار کي به په حساسو ځایونو باندي ۱۲۰۰ اضافي پولیس وګماري، تر څو ددې پيښي په تړاو د خلګو په منځ کي د بی امنیتي احساس کم سي، او خلګ مطمئن سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x