شعـــــرونه

غزل: محمود شهيم

محمود شهيم

ماښامی دی موسيقي ده تنهایي ده
زه یم، درد دی، خاموشي ده تنهايي ده

څه پُر کیفه زندګي ده تنهایي ده
تنهايي ده، تنهايي ده، تنهایي ده

کیفیاتو ته ولاړ زهر کده کې*
د درنګونو پرېماني ده تنهایي ده

د جلال او دجمال خبر یې نه شته
د خوشبویې خوشبویي ده تنهایي ده

ټپه مارې قلندرې راته وایه
تا هم کړې شاعري ده؟ تنهایي ده

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*: کیفیات(میراحمد یاد) او زهرکده (سعید شینواري) شعري ټولګې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x