شعـــــرونه

غزل: هاشم سادات

هاشم سادات

زه تا څارم ستا هر پل ته زما پام دی
اې  رقیبه ستا چل ول ته زما پام دی

چه  را لوی  شمه  بدل  به  درنه اخلم
ستا  دې  ظلم  مسلسل ته زما پام دی

ماته رنګ پکې د ډیرو وینو ښکاري
لوی قاتله ستا منګول ته زما پام دی

تا زمونږه د جونګړو ډیوې مړې کړې
پرې روښان شو ستا محل ته زما پام دی

دملت  وینې یې   ورکړې   په  ډالرو
لوی  خاين  د  دغه  غل  ته زما پام دی

د   تنکو   تنکو  ګلونو    جنازو   ته
په ویر ژاړې تور بلبل ته زما پام دی

هر راحت د کړاوونو مینځ کښ پروت وي
دآزغو په مینځ کښ ګل ته زما پام دی

د مظلوم  د  زړه  آهونه  پکې  ښکارې
ای ” هاشمه ” ستا غزل ته زما پام دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عطاالله همدرد

دا چې حکومت شي نو!………….. د یوه ترافیک او دریور لنډه دوستي..حقیقی کیسه.. ترافیک: انډیواله اسناد دې رواخله! دریور: آمر صاحب ګذاره کوه! ترافیک: په غوسه ورته وایی ـــ خبرې مه ډیروه اسناد راواخله. دریور: ښه نو غوسه مه کوه دا وخله جواز سیر او دا وخله لایسنس. ترافیک: په اشاره پوه شه. دریور: آمر صاحب دلته خو اشاره نه وه او نه زه له کومې سرې اشارې تیر شوی یم. ترافیک: بیا اسرار کوي او وایی: په اشاره پوه شه کنه پارچه درکوم. دریور: آمر پارچه په څه را کوې؟ ترافیک: بس……. جریمه یی جریمه راباسه. دریور: په څه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x