
غزل: مير احمد ياد
مير احمد ياد
غمجن موسم ښه دی نری نری باران ښه دی
او ستا مئین درنه په ځوړند سر روان ښه دی
ستا هم په ما باندې د ” مه کوه ” احسان ښه دی
ما ځان وژلی او په ما باندې تاوان ښه دی.
د ګلابونو ژوند اوربل دی یا د خاورې سکون
د خوشبویۍ فطرت همداسې پریشان ښه دی
ستا د رڼا حجاب داغدار مه شه د سترګو په تور
ستا د لیدو ارمان همدغسې ارمان ښه دی
د هجوم شور ښه دی که ښه دی د زړه شور کې سکون؟
ستاسو کابل ښه؟ که زمونږه بیابان ښه دی؟
تر څو چې پوه نه وي چې جنګ ښه که جانان ښه دی؟
د پښتنو په سر همدا د اور اسمان ښه دی
چرته چې عشق څه وي؟ ښایست څه وي؟ احساس څه وي؟
هلته ژوندون د دغو ټولو نه ارزان ښه دی
ستا د نفرت دنیا که جوړه وي نو جوړه دې وي
زما د مینې کور که وران وي، داسې وران ښه دی
ستا دې وي مخې ته رنګونه تماشې او خلک
او یاد ته خپل ذات د یوسف غوندې زندان ښه دی
د اوبرنګ د غزل په ځمکه … اور می همداسې په رګونو کې روان ښه دی.i