ورزش

د غازي لوبغالي پېژندنه

سميع الله پام
کابل/1-3-2016

غازي لوبغالی د کابل په زړه کې دغه پروت لوبغالی له نن څخه 93 کاله وړاندې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی.

دا په افغانستان کې ترټولو ستر او لمړنی د فوټبال لوبغالی و چې اوسمهال پکې د بېلابېلو لوبو تمرينات او ساعتېريانې کېږي.

غازي سټډيوم د وخت د امکاناتو سره برابر جوړ شوی و، چې دېوالونه يې هغه مهال له خاورو له ډکو بوجيو څخه جوړ شوي وو، د دغه لوبغالي وروستۍ بڼه په 2011 کال کې په معيار شکل ورغول شوه چې په لوبځای کې مصنوعي چمن وغوړول شو،
تر هغې دوه کاله وروسته يعنې په 2013 کال په لوبغالي کې د مينوالو د ناستې لپاره څوکۍ کېنول شوې چې د څوکيو کېنولو چارې يې يو خصوصي شرکت ته چې کارمندان يې معلول وو ورکړل شوې.

په غازي لوبغالي کې اوسمهال شاو خوا 25 زره تماشچيان ځايږي.

غازي سټډيوم د دې ترڅنګ چې د لوبو ځای دی، خو د وخت هر حکومت ترې په سياسي غونډو کې کار اخېستی او حتی د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پکې مجرمين اعدامېدل.

په تېرو ولسمشريزو ټاکنو غازي لوبغالی د يو مشخص نوماند د ټاکنو د منډو تروړ مرکز ګرځېدلی و چې له کبله يې د لوبغالي ځينو برخو ته زيان اوښتی.

غازي سټډيوم هغه لوبغالی دی چې له نن څخه 73 کاله وړاندې پکې د افغانستان او ايران د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ نړيواله لوبه ترسره شوه، هغه لوبه چې د ايران د ملي لوبډلې تاريخي او لمړۍ رسمي نړيواله لوبه ګڼل کېږي.

غازي سټډيوم د افغانستان د المپيک په ملي کمېټې پورې تړلی چې په ودانۍ کې يې د افغانستان د ټولو المپيکي فدراسيونو دفترونه موجود دي.

غازي لوبغالي کې د سکټ، فوټبال، وليبال، کبډي، هنډبال منډې وهلو او يو شمېر نورو لوبو تمرينځايونه شته چې هره ورځ پکې سلګونه افغان لوبغاړي تمرينات کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x