افغانستان

طالبان: په کابل کي د سي آی ای یو مهم مرکز د طالبانو تر برید لاندي دی

نن ټکی آسیا ته د ذبیح الله مجاهد له خوا یو را لیږل شوې ایمیل وایي چي د نن ورځي په چاودنو او د هغه وروسته ډزو کي د سي آی ای یو استخباراتي مرکز چي خورا ټینګ امنیت یی هم نیول سوی وو، تر برید لاندي را وستلی دی.

نومړي ویلي چي دا برید یی د خالد بن ولید د عملیاتو په لړ کي تر سره کړی، او زیاته کړې چي د کابل په زړه کي د څلورمي حوزې په مربوطه سیمه کي د یاد استخباراتي مرکز په دوراز کي لومړی د موټر په واسطه چاودنه تر سره شول، چي له کبله یې د ودانۍ په دروازه کي ځای امنیتي موانع ټوله لیري شول، او بیا په سپکو او درنو وسلو سمبال مجاهدین دننه ودانۍ ته په ننوتلو توانیدلی، او هلته یې جګړه یې پیل کړې.

مجاهد زیاته کړې چي په یاد مرکز کي امریکایي استخبارتي کارکونکو د کابل د ادارې استخباراتي کارونکو ته روزنه ورکوله.

باید وویل شي چي نن د ماپښین وروسته د کابل ښار په څلورمي حوزې کي څلور پر لپسې چاودني واوریدل شوې، او بیا د ډزو ږغونه واوریدل شول، چي په اړه یې پولیس وايي چي طالبانو یو بلډنګ باندي قبضه کړې، او هلته جګړه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x