دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( دري اویایمه برخه )

م. محمد نعیم

۱۹ –  الله جل جلاله د شهید لپاره خپله د مغفرت او  رحمت ضمانت کړی:

د شهید یوه ځانګړنه دا ده چې الله جل جلاله خپله په قرآن کریم کې د شهید لپاره د مغفرت او رحمت ضمانت کړی. په دې معنی چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېدل د الله جل جلاله د مغفرت او رحمت لپاره وسیله دي.

قال الله تبارك وتعالی: ( وَلَئِن قُتِلْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللّهِ وَرَحْمَةٌ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ ۱۵۷) آل عمران. ژباړه: او که چېرې د الله په لاره کې ووژل شوئ، یا مړه شوئ، نو د الله جل جلاله له لوري لږ مغفرت او لږ رحمت ددنیا له هغو فاني خاورو خځلو ډېر غوره دی چې خلک یې راغونډوي، او له جهاد او شهادت نه پرې وروسته کېږي.

ابن کثیر رحمه الله وايي: ( تضمن هذا أن القتل في سبيل الله والموت أيضا وسيلة إلى نيل رحمة الله وعفوه ورضوانه وذلك خير من البقاء في الدنيا وجميع حطامها الفاني…) [۱]

ژباړه: دا ددې تضمین کوي چې د الله په لاره کې وژل کېدل او همدا رنګه مړه کېدل، د الله جل جلاله  رحمت، عفوې او رضوان ته د رسېدو لپاره وسیله دي، او دا په دنیا کې له پاتې کېدو، او ددنیا له فاني خاورو خځلو څخه ډېر ښه دي.

امام ابن عطیة رحمه الله په خپل تفسیر  ( المحرر الوجیز ) کې وايي: ( و تحتمل الآية أن يكون قوله { لمغفرة } إشارة إلى القتل أو الموت في سبيل الله ، سمى ذلك مغفرة ورحمة إذ هما مقترنان به ) [۲]

ژباړه: کېدای شي په آیت کریمه کې د الله جل جلاله دا قول ( لمغفرة ) د الله په لاره کې وژل کېدو او مرګ ته اشاره وي، او د الله په لاره کې مرګ ځکه په مغفرت او رحمت نومول شوي چې دواړه ور سره تړلي دي. یعني د الله په لاره کې وژل کېدل یا د الله په لاره کې مړه کېدل همدا مغفرت او رحمت دی.

پرته له شکه چې شهادت د الهي رحمت او اللهي مغفرت لامل دی، چې الله جل جلاله یې په خپلو ځانګړو بندګانو  کوي. دا خبره د الله جل جلاله له هغه قول سره ښه اړخ لګوي چې وايي ( و یتخذ منکم شهداء ) چې له تاسو نه شهیدان غوره کړي. یعني شهادت د الهي رحمت او مغفرت د مظهر یوه نښه ده.

امام الوسي رحمه الله په تفسیر روح المعاني کې یو بیت را اخیستی وايي ویل کېږي چې دا حسین رضی الله عنه ویلی:

فإن تكن الأبدان للموت أنشئت … فقتل امرىء بالسيف والله أفضل[۳]

نو كه چېرې بدنونه وي پیدا د مرګ لپاره  … والله چې په توره دي وژل کېدل د سړي غوره

۲۰ – رسول الله صلی الله علیه وسلم شهیدان خپل وروڼه ګڼلي:

د شهیدانو یوه ځانګړنه دا ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل وروڼه ګڼلي، حضرت طلحة بن عبید الله رضی الله عنه داسې روایت کړی: ( خَرَجْنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يُرِيدُ قُبُورَ الشُّهَدَاءِ حَتَّى إِذَا أَشْرَفْنَا عَلَى حَرَّةِ وَاقِمٍ فَلَمَّا تَدَلَّيْنَا مِنْهَا وَإِذَا قُبُورٌ بِمَحْنِيَّةٍ قَالَ قُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ أَقُبُورُ إِخْوَانِنَا هَذِهِ قَالَ « قُبُورُ أَصْحَابِنَا ». فَلَمَّا جِئْنَا قُبُورَ الشُّهَدَاءِ قَالَ « هَذِهِ قُبُورُ إِخْوَانِنَا ) [۴]

ژباړه: په داسې حال کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له مدینې ووتو چې د شهیدانو قبرونو ته ورتلو، تر دې چې د واقم تورو تیږو ته وختو، کله چې ترې را ښکته شوو، که ګورو د خوړ په ګرزندي کې څه قبرونه دي، وايي مونږ ویل اې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا زمونږ د وروڼو قبرونه دي؟ ویل: د ملګرو قبرونه مو دي، کله چې د شهیدانو قبرونو ته راغلو، ویل: دا مو د وروڼو قبرونه دي.

ددې حدیث په شرح کې د سنن ابوداود شارح عظیم آبادي په عون المعبود کې داسې وايي: ( إِنَّمَا أَضَافَ النَّبِيّ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نِسْبَة الْأُخُوَّة وَشَرَّفَ بِهَا مَنْزِلَة الشُّهَدَاء عِنْد اللَّه تَعَالَى مَا لَيْسَتْ لِأَحَدٍ  )[۵]

ژباړه: بیشکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ورورګلوۍ تړاو ځان ته مضاف کړی، او د الله تعالی په وړاندې یې د شهیدانو منزلت داسې پرې لوړ کړی چې د بل هېچا لپاره نشته.

دا چې یو چا ته رسول الله صلی الله علیه وسلم ورور وايي له دې لوړ منزلت به چېرته او د چا وي! او کوم مسلمان به دا نه خوښوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وروګلوۍ شرف یې په برخه شي!  شهیدانو ته الله جل جلاله داسې لوړې او ارزښتناکې ځانګړنې ور کړې دي چې که یوازې یوه یې وي هم د شهیدانو د عزت او کرامت لپاره بسنه کوي، خو الله جل جلاله د خپلې ځانګړنې مهربانۍ له مخې او دا چې کریم او رحیم دی، شهیدان په بېشماره او خورا لوړو ځانګړنو نازولي دي.

۲۱ – شهیدان به په جنت الفردوس کې وي:

جنت الفردوس تر ټولو غوره او لوړ جنت دی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي (…فَإِذَا سَأَلْتُمُ اللَّهَ فَاسْأَلُوهُ الْفِرْدَوْسَ ، فَإِنَّهُ أَوْسَطُ الْجَنَّةِ وَأَعْلَى الْجَنَّةِ…) [۶] کله مو چې له الله جل جلاله نه سوال کاوه، نو فردوس ترې غواړئ؛ ځکه دا د جنت منځ او د جنت لوړ ځای دی. علمای کرام وايي له دې نه داسې معلومېږي چې جنت د هګۍ په څېر دی؛ ځکه د هګۍمنځ هم د هګۍ تر ټولو لوړ ځای دی. او دا په دایروي شکل کې هم کېدی شي، چې منځ یې تر ټولو لوړ ځای وي، لکه توپ.

( عَنْ أَنَسٍ أَنَّ أُمَّ حَارِثَةَ أَتَتْ رَسُولَ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – وَقَدْ هَلَكَ حَارِثَةُ يَوْمَ بَدْرٍ ، أَصَابَهُ غَرْبُ سَهْمٍ . فَقَالَتْ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَدْ عَلِمْتَ مَوْقِعَ حَارِثَةَ مِنْ قَلْبِى ، فَإِنْ كَانَ فِى الْجَنَّةِ لَمْ أَبْكِ عَلَيْهِ ، وَإِلاَّ سَوْفَ تَرَى مَا أَصْنَعُ . فَقَالَ لَهَا « هَبِلْتِ ، أَجَنَّةٌ وَاحِدَةٌ هِىَ إِنَّهَا جِنَانٌ كَثِيرَةٌ ، وَإِنَّهُ فِى الْفِرْدَوْسِ الأَعْلَى )[۷]

ژباړه: له حضرت انس بن مالک رضی الله عنه روایت دی چې د حارثه مور ( چې نوم یې الرُبَیْع دی او د حضرت انس عمه ده ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، په داسې حال کې چې حارثه د بدر په ورځ وژل شوی و، په یو نا معلوم غشي لګېدلی و، ویل: اې رسول الله! ته پوهېږې چې حارثه زما په زړه کې څه ډول ځای درلود! که په جنت کې وي، نه پرې ژاړم، او که نه، ته به وګورې چې زه څه کوم!! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ویل: لیونۍ شوې؟ آیا دا یو جنت دی؟ دا خو ډېر جنتونه دي، بیشکه چې نوموړی په تر ټولو لوړ جنت ( فردوس ) کې دی.

یادونه: ( هبلتِ ) د لغت له مخې د ثکلت په معنی دی، یعني بوره شې! آیا یو جنت دی؟ یعني یو جنت نه دی، ډېر جنتونه دي، خو علمای کرام وايي چې د ثکلت ټکی کله کله د تعجب لپاره هم کارول کېږي، او په دې ځای کې د بورتوب معنی نه ور کوي[۸]؛ ځکه چې دا مېرمن فعلا بوره شوې وه، زوی یې شهید شوی وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به څه رنګه بیاورته ویل چې بوره شې! او هغه هم دداسې یو لوی غم په حالت کې!

بلکې معنی یې دا ده چې څه کوې لیونۍ شوې؟ ماغزه دې خراب شول؟ جنت یو جنت نه دی، ته څه فکر کوې چې زوی به دې په یو جنت کې وي؟ نه، جنتونه ډېر دي؟ او ستا زوی په تر ټولو لوړ جنت کې دی. چې هغه ته فردوس جنت وايي.

داسې ښکاري چې ( هبلت )  یوه اصطلاح ده، او اصطلاحات د هر قوم، هرې ژبې او هرې ټولنې یو له بل سره توپیر لري، یوه اصطلاح په یوه ټولنه، یا قوم یا سیمه کې ناسمه معنی ور کوي، خو په بله کې عادي خبره وي، که څه هم چې ظاهرا سمه نه ښکاري.

لکه زمونږ په ځینو پښتو ټولنو کې یو مشر کس کشر ته وايي پزه دې پرې شه سړیه! یا دې پزه په خاورو شه!  چې کله یو ناسم کار،  یا ناسمه خبره ترې وشي،، یا کله د ټوکې په توګه خبره ورته کوي، یا یې یو کار ته پام را اړوي، او دا په هغه کس هېڅ بده نه لګي، او نه نور خلک بده مني. خو که همدا ټکی په یوه بله ټولنه کې یو چا ته وشي، کېدای شي خبره جګړې ته ورسي.

نور بیا..

م. محمد نعیم

[۱] – تفسیر ابن کثیر، ج۲، ص: ۱۴۷.

[۲] – تفسیر المحرر الوجیز لابن عطیة، ج ۲، ص: ۳۴.

[۳] – تفسیر روح المعاني، سورت آل عمران، آیت: ۷۰.

[۴] – سنن ابو داود، باب زیارة القبور. ج ۶، ص: ۲۱۶. دلائل النبوة للبیهقي، ج ۳، ص ۳۱۶.  مشکل الآثار للطحاوي، ج ۱۰، ص: ۲۱۱. مسند البزار، ج ۲، ص: ۴۱.

[۵] – عون المعبود شرح سنن أبي داود, ج ۴, ص: ۴۱۶٫

[۶] – صحيح البخاري, باب درجات المجاهدين في سبيل الله.

[۷] –  صحيح البخاري, باب صفة الجنة والنار.

[۸] – لسان العرب، باب لام، فصل هاء.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

ماشالله محترم لیکوال صاحب واقعا چی د موضوع اړوند ډیر محققانه بحث کوی هیله ده چی په همدی شکل ادامه او نور هم وسعت ورکړی الله پاک دی مونږ او تاسی ټولو ته د شهادت لوړ مقام او ویاړ راپه برخه کړی واقعا چی شهید د الله(ج) په نزد ډیر لوړ مقام او ځای لری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x