افغانستان

هلال: که طالبان د سولې بهير کې ګډون وکړي، حکومت يې غوښتنو منلو ته تيار دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني سلاکار قطب الدين هلال وايي، چې حکومت د طالبانو مهمو غوښتنو منلو ته تيار دی، خو دا هغه مهال ممکن ده، چې طالبان له مخکنيو شرطونو وړاندې د سولې بهير کې ګډون وکړي.

قطب الدين هلال کابل کې د ايکسپريس ټربيون ژورناليست طاهر خان سره په خپلو خبرو کې ويلي، د ملي يووالي حکومت تيار دی، چې اساسي قانون تعديل کړي، له تور ليسته د طالب مشرانو د نومونو ويستلو کې مرستې او قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر بيا پرانستلو ته هم تيار دی.

مګر ولسمشر غني د اوسني حکومت د ړنګېدو او لنډمهالي حکومت له جوړېدو سره مخالف دی او وايي، چې اوسنی حکومت د خلکو په رايو جوړ شوی او هېڅکله به يې نسکورېدو ته تيار نه شي.

هلال ادعا کړې، چې طالبان اوس د پخوا په څېر د بهرنيو پوځيانو په سمدستي وتلو ټينګار نه کوي او يوازې دا غوښتنه لري، چې امريکايي او ناټو ځواکونه دې د خپلو وتلو تاريخ اعلان کړي.

د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا شېر محمد عباس ستانکزي د پګواش تېره غونډه کې غوښتنه کړې وه، چې د رسمي خبرو اترو له پيلېدو وړانډې بايد حکومت د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

اشرف غني لا هم هيله من دی، چې پاکستان به د خپل اغېز له لارې طالبان وهڅوي، چې طالبان د اسلام اباد راتلونکې ناسته کې حاضر کړي، مګر قطب الدين هلال ايکسپريس ټريبيون ته ويلي، د دوی معلومات دا دي، چې طالبان د څلور اړخيزې ناستې راتلونکې غونډه کې ګډون نه کوي.

پاکستان وايي، چې دوی به تر خپل توانه هڅه وکړي، چې طالبان د اسلام اباد راتلونکې ناسته کې د ګډون لپاره وهڅوي لکه څرنګه يې، چې تېر کال د مري مذاکراتو کې ګډون ته هڅولي وو.

قطب الدين هلال وايي، که طالبان د سولې راتلونکې غونډه کې ګډون ونه کړي، نو هېڅ به هم پېښ نه شي او له خپل حکومته يې هم غوښتنه کړې، چې د سولې اړوند بهير کې مثبت چلند غوره کړي او د طالبانو غوښتنې ومني.

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر شېرعباس ستانکري د پګواش تېره غونډه کې د خپل رسمي دريځ په څرګندولو ويلي و، چې دوی هېواد کې د سولې لپاره له زړه ژمن دي، مګر د افغانستان د سولې اړوند ځينې مسئلې بايد له امريکا او نړيوالې ټولنې سره مطرح شي او له هغې وروسته دوی تيار دي، چې افغان حکومت سره د بين الافغاني سولې له لارې ستونزې حل و فصل کړي.

پګواش غونډه کې د افغاني جهتونو او مدني ټولنو فعالانو له غونډې وروسته وويل دوی اوس دې نتيجې ته ورسېدل، چې طالبان سولې ته ژمن دي او د دې لپاره ميکانېزم هم لري، مګر افغان حکوت د خپلو ګټو او څوکۍ ژغولو له امله رښتنې سوله نه غواړي.

د سياسي چارو شنونکي وايي، چې د سولې رښتونی بهير هغه مهال عملي کېدای شي، چې امريکايانو سره اړوند ستونزې له هغوی سره مطرح شي او هغوی سره نتيجې ته له رسېدو وروسته به افغان حکومت سره خبرې ګټورې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

هلال صیب

خدای ج مو وبښه (ماته تاسو مړ یعنی مرحوم احساسیژی ) تاسو چې کوم خوسا ډنډ ته ځان ګوزار کړ په دې کې به ستاسو حزبي مصالح یی، خو مونږ درباندې وشرمیدو، طالبانو ته مهم د اسلام او ټول افغانستان مصالح اهمیت لري، نو دې متعفن ډنډ ته به ان شاالله کله هم ځانونه ګوزار نکړي، که هر څو یې هم تاسو ترغیب کړی….

شبیراحمد عثماني

هلال صیب څه تضمین وجود لري چې امریکایان به خامخا له افغانستانه ووځي البته په زور به ان شاءالله زمونږ له ګران هیواده شرمیدلی درومي. هلال صیب څه تضمین وجود لري چې امریکا به طالبان له تورلیست نه وباسي؟ هلال صیب څه تضمین وجود لري چې داشرف غني دوه سری رژیم به سولې ته وفادار وي؟ هلال صیب په څه ډاډه یې چې که طالبان دسولې په خبرو کې ګډون ونکړي نو هیڅ به هم پیښ نشي؟ هلال صیب ته یې نه وینې ؟ چې هره ورځ دطالبانو دبریالیتوب او د دولتي ځواکونو دشکست خبرونه خپریږي، طالبان هره ورځ مخ… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

دا چه هلال څه لیکلی ، کم عقل متفکر تیرویستلی ، متفکر ته اشغالګرو ویلی چه مونږ درته دری نیم میلون عسکر او پولیس او اربکان جوړ کړل د هغه له معاشونو هم تاسی غلاکوله ، نور اولس مو هم وزبیښولو نه مو ورته مال او نه مو ورته غزت او عفت پريښود په لوی لاس مو طالبانو ته بریا په برخه کړه مونږ هم ستاسی د فساد او بی کفایتیو د شرمیدلو ماتو سره مخ شولو ، پرون مونږ د روسانو پوری خندل او نن روسان مونږ پوری خاندی دا ټول ستاسی د دروغو ، غلا او درغلیو نتیجه… نور لوستل »

قاری ابو محمد

هلا ل خپله په سوال کا بل کی اوسیږی هیڅ صلا حیت نلری انتخاباتو کی یی صفر اعشاریه ۵ را یه وړی وی چی ټول افغانستان کی دیوه کلی رایی برابروی نن ټکی اسیا کله کله داسی خبر خپور کړی چی له ما شو مانو یی اوریدلی وی ۰۰۰ دا خبر نشی کیدای چی هلال دا وویل یا پلان چی منطقه کی با صلاحیته کس نه وی دی هغوی داسی خبر باندی وقت مه ضایع کوی زه کومه ستونځه هلال سره نلرم زه یی له نودی پیږنم لکن هیڅ صلاحیت کا بل کی نلری تش په نا مه یی مشا… نور لوستل »

Tanki

وای یو ځان شرموي او بل قام
هلال هم ځان و شرموو او هم د اسلامی حزب په څیر سترګوند۰
د الله لعنت دی په داسی مړصفته عناصرو شي چی نه ددین په پلولو اړ دی او نه د خپل عزت
تنکی

غوربندی

هلال بيچاره خو د قمارباز حکمتیار لخوا لکه د قطعو پر (توس) شانتي د قمار بايللي میدان ته گوزار شو. خدای ج دی د منحرفو حزبيانو پخواني جهاد هم نه قبلوي.

سلېمان

ګل که په هر ځای کې وی ګل دی . اسلام یو داسې جامع و کامل دین دی چې یوازې په جومات پورې خاص نه دی بلکې اسلام هم دعوت دی هم سیاست دی هم شرعیت دی هم حکومت دې او هم ….. مطلب دا چې اسلام پال باید هیڅ یو ځای هم تش پرېنږدی . دی په دې حکومت کې دی مهم ځکه دی چې له بهر نه دومره کار نشی کېدای لکه څومره چې له دننه کېدای شی . مثلا مجاهدین چې له بهره څومره کار کوی یو مجاهد که په اردو کې ننوتلی وی ډې په اسانۍ… نور لوستل »

غوربندی

سلیمان صیب

تاسو د خپل ارادت له مخې ترې ډېران ګل جوړ کړ، هیله ده مننه مو وکړي.

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x