نظــر

د استخباراتو په ترټولو محرم مرکز برید څه معنی ؟

نن له قضا ماسپښین راهیسې مجاهدینو دپلازمینې کابل  په زړه کې دبهرنیو او داخلي استخباراتو په یوه مهم  مرکز باندې بریدونه پیل کړي ، راپورونه وایي لومړی یوه تن  فدایي مجاهد له بارودو  ډک موتر دقرارګاه  په خوله کې انفجار کړی او نورو  مجاهدینو ورپسې په استخباراتي مرکز عملیات پیل کړي .

څرنګه چې دا ځای په کابل ښار کې ترټولو مهم دولتي ځای دی نو بې له هغې هم عام کابل ښاریان نه ورپريښودل کیږي ، خو داچې اوس په جګړه پیل شوي ، نو ښایي د ورتګ شرایط نور هم سخت شوي وي ، له همدې امله تراوسه دجګړې دتلفاتو په اړه  کره معلومات نه دي ښکاره شوي ، خبریالان یوازې همدا وایي چې د آرپي جي راکټ په شمول درنې وسلې کاریږي او جګړه روانه ده .

دبرید په مقابل کې درژیم دچارواکو له څوګوني غبرګون څخه ښکاري چې داخلي او بهرني چارواکي یې سخت وارخطا کړي دي  ، ځکه دهر اورګان خبره او توضیحات یې دبل په خلاف دي ، دکورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي دي ، چې طالبان یوې ودانۍ ته ننوتي خوده ته نه ده معلومه چې په کوم ځای ډزې کوي ، دکابل امنیه قومندان ایوب سالنګي  بخدي اژانس ته  ویلي چې طالبانو دیوناما په  دفتر برید کړی ، خو دایوب سالنګي ویاند حشمت الله ستانکزي بیا  پژواک ته ویلي چې طالبانو دمحافظت عامه  په یوه امنیتي  مرکز باندې برید کړی ، له بلې خوا دکورنیو چارو دوزرات پخواني ویاند او دنړیوالو تاسیساتو دساتنې  دقطعې اوسني رئیس  زمري بشری بیا وایي ، چې طالبانو د IOM  په نوم مرکز هدف ګرځولی ، تراوسه دبرید په اړه آیساف څه نه دي ویلي نه پوهیږي هغوی به لاڅه وایي ؟

له دې متضاد عکس العمل او توضیحاتو ښکاري چې دښمن هڅه کوي اصلي خبره اود فدایانو اصلي هدف پټ وساتي ، نوځکه  دمستهدف مرکز شاوخوا سیمې یادوي خو په اصلي خبره نه ورځي .

 باید ووایو چې  د فدایي مجاهدینو لخوا تراور لاندې نیول شوي ، دسي آی اې او داخلي استخباراتو مرکز چې ګڼ بهرني او داخلي استخباراتي مامورین په کې پنډیږي ، یو خورا  مهم او حساس امنیتي مرکز دی ، چې دکابل په ترټولو مصئونه سیمه کې موقعیت لري .

وروستي راپورونه وایي چې دغه استخباراتي مرکز دمجاهدینو  د درنو او سپکو وسلو تر سخت برید لاندې نیول شوی او لاهم ترې لوخړې پورته کیږي .

په دې وروستیو کې دکابل رژیم او بهرني ملاتړي یې چې  په بشپړ ډول له جګړې څخه بې سیکه شوي او دشکست په حال کې دي نو یې دمجاهدینو په خلاف ددروغو او تبلیغاتو لوبې ته زور ورکړی ، دکابل  او ولایاتو  د ملي امنیت چارواکي روزانه دعوه کوي ، چې فدایان یې نیولي ، دمجاهدین پلان یې شنډ کړی ، انفجاري مواد یي نیولي ، په ډاکټر عبدالله برید کوونکی فدایي یې نیولی او داسې نور  هوایي او بي اساسه تبلیغات .

مګر داچې نن خپله  دبهرنیو او داخلي استخباراتو په ترټولو محرم  مرکز باندې دهیواد په ترټولو مصئونه سیمه کې  بریالی برید ترسره کیږي ، معلومیږي  چې ددښمن تبلیغاتي لاپې بې اساسه ده .

کوم استخبارات چې ځان نه شي ساتلی نور به څه وساتي ، په فارسي کې وایي ( خفته را خفته کی کند بیدار ) دکورنیو چارو وزارت  او څلورمې  امنیتي حوزې په لنډ واټن ، دتلاشیو ، امنیتي خنډونو ، جوالونو ، پاټکونو او کمربندونو دننه  څو تنه په وسلو سمبال مجاهدینو  په سپینه ورځ  ددښمن په ترټولو حساس مرکز  هجوم وروړي  ، ددې معنی یوازې داده  چې مجاهدین دعملیاتي لاسرسي په ترټولو اعلی مقام او اجیر رژیم د استخباراتي او امنیتي بیوسۍ په ترټولو ټیټه مرتبه کې قرار لري .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x