ادبي لیکني

موږ څه لیکو؟ / عبدالباري جهاني

هر څه چي لیکو په دې باید پوه سو چي څه لیکو او د څه لپاره یې لیکو. زه له اوږدې مقدمې څخه تېرېږم او خپلي خبري ته راځم. زه له څه باندي څلوېښتو کالو راهیسي شعر او نثر لیکم. د څه کم یوه کال راهیسی چي وزیر سوی یم؛ د خپل فطرت سره سم مي شعر لیکلو ته دوام ورکړی دی او کله نا کله یو نیم شعر یا غزل لیکم. په زړه پوري خبره دا ده چي زما د غزلو په جواب کي، ځیني ځوانان د ښکنځلو تر سطحي بد رد راته لیکي. د تقریبا ټولو دا یوه خبره ده چي ما په وزارت کي هیڅ خدمت نه دی کړی، وايي تاته ډیره تمه کېدله خو تا هیڅ ونه کړل، ته هم دا شعرونه لیکه نور خو دي هیڅ توره ونه کړه، شعرونه پرېږده مدیریت وکړه او داسي نور.

لومړی خو، دا ځوانان باید ځانونه پوه کړي چي په اوسنیو شرایطو کي یو وزیر څه کولای سي؟ دغه غوښتني چي ځوانان یې لري پوره کول یې د اطلاعاتو او فرهنګ د یوه وزیر په وس پوره دي کنه؟ دا سي به یې فرض کړو چي زما ډېر څه په وس پوره دي خو یا د بې زړه توب او یا د وچي نالایقۍ او نا اهلۍ په وجه هیڅ او یا کافي کار نه کوم. نو دا زما له شعر او غزل سره څه اړه لري. که زه بې زړه او یا نا لایقه وم نو زه به غزل نه لیکم؟ یوه کیسه مي را یاده سوه. وايي چي کوم غل، د خټکیو د غلا لپاره، د چا پالیز ته ننوتلی وو. پالیزوان ونیوی او په ډېره غوسه یې ورته وویل چي ولي خټکي غلا کوې. غله په ډیره سپین سترګي ورته وویل چي ته ولي خپلي میرمني ته نوي څپلۍ نه اخلې. پالیزوان وویل ستا یې زما د میرمني له څپلیو سره څه؟ غله ورته وویل له خبري خبره پیدا کیږي.

اوس نو که سړی له دې ځوانانو څخه پوښتننه وکړي چي زما نالایقي، بې زړه توب، بې توجهي او نااهلي زما له شعر او غزل سره څه اړه لري. که سړی نالایقه وو او سا بې زړه وو نو هغه به شعر او غزل نه لیکي؟ دوی به حتما ووايي چي له خبري خبره پیدا کیږي. زه افتخار کوم چي په ژوند کي مي نه یوازي خیانت نه دی کړی بلکه خیانت او رشوت اخیستل مي په خوب هم نه دي لیدلي. زه افتخار کوم چي په ژوند کي مي یو شعر او یو بیت د کوم مقام د چاپلوسی لپاره نه دی لیکلی او خپل ټول شعرونه مي د اولس او ژبي خدمت ته وقف کړي دي. زما شعر او زما غزل له وزارت سره هیڅ اړه نه لري. او که چیری يې دا سي فرض کړو چي دا دوې خبري نه شلېدونکی ارتباط سره لري نو بیا زه ځوانانو ته دا خبره ور په زړه کوم چي یو ځل زما سپیني ږیري او عمر ته هم وګوري. زه ښايي د اکثرو هغو ځوانانو، چي ماته بد رد لیکي، تر پلرونو مشر یم. سړی خپل یوه سپین ږیري ته سپک نه وايي. د خپلو سپین ږیرو او خدمتګارانو سپکاوی د قام، او په نتیجه کي د خپلو ځانونو سپکاوی دی. ښکنځل کول او بد رد ویل کمال نه بلکه بې کمالي ده. تاسي په ښکنځلو او، بیځایه او بې موجبه، بد رد ویلو ما نه سی سپکولای، تاسي هیڅ مقابل لوری، که ستاسي همزولی او یا له تاسي مشر وي، نه سی سپکولای بلکه ځانونه سپکوی او د قلم تقدس او پاکۍ ته سپکاوی کوی.

ګرانو ځوانانو! د سپکو سپورو د لیکلو او د یوه بل د توهینولو پر ځای د خپلو لیکنو بهترولو او په تېره بیا د املاء بهترولو او اصلاح کولو ته متوجه سی. ښه سواد، ښه زده کړه، ښه مطالعه، ښه تربیه او ښه سلوک ستاسي او ستاسي د قام او هیواد د نیکمرغۍ وسیله ده.

و ما علینا الالبلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

14 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
د/منصف اندر

شه خبره ده سی وزارت او شعر ارتباط نه لری خو یو شی وایم هغه دا سی تا یوه مهمه چوکی أشغال کریده ده هغه دی دی خدمت لپاره ده خلق خدمت غواری ته خپل وخت معلوم که سی ستا دکار وخت سه وخت ده أو شعر لیکلنی وخت دی کله ده
تا هیچ روا نه ده سی دی وزارت په چوکی ناست او شعر ولیکن

الحاج استا ذ بیانزی

جهانی صاحب ښه چاری !!!! زه مسلمانانو ته السلام علیکم لیکم او پشتنو ایزمیانو ته بیا ښه چاری لیکم . لمړی هغه کسان چه ستا د نظم او نثر په اړه څه لیکی ، هغوی ستا کړنی او ستا د شعر ژمنی سره مقایسه کوی په اړه یی ځپلی څیړنی او ارزونی کوی چه تاسی دروغ وایاست هغه چه وایاست هغه نه کوی او هغه چه کوی هغه نه وایاست که نظام او نثر ستاسی حق دی نیوکی نیول د هغو حق دی ، ستاسی حق بیا دا دی چه د هغه نیوکو ته د هغو نیوکو مدلل او منلی… نور لوستل »

احمد

جهانی صاحب ته سلامونه وړاندی کوم ۰ زما په ګمان چی سپکی سپوری لیکل تاسو ته اویا بل کس ته نه تنها دا چی مناسب کار ندی بلکی دهغه انسان خپل انسانیت هم تر سوال لاندی راڅی۰ داچی تاسولیکنی کوی اشعار وایاست تاسو په ریښتیا هم دوطن له علمی شتو نه یو شته یاست ۰او دحکومت والی په کړو وړو کی به د اصلاح کوم صلاحیت ونلری ۰ مګر یو سوال درنه کوم جهانی صاحب چی ته ولی دداسی یوی فاسدی اداری سره چی هغه په مکمله توګه دملت دارمانونو خلاف نظام چلول غواړی خیانت کوی بی ګناه انسانان دوطن… نور لوستل »

غوربندی

جهاني صيب دا به ستاسو غت بازي وي چی هر چانه تر زان علما” او سنا” د كشر په سترگه گوري، هو که سيرلي ميرزادي سپيني وژغوني ولري نو مشر گنل یی ناسم کار دی ما ته تاسو هم د شوخ شعري طبیعت له مخی د سپين سيرلي مثال لري که هر سو هم تاسو زان په سپين سرو کی شميري. هغه ورز می د لنديو په هکله ستاسو تحقیقی ليکنه ولوستل، جالبه دا چی د خپل تحقيق تکیه مو د اغلی شاهین د لنديو په چاپ شوی مجموعه باندی کری وو، په داسي حال کی چی دا لندي د… نور لوستل »

افغان

جهاني صاحب ستا دغه شرم او سپکه بس ده چي د عمر زياته برخه دي د مسلمانانو او مظلومانو ضد تبليغاتي دستګاه د نيواکګري او ښکېلاکګري امريکا په راډيو امريکا ږغ کي د خپلو بې وزلو خلکو پرضد او د نيواک او ښکېلاک په چوپړ کي تېر ه کړې ده او اوس هم د دغو اسکېرلو مسلمانو افغانانو پر ضد د نيواک فرهنګي جګړه پرمخ بيايې. داچي شعر وايې ، شعر خو سليمان لايق او د ده غوندي نور ډېر ملي خاينان هم وايي. ته خو پوهېږې چي کوم شاعر او اديب چي څه وايي عمل يې هم بايد هغسي… نور لوستل »

غوربندی

جهاني صاحب شاعرانه طبیعت او نازکخیالي مو نباید داسې وي چې بسته اوښان په بډه (ګنډه) کې ووهي، تاسو خپل تر ټولو مهم وزارت داسې سطحي او کورکورانه انځور کړی چې ګواکي تاسو هیڅ ډول مسوولیت نلری او دا یو نوع هسې افتخاري منصب ده او بس، په داسې حال کې چې د ټولو رسنیزو ناخوالو مسوولیت ستاسو له غاړې دی دا که وس لری یا یی نلری، زما له نظره خو دومره بی وسه هم نه یاست چې حد اقل استعفی هم نشی ورکولای، تمه خو داده چې دا کار (استفی) د دین، وطن، پښتو ، تاریخ او افغاني… نور لوستل »

محمد عبدالله

بخنه غواړو ستاسو سپینه ګیره خو نخکاری البته سپین سر مو خکاری او که پدی بوداتوپ دخپلی شاعری سره لږه ګیره هم پریږدی دمخ پوستکی به د لږ ارام احساس وکړی چی په پلونو دی شین اړولی . بودا بس دی ده دنیا نور توبه وکړه ددنیا بودا توله زوانی خودی ضایع کړو په دنیا دنیا به دی پکار نشی غم وکړه دعقبی شاعری دګمراهی ده چی څرک نلری دتقوی الله پیدا نکړی جهانی دعبث یاتو په مقصد جهان یی پیدا کړی دڅپیسلی عباداتو په مقصد او بیا درته وایم دزړه حال له الله ج ودار شه دا دمسلمانانو دکلتور… نور لوستل »

غوربندی

جهاني صيب

زه تاسو نه پيژنم چی د قندهار د کومي ناحيي ياستي خو مشوره می درته دا ده چی دا تخلص په تا دیر غت ده، ز که ستاسو تولی ليکني او د پرندگانو او ديوانو شعرونه په معياري پشتو نه بلکه قندهاري لهجه ليکل شوی دي، او همدا تکی زما له نظره ستاسو د کوچنيتوب ثبوت ده.

احمد شاه

اسلام عليكم جهاني اول خو ستا دا د بودا توپ زواني وگوره او بيا تاته وزارت چا دركري دي خو ايف يي چي سنگه د شاعرانو دولت دي نو هماغه سي به شاعران پكي كار كوي او پدي مثال چي تا وركري دي خو خير مونگ بيا هم نه خفه كيگو زكه چي همدومره زمونگ د وزير دماغ كار كوي زكه چي أوستاد يي سوك د خداي لمسي بولي نو شاكرد نه خو هيس گيله هم نشته پدي مثال او د عقل په اندازه د عمر د ١٠ كالو نه دير ندي او سپين گيري ته خپل زان لگ اينه… نور لوستل »

محمد عبدالله

اول دا چی دکلتور او فرهنګ دوظیفی په نیولو پوهیږی خو په خدمت یی نه پوهیږی خیر زه به دی پوی کړم ستا وظیفه دانده چی سرکونه پوخ او بلدونګه جوړ کړی او یا مادی منبعو ته ضرورت ولری چی اوس یی نلری او دا کوم زوانان چی له تاڅخه دخیر تمه خصوصا دمادی ننی پرمختګ(شاتګ) تمه لری نو هغوی هم خطا شوی دکفارو په اشعارو پاتی شو داخبره چی کم ازکم دمسلمانی څخه خو انکار نکوی نو که اوس ته زان ته مسلمان وایی ته وخدای چی دا مسلمانی همداسی وی چی دفرهنګ دوزیر تر سترګو لاندی بی حجابی… نور لوستل »

غوربندی

جهاني صيب د املا و إنشاء خبره كري خو د پای الا البلاغ یی غلط ليکلي، هههه یاره نو باره چی دی نور به سه درته ووايو،

الا البلاغ = سم
الا لبلاغ = غلط

الحاج استا ذ بیانزی

غوبندی صاحب !!!! د جهانی نوم چه جهانی دی ، پرون یی د کمونستی انترنشنلیزم په خاطر دا نوم په ځان ایښی وو ، چه کمونستان به د کمونیزم د کور ، کالی ډوډۍ په شعارونو او فریبنو به ټوله نړی خپلوی ، او جهانی صاحب ځان د هغه وخت د لوړو مقامو د باره د ( جهانی ) نوم په خپلولو ځان نومولی وو، مګر د کمونستانو هغه دوره او هغه پرخوالی تر افغانستان یا جهانی صاحب راورسید افغانانو د کمونستانو او روسانو هغه شعارونه خلکو ته په ډاګه کړل چه خلکو ته کور ، کالی ډوډی نه ورکوی… نور لوستل »

افغان

وايي د امير عبدالرحمن خان په وختو کي د کابل د ښار يوه فالوده پخوونکي خرابه فالوده پخه کړې وه. عبدالرحمن خان د هغه مخ ورتور کړ، پر خره يې چپه سپور کړ او له سهاره يې تر مازديګره د کابل په چتو او بازارونو کي وګرځاوه. بیا يې د خپل دکان مخ ته خوشي کړ. فالوده پز د چرۍ پر غاړه کښېنوست او د مخ په برېوللو اخته سو. دغه مهال يې يوه ګاونډي هټيوال ورناري کړه: بیادر چي گپ بود؟ هغه په جواب کي ورته وويل: گمش کو بیادر نزديک بود بی آب بی آب شوم !! د… نور لوستل »

Raz Muhammad tokhi

ښه مشوره

Back to top button
14
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx