افغانستان

د فارياب خواجه موسی ولسوالۍ يو ځل بيا طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): د فارياب ولايت امنيتي سرچينې وايي، خواجه موسی ولسوالۍ، چې وړمه ورځ د جنرال دوستم ملېشو نېولې وه، له يوې ورځې وروسته يو ځل بيا طالبانو ونيوله.
د فارياب يوې امنيتي سرچينې د نوم نه څرګندولو په شرط پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې تېره ورځ مازديګر د خواجه موسی ستراتيژيکه سيمه يو ځل بيا طالبانو ونيوله.
سرچينه زیاتوي، چې خواجه موسی وړمه ورځ د جنرال دوستم ملېشو نيولې وه، مګر تېره ورځ په دوهم وار طالبانو په مکمله توګه ونيوله.
د ۲۰۹ لوا قوماندان جنرال سخي داد وايي، ځينې هغه طالبان، چې کورونه يې په خواجه موسی سيمه کې دي، خپلو کورونو ته راغلي، مګر دا سيمه طالبانو نه ده نيولې.
پژواک خبري اژانس د سيمې د اوسېدونکو له قوله ليکلي، چې تېر مازديګر پنځه بجې طالبان خواجه موسی ته راورسېدل.
په عين حال کې د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې له رسنيو ګيله کړې، چې د فارياب جګړې په اړه يو اړخيز او بې اساسه خبرونه خپروي، قاري محمد يوسف احمدي وايي، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې جمعه بازار ولسوالۍ کې طالب جنګياليو د دوستم ملېشو سره قوي نښتې وکړې او په دغه جګړه کې د دوستم د پنځو قوماندانو په ګډون لسګونو ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې او خواجه موسی ولسوالي هم طالبانو بېرته ونيوله، مګر رسنيو په دې اړه يوازې هغه څه خپاره کړل، چې د جنرال دوستم وياند شهباز ايرج يې په درواغو ادعا کړې ده.
طالبانو د دوستم هغه ادعا هم رد کړه، چې ګواکې د دوی ملګري حکومت ته تسليم شوي او دا يې د تل په څېر د دوستم درواغ وبلل.
قاري محمد يوسف له رسنيو غوښتي، چې د ژورنالېزم له اصولو سره سم بايد بې پرې راپور وړانډې کړي او په خپله دنده کې د ښکېلو اړخونو له اغېزه ځانونه لرې وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x