
د امريکا لوی درستيز په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): د امريکا لوی درستيز جنرال جوزيف ډنفورډ د امريکايي او ناټو ځواکونو د مشر قوماندان د بدولون مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی.
راپورونه وايي، چې جنرال ډنفورډ تېره ورځ کابل ته رارسېدلی او ټاکل شوې، چې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مشر قوماندان جنرال جان ايف کمبل پر ځای جنرال جان نيکلسن افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو د مشر قوماندان په توګه معرفي کړي.
جنرال ډنفورډ کابل ته له راتلو وړاندې واشنګټن کې رسنيو ته وويل، چې افغانستان د امريکايي او ناټو پوځيانو د پاتې کېدو په موضوع بحث له وخته مخکې خبرې دي او په دې اړه به د تېر ۲۰۱۵م د افغانستان امنيتي حالت د څېړلو له مخې پرېکړه کيږي.
جنرال ډنفورډ وويل، چې ۲۰۱۳م کې دوی هيلهمن وو، چې افغان امنيتي ځواکونه به د هېواد امنيت وساتلی شي، مګر د دوی اټکل پر ځای نه و او دغو ځواکونو ډېرې مرستې ته اړتيا درلوده.
جنرال ډنفورډ زياته کړه، چې د افغانستان دفاع وزارت او پوليس لا هم له ستونزو سره لاس او ګريوان دي او په دې اړه بايد دوی سره لازمې مرستې وشي، چې ملي اردو او پوليس د هېواد د امنيت ساتلو جوګه شي.
انګریزان چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ، زما په اند هغه قوماندان له ستوډن به شان خلکو ډاریږی په تلیفون خبری نه کوی او نه په ایمیل باور کوی او نه په مکتوب رالیږلو د اوس وخت تکنالوژی که ډیره ګټه هم ورته کړی مګر د لیک کیدو امکان هم ډیر لری دوی غواړی چه سری خبری ورسره مخ په مخ وکړی ، او هغه خبری زما په نظر د ع او غ سره دی هغوی ته اخری اولی ابشن وایی ، مونږ د ظالبانو مقابل کی هغه خودجوشه عقیدوی خوخښت دی… نور لوستل »