
جنرال نکلسن د جنرال کمبل د ځای ناستي په توګه دنده پيل کړه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قوماندان له اتلسو مياشتو پوځي ماموريت وروسته نن خپله دنده رسما پرېښوده او پر ځای یې د امريکا بل لوړ پوړی جنرال جان نيکلسن افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځونو مشر قوماندان وټاکل شو.
د واک سپارلو دې مراسمو ته د امريکا لوی درستيز جنرال ډنفورډ او د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف هم راغلي دي.
له افغانستانه د امريکا او ناټو عسکرو رخصتېدونکی مشر قومندان جنرال جان ايف کمبل هم ويلي و، چې د ده په مشرۍ کې به د افغانستان جګړه پای ته ورسيږي او دوی به له خپلو سرتېرو سره يو ځای افغانستان پرېږدي، مګر نن يې افغانستان کې د خپل ماموريت د وروستۍ ورځې په اړه خبرې کولې وې وویل، چې جګړه اوږده ده، «زه ځم» مګر امريکايي پوځيان بايد په افغانستان کې پاتې وي.
جنرال کمبل د رسنيو استازو ته وويل، چې يوازې امريکايي نه، بلکې د نړيوالې ټولنې عسکر به تر ډېره په افغانستان کې پاتې وي. «له ما وروسته به د امريکا بل جګپوړی جنرال جان ډبليو ميک نيکلسن د امريکايي او ناټو پوځيانو مشري کوي.
د ۲۰۱۴م په اګست کې جنرال کمبل افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر وټاکل شو، ورسره سم ولسمشر اوباما افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شمېر کمولو اعلان هم وکړ، چې د ۲۰۱۴ تر پايه افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ۹۸۰۰ ته راټيټ شو او اوباما بيا ژمنه وکړه، چې د دغو سرتېرو شمېر به هم راکم کړي او د ۲۰۰۸ مهال د ټاکنيز کمپاين ژمنه به سر ته ورسوي، مګر تېر کال راهيسې د طالبانو بريدونو او پرمختګونو ورځ تر بلې د ډېرېدو له امله اوباما يو ځل بيا خپله پرېکړه بدله کړه او له خپله کړې ژمنې لاس پر سر شو.
اسلام اباد کې د واشنګټن پوسټ بيورو چيف ټېم کريګ وايي، چې له ۳۷ کاله نظامي خدمت وروسته جان کمبل تقاعد کيږي، مګر تر اوسه د دې خبرې منلو ته نه دی تيار، چې افغانستان کې د ده ماموريت پر مهال کارونه څنګه پر مختللي او يا دا، که د امريکايي پوځيانو شمېر زيات وای، نو ده به ډېره بريا ترلاسه کړې وه که نه او خپل راتلونکي ځای ناستي جنرال نيکلسن لپاره هم څرګندې سپارښتنې نه لري، چې افغانستان کې د نظامي بريا لارې چارې کومې دي.
جنرال کمبل تېره مياشت د افغان جګړې او سولې په اړه محتاطو څرګندونو کې ويلي وو چې «د ۲۰۱۴ اګست راهيسې افغانستان کې ناټو او امريکايي پوځيانو مشر يم، هر څه په خپله څارم او ځمکنيو حقايقو ته په کتو له ولسمشر څخه غوښتنه کوم، چې افغانستان ته نور پوځيان راولېږي.»
تېره ورځ جنرال ډنفورډ هم افغانستان ته له راتلو وړانډې واشنګټن کې رسنيو ته وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه لا هم له سختو ننګونو سره مخ دي، د هېواد امنيت ساتنې قوت نه لري او دوی تر اوږدې مودې د بهرنيو ځواکونو مرستې ته اړ دي.
په پرستنوو به داسی ډیری کمپلی بدلی شی ، مګر څه چه نه بدلیږی هغو د دوی د اشغال نامقدسه هدف دی ، تر هغی چه دوی نامقدسه هدف ولری تر هغه که هر څومره فوخیان زیاتوی او یا د هغو فوځیانو مشران وحشیان زیاتوی دا به ورته ګټه نه بلکه لا ډیر تاوان کوی ولی ؟ زمونږ خلک دا چه څومره په اسلام پوهیږی مهمه نه دی مګر په څه چه پوهیږی هغه لا اله الله محمد رسول الله کلیمه طیبه ده دوی د زړه له صدقه باور لری چه بل خدای نشته چه دی هغه یو الله او… نور لوستل »
چي دا بیانزی صاحب دومره اوگدی اوگدی تبصیر سنگه کوی، او الله جل جلاله دی خیر ورکی تر لیکوال مهمو تکو ته بکياشاره وی،
راته جوندی دی وی