
د جانان خدرخېل دوه غزلونه
جانان خدرخېل
ستا یادونه پښتانه راسره تل وي
دا ښاغلي میلمانه راسره تل وي
ستا په مینه کې بندي یمه جانانه
ولچکونه ، زولانه راسره تل وي
سپی غماز دې غاپي هر څومره چې غاپي
عادتونه به درانه راسره تل وي…!!!
ٰ مونږ د مرګ لپاره غم نه دی خوړلی
خو بس غم د ژوندانه راسره تل وي
د وصال خواږه مې هیڅ ندي لیدلي
او ترخه د بېلتانه راسره تل وي.!!
د سپېڅلي لېونتوب مې دا ثبوت دی
چې ریښې د ګرېوانه راسره تل وي
“خدرخېل” به بیا بادشاه یم خو چې یار مې
زنګانه ـ په زنګانه راســره تل وي…..!!!
غزل
درته راغلمه خوشبو راکړه سنځلې
ستا په غېږه کې للو راکړه سنځلې
د ګودر په غاړه څانګې وانګې ناستې
ډکه لپه د اوبو راکړه سنځلې
بازار ړنګ دی بنګړیواله چم کې نشته
ترنُم دې د ښاخو راکړه سنځلې
غېږې غېږې خوشبويي دې راته راکه
یوه نخښه د لیلو راکړه سنځلې
لکه پېغله د شهید لالي پـر قبر
ګلابونـه د لېمو راکړه سنځلې
“خدرخېل” درته لاسونه غاړه کۍ کړل
ته هم خیر لږه ځانګو راکړه سنځلې
ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل