دیني، سیرت او تاریخ

قرآن کریم، الهي معجزه

د ژوند د سکون او اطمینان په لټه کی لار ورکی شاید د قران څخه لیری پاته وی، ولی قران یواځنی هغه رهبر دی چی دبی اطمینانی څخه یی دنجات لار راپه ګوته کړیده، نه یواځی دا بلکی د ژوند په هر اړخ کی یی د پرتو مشکلاتو حل هم راښودلی دی.

دا حقیقت دی! او د دی حقیقت د پيژندلو او درک کولو لپاره انسانان په عقل نازول شویدی، او د همدی وجهی ورته اشرف المخلوقات هم ویلی شی، او د دی لارښودونکو الهی صحیفو د څرګندولو او د خلګو پوری د رسولو لپاره د څه کم یو لک څلرویشت زره انبیاء او رسولانو نزول هم شوی. دا ځکه انسان تنها او یواځی د رب کائنات او معبود برحق حق عبادت ته پيدا شویدی.

د دی ستر رهبر نزول د الله جل عزوجل له لوری پر ټول انسانیت تر ابده هغه واحد او ځانګړی نصرت او احسان دی چی له هر ډول زیادت، او نقصان څخه مبراء دی. له تحریف څخه پاک، دلکش، او هغه کلام دی چی پر مکمل اکمال یی اغیار هم قایل دی، او اعتراف کوی. د بشپړو او هر اړخیزو ناکامو هڅو باوجود دښمن نه دی توانیدلی چی د قران عظیم الشان یو ټکی تحریف، او یا یی غلط ثابت کړی. او همدا یی له نورو ټولو اسمانی، کتابونو څخه امتیاز او اعجاز دی، یاده دی وی چی هیڅ کوم قوت، او طاقت یی مثل نشی وړاندی کولای.

د قران عظیم الشان د پوره حفاظت او ساتنی لپاره د خالق جل جلاله قول او وعده حقه ده، او الحمدلله تر دی دمه هر زیان رسونکی دا حقیقت درک کړی دی او غاړه یی ورته ایښودی ده، او پر حقانیت یی د نورو قایلولو ته مخه کړیده.

هو زه اندروفان یادوم چاچی په مسلسل ډول د خپل پوره ژوند په طول کی د اسلام او قران سره کرکه او نفرت کړی وو، او په څو څو ځله یی د خپل سیاسی قدرت، او واک په مټ په عالمی سطحه اسلام ته توهین کړی وو، بیا یی هم د کرکی او تعصب د اور لمبی د شیطان په لمسون زیاتیدی او د یو نوی رقم توهین په هوډ یی د اسلام او قران مطالعه پيل کړل، تر څو کمزوری یی په ګوته او په نړیواله سطحه یی بیا وغندی، لاکن دا ځل د الله جل جلاله اراده بل شان وه، الله جل جلاله د خپلی کړی ژمنی سره سم د قران او اسلام حفاظت وکړ، اندروفاند د خپلی څیړنه په پایله کی درک کړل چی اسلام یو الهی او مکمل دین دی، هیڅ راز کمزوری ټکی نه لری، د تحریف او نقصان څخه پاک، د ژوند د ټولو نیکبختیو ضامن دی، تعصب ته یی شاه کړل او په عامه توګه یی د اسلام منل اعلان کړل، د الله پر وحدانیت یی ایمان راوړ، او اسلام ته یی لا نور ویاړ ور په برخه کړ، الله دی مسلمان اندروفان ته پر اسلام ثابت قدمی ورکړی.دا هم د قران یو څرګند اعجاز دی.

د قران عظیم الشان د تفسیر، معانیو او پټو اسرارو د زدکړو په طلب د الله جل جلاله په لاره کی د علماؤ او طالبانو په قطار کی شامیلیدونکی په سلهاوو محبین په هر وقت د بیشمیرو ستونځو او مشقتونو ګاللو ته زړه ښه کوی. او له فکری او نظامی یرغلګرو څخه یی تل د خپل تن او مال په بدله ژغوری، په دی لاره کی ځان شهید ګڼی، یا غازی او د قران اصلی محافظ الله جل جلاله یی هم په سترو سترو نعمتونو، او لوړو لوړو رتبو جنتونو نازوی. قران عظیم الشان ته د ګستاخی په غبرګون کی د کفارو څخه د بدلی په خاطر د خپل ځان څخه تیریدل کومه وړه خبره نه ده، او نه څوک یو بل څوک د ځان څخه تیریدنی ته اماده کولای شی، لاکن په ډاډ ویلای شم چی یواځی د قران مینه او معجزه ده چی مسلمانان یی د خپل سر په بیه د دی کتاب ساتنه کوی، او دا لار تر ټولو غوره ګڼي!.

د قران کریم د محافظینو لومړی قطار د علماؤ، طالبانو، او حافظانو وی، دا ځکه چی هغوی یی اصلیت درک کړی وی، په عالم کی یی د وجود په په زیان او ګټو پوهیږی، او د نفاذ په شاملو هر اړخیزو ګټو یی علم حاصل وی، د ټول انسانیت د ګټو په پام کی نیولو سره د قران د نفاذ لپاره تل هڅه کوی،  او دالله جل جلاله پر یقینی نصرت یی پوره یقین وی او باوری وی چی که په دی لار کی شهیدان شی نو وینه یی نه ده ضایع، دا ویاړلی او سرسپارلی تل د خپل سر په بیه د دوښمن له پنجو د مسلمانانو په زړونو کی د قران لپاره ډیر او لږ د محبت احساسات ساتی. او مسلمانان هم د قران سره بیحده مینه لری، او د ساتلو په هوډ یی هر لیمټ کراس کوی.

 دوی په قران د پوره پوهاوی لپاره سفر او مسافری ګالی، سختی مشقتونه، مفلیسی، سپکی سپوری، لوږی تندی، او تنګدستی ګالی، دا ټول ځکه چی قران او مسلمانان د کفارو د فکری، او نظامی اشغال د خطرونه څخه محفوظ وساتلی شی، او همدا شان پخپله ټولنه کی یی د نفاذ لاری چاری زدکړی.
دوی طالبان، مجاهدین، او علماء او علماء خوښونکی دی.
قران علماء ژوندی او جاهلان ځکه مړه ګڼلی چی د قرانی احکاماتو په اصلی مصداق او معنی نه پوهیږی، او همدارنګه یی علماء په بشپړ ډول له عامیانو څخه جدا کړی او تر مینځ یی د پوره توپير کرښه راښکل شوی.
د علماؤ اړوند په احادیثو او ایتونو کی ګڼ شمیر وضاحتونه ذکر شوی، او د همدی شرف د درلودلو له وجهی پر ټولو واجب او لازمی شویده چی باید ادب یی وشی، او د علماؤ بی ادبی کونکیو، په هغوی پسی خبری کونکیو، او دهغوی عیبونو لټونکیو، همدا شان علماء حقیر ګڼونکیو ته ډیر ستر وعیدونه راغلی، او امر ورته شویدی چی که د خپل دی کار نه توبه ګار نشوی نو د جهنم عذابونه ډير سخت دی! او د ستر ټولواک الله جل جلاله له لوری هغه چاته د جنګ بلنه ده چی د علماؤ سپکاوی کوی او بد یی ګڼي.
همداشان په احادیثو کی د علم په طلب هر طالب ته هم هر طرف خوشالی دی، انوارات، او تجلیات دی، او د یوه لوی مقام څښتن بلل شویدی، د نورو زدکړیانو څخه په توپير د قران زدکونکی ډیر امتیاز لری، او په صحیحو احادیثو ثابته ده چی د طالب العلم د قدمینو لاندی د رحمت ملایکه خپلی وزری ایږدی. او پر تقدس یی پاس اسمان ګویا دی.
د مجاهد د فضیلت او درجی په اړه هم په زیات شمیر نصوصو کی واضحه شویده،او د مجاهد عالی مقام یی په ګوته کړیدی، د مجاهد د یوه ګړی خوب د عابدانو د ټول ژوند له عبادت څخه بهتر او غوره دی د الله په نزد. او همداشان د مجاهد د پښو ګرد هم د میزان په تله کی تلل کیږی! لاکن د مجاهدینو سره تعصب، ضد، او د هغوی پر کړنو نیوکی، او د خلګو په مینځ کی یی بد معرفی کول دا ټول د الله د محبینو،  د قران د محافظینو، او د کفارو د قاتلینو سره کول دی، پام مو وی چی ستاسو تعصب باید یواځی او یواځی د کفارو سره وی، او د تعصب بنیاد به مو هم د الله لپاره وی، یعنی که تاسو د چا سره تعصب او ضد کوی نو باید دا کار مو د الله لپاره وی، همدا شان که له چا سره مینه او زړه لګوی هم باید ستاسو دا عمل یواځی دالله جل جلاله لپاره وی!
تاسو به هلته د ایمان او اسلام په خوند پوه شی چی دری صفات په ځان کی پیدا کړی!
تاسو باید د الله سره له بل هر څه څخه زیاته مینه وکړی.
تاسو باید له هغه چا سره مینه او محبت وکړی چی هغه هم د الله جل جلاله سره مینه او محبت کونکی وی.
تاسو باید کفر ته له ستنیدلو  په اور سوځیدل خوښ کړی.

د غرب پاپان د مسلمانانو په صفونو کی په کار ګمارل شوی انسان شکله شیطانان او د هغوی جواسیس د دی لپاره تقویه کوی چی خپل لیدل شوی خوبونه تعبیر کړی.
نو په همدی موخه یی د علماؤ، طالبانو، او مجاهدینو بدنامولو ته مخه کړیده، او دا حربه یی مختلف شکلونه لری، د مثال په ډول، د علماء په توسط د اسلام په احکاماتو او مفاهیمو کی د لویه سره ترمیم، اسلام د یوه نوی شکل  تنظیم، د دوی په توسط د اسلافو  او د هغوی د علمی ذخیرو بیکاره کول، د هغوی نیمګړتیاوی په ګوته کول، او د عوامو او بی علموسره په لویو لویو مسایلو کی بحث او مناظری کول، خلګ پخپله عقیده کی شکمن کول، او د یو نوی فکر او څیری په رامینځته کول او د نورو فریبونو او چالونو له لاری اسلام ماډرن او د ډیموکراسی تابع کول غواړی.
همدا شان د جهاد په سپڅلو لیکو کی د خپلو جواسیسو ور ننویستل، د هغوی په توسط غیر اسلامی، او غیر شرعی کارونه سر انجامول، او په صفونو کی ګډوډی راوستل، دا او دیته ورته له ډیرو نورو حربو څخه کار اخیستل د دوی مهم مشن او هدف دی.
مسلمانان او د قران سره محبت لرونکی باید تل بیداره او ځیرک واوسی، د دوی د هر رنګ مکر او فریب په افشاء کولو او څارلو کی باید قصر پرینږدی. که مونږ غافله شو خدای نخواسته هسی نه بیا د خپلو اسلافو په مشرک ګڼلو کی مخکښ ونه اوسو. او دخدای د عذاب مستحق نشو!

ومن الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x