زید بن حارثة رضی الله عنه‎

لیکوال: أبو اقبال

په اسلام کښي تر ټول امت لومړی کس زید بن حارثة رضی الله عنه دی !!!

ابن سعد ویلي : چي د زید رضی الله عنه مور سعدي دثعلبة لور له بني معن قبیلې نه ده .

هشام او جمیل ويلې : د زید رضی الله عنه مور سعدي د خپلې پلار ګنۍ زیارته ولاړه ، دبني القین جسر اسانو دجاهلیت په دور کښي ددوی پر کلي یلغار وکړ ، حمله کونکو په دغه چور کښي زید رضی الله عنه هم له ځانه سره یو ووړ ، زید رضی الله عنه په دغه وخت کښي هلک وو ، د عکاظ بازار ته یې د پلورلو لپاره راووړ ، حکیم بن حزام د خپلي عمې خدیجة الکبرا رضی الله عنها لپاره د غلام ( مرې یې ) په نامه په څلور سوه درهمه رانیول .

د زید رضی الله عنه له پلاره چي کله دی رضی الله عنه ورک شو ، نو ویل بې: پر زید مي وژړل ، خو خبر نه یم چي په ده به څه شوي وې ، ژوندی به وي اوکه مړ ؟ .

راوي وایې : چي دکلب قبیلې څه خلګ حج ته راغلو ، زید رضی الله عنه یې ولیدل او وي پيژندل ، نو زید رضی الله عنه دوی ته وویل : چي زما خپلوانوته دغه څو اشعار ورسوئ ، أحن الي قومي وإن كنت نائيا … یعني ورکاږه شئ زما قوم ته که څه هم زه لرې …. څو بیتونه یې نور هم وویل .

نو هغه حجاج چي کله ولاړو ، د زید رضی الله عنه پلار یې خبر کړ او د هغه رضی الله عنه ځایه ورته په ګوته کړ .

زَيْدُ بْنُ حَارِثةَ حب رسول الله صلی الله علیه وسلم د ام المؤمنین خدیجة الکبرا رضی الله عنهما مرې یی وو ، بیا وروسته دې رضی الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هغه مهال هبه کړ ، کله چي رسول الله صلی الله خدجة الکبرا رضی الله عنها په نکاح کړه .

د زید رضی الله عنه پلار او آکا دده د رانیولو لپاره راغلو ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پو ښتنه يې وکړه ، چي هغه صلی الله علیه وسلم چېري ده ؟ ، چا ورته وویل : هغه صلی الله علیه وسلم په جومات کښي ده ، نو دوی هم هغلته ور ننيوتل ، د الله رسول صلی الله علیه وسلم ته يي وویل : اې د عبد المطلب زویه ! اې د هاشم زویه ! اې د خپل قوم دسردار زویه ! تاسي د الله دحرم اوسیدونکي ، د هغه همجوار یاست ، تاسي د مسکنانو مرسته کوئ ، بندیانوته ډوډۍ ورکوئ .

موږ اوس تاته د خپل زوی په باره کي راغلي یو ، له موږ سره احسان وکړه ، دده ( زید ) په رانیولو کښي ښه راسره وکړه ، د الله رسول صلی الله علیه وسلم وویل : دی څوکدی ؟ ، دوی وویل زید بن حارثة .

د الله ګران رسول صلی الله علیه وسلم وویل : کچیري خبره بل رنګه وه ، دوی وویل هغه څنګه ؟ ، د الله ګران رسول صلی الله علیه وسلم وویل : هغه ( زید ) را وبولئ اختیار به دته ورکړو ، که هغه ( زید ) چیري تاسي ِغوره کړاست ، نودی مجانا ( بیله څه شي ) ستاسي دی ، او کچیري هغه زه خوښکړم ، نو زه هم په الله قسم خورم که بل هیڅوک تر ده زیات غوره کړم .

دوی وویل : په رښتیاسره دي له موږ سره انصاف او احسان وکړ .

زید رضی الله عنه يې را وباله ، د الله رسول صلی الله علیه وسلم ورته وویل : چي دا کسان پیژني ؟ زید رضی الله عنه وویل : هو پېژنم يې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : دا څوک دي ؟ ده وویل دا زما پلار او دا زما آکادی .

د الله ګران رسول صلی الله علیه وسلم هغه ( زید ) ته وویل : چي زه څوک یم ؟ په رښتیا چي ته پهیږ ي اوزما نیکې دي هم ښه لیدلې ده . اوس نو ستا خوښه ده ، زه دي خوښیم اوکه دوی دوه ( پلار اوآکا ) خوښوي ؟ .

زید رضی الله عنه وویل : زه هغه څوک نیم چي تر تابه ( اې دالله رسوله ) ! ماته په ټول ژوندکښي بل څوک خوښ شي ، ته ماته د پلار او آکا پر ځای يي ! .

دوی وویل : اې زیده ! هلاک شي مرې یتوب دي پر ازادۍ ، پلار ، آکا او ټول خاندان خوښ دي ؟ ، ده رضی الله عنه وویل : هو ! ؛ رښتیا چي ما په دغه سړي کښي هغه څه لیدلې دي ، تر څوچي ماته الله ژوند راکړی وي ، نو له ده نه سوا له بل چاشره نه اوسم .

د الله رسول صلی الله علیه وسلم چي کله د زید رضی الله عنه خبرې واو رېدلې ، نو يې زید رضی الله عنه حطیم ته را وستلو او وویل : چي زه تاسي شاهدان ګرزوم ، چي زید زما زوی دی ، زما میراث به دی وړي او دده میراث به زماوي .

کله چي دده ( زید ) رضی الله عنه پلار او آکا دغه د الله د رسول صلی الله علیه وسلم خبرې واور ېدلې ، نو ډیر خوشحاله شول ، وروسته بیا بیر ته خپلې قبيلې ته ستانه شول .

امام بخاري د ابن عمر په حواله لیکلي چي ابن عمر وویل : چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي : قسم په الله زید رضی الله عنه د امارت وړ او لائق دی او د الله رسول صلی الله علیه وسلم زیاته کړه : چي دی رضی الله عنه ماته تر ټولو خلګو ګران او محبوب دی .

امام تر م‍ذي د عائشة رضی الله عنها په حواله لیکلي : چي دې رضی الله عنها وویل : زید رضی الله عنه مدینې ته راغی ، د الله رسول صلی الله علیه وسلم زما په کوټه کښي وو ، زید رضی الله عنه دروازه وټکوله ، رسول صلی الله علیه وسلم ور ولاړ سو ، له زید رضی الله عنه سره یې معانقه وکړه او مچې کړ .

ابن عمر وايې چي عمر رضی الله عنه به د اسامه بن زید لپاره ترما زیاته مقررې کوله ، نو ما له عمر رضی الله عنه څخه پوښتنه وکړ ه چي دده ( اسامه ) مقررې ولې ترما زیاته ده ؟ ، ده رضی الله عنه راته ووی ؛ ځکه چي دی ( اسامه ) تر تا ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته ګران ده او دده ( اسامه ) پلار ( زید ) ستا تر پلار ( عمر ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ګران اومحبوب وو .

زید رضی الله عنه تر هغه وخته خلګو زید بن محمد باله تر څو چي د سورة الاحزاب دغه آیة کریمه نازل شو ( (وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءكُمْ أَبْنَاءكُمْ ذَلِكُمْ قَوْلُكُم بِأَفْوَاهِكُمْ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ ۴ ادْعُوهُمْ لآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِندَ اللَّهِ فَإِن لَّمْ تَعْلَمُوا آبَاءهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَمَوَالِيكُمْ الآیة ۵ الأحزاب )) .

معمر پخپل جامع کښي د زهري په حواله ویلي : دی وایی : موږ نه یو خبر چي یو څوک دي له زید رضی الله عنه څخه په اسلام راوړلو کښي مخکښي وي ، ( بلکې هغه رضی الله عنه تر ټولو خلګو په اسلام راوړلو کښي مقدم اولومړی سړی دی ) .
عبدالرزاق هم ددي خبرې پخلی کړ دی ، واقدي دسلیمان بن یسار په حواله د زید رضی الله عنه د ایمان د لومړیتوب په بنا یقین کړی دی ، چي هغه رضی الله عنه په اسلام قبلولو کښي تر ټولو خلګو مقدم کس بلل کیږ ي .

دوهم زید رضی الله عنه هغه صحابي ده ، چي الله تعالی جل مجده له ده رضی الله عنه څخه پخپل کتاب کښي داسي اخبار کړی دی { وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ الآية ۳۷ الأ حزاب }

ژباړه : هغه وخت یاد کړه چي تا ( اې پیغمبره ) هغه چاته وویل چي الله تعالی د اسلام نعمت ورباندي کړی اوتا د عتق انعام ورباندي کړ ی وو . ………

درېیم زید رضی الله عنه هغه صحابي ده چي الله تعالی جل مجده پخپل ستر کتاب قرآنکریم کښي دده نوم په صریح لفظ د زید سره یاد کړی دی { فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ الأية ۳۷ الأ حزاب } له زید رضی الله عنه نه سوا هیڅ یو صحابي د الله تعالی جل مجده په ستر کتاب کښي په نامه سره نده یاد شوی .

زید رضی الله عنه په بدر او له هغه نه وروسته غزاوو کښي شرکت کړی دی .

رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله په سفر یوي خوا ته تلل ، زید رضی الله عنه بې پر مدینه منوره نائب پریښوده .

ام المؤ منین عائشه رضی الله عنها وایې : د الله رسول صلی الله علیه وسلم چي به کله یوه سریه لیږله نو زیدرضی الله عنه بې د هغه امیر وټاکل ، کچیري هغه ( زید ) رضی الله عنه پاته وایې نو د الله رسول صلی الله علیه وسلم به خلیفه ګرزولی وو .
واقدي وايې : چي اوله سر یه ( لښکر ) د زیدرضی الله عنه و القردة ته ، دوهمه الجموم ته، درېیمه و العیص ته ، څلورمه والطرف ته، پنځمه حسمی ته او شپږمه و ام قرفة ته ، وروسته دغزوة مؤتة امیر وټاکل شو ، په مؤتة کښي د ( ۵۵ ) کلو په عمر شهید کړای شو. رضی الله تعالی عنه

الاصابة فی تمیز صحابة ، رجال حول الرسول ، مختصر سیرت الرسول صلی الله علیه وسلم وغیره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د