شعـــــرونه

ځان سره ناست يم

ځان سـره  ناست  يم د اسير زلمي  قيصې يا دوم
غليمه خوا رشې  کله ورځ او کله  شپې  يا دوم

ما  ترې تسبېح  دي  جوړي  کړي پرې  ثنا وايمه
دخوارې  خـورد  پرې  امېل  ماتي   دانې   يا دوم

خند  ېدى نه شم بيا دشونډ ومي  چاودونه سو زي
په  پـټـه  خوله د شهـيــدا نو جنا زې  يا د وم

ستايې په څه شيطانه ورک شې چي مي زړه ورانوې
زه سنګـرونه مــدرسې  او که  حـجـرې  يا دوم

په  رب  قسم  چي  مي زړګي  پرې تکيه کيږي  هنوز
هر څو چي  ډير ځل د غــښــتــلو کار نامي  يا  دوم

شعرونه ليکـم  دخداى   فضل دئ  ميړانه  ستا يم
نه  دچا شونډې نه شــراب   نه ميکـدې   يا دوم

نه وهم   شکـر لـه غـيـرت   نه د  دوبئ   فکـرونه
الهـام دوران وطن   شهيدې   کــنډوالې يا دوم
2013/05/013

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x