
د لوبڅارنې ابتدایي کچې کورس پای ته ورسید
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): د افغانستان کرکیټ بورډ او د کرکیټ آسیایي شورا پر مټ د لوبڅارنې ابتدایي کچې درې ورځینۍ کورس پای ته ورسید.
د افغانستان کرکیټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کورس د افغانستان کرکیټ بورډ د غونډو په تالار کې ترسره شو.
د خبرپاڼې له مخې په دغه کورس کې له مختلفو ولایتونو څخه ۲۴ ګډونوالو ونډه درلودله او د افغاني لوبڅارانو لخوا پرمخ وړل کیده.
د کورس د پای په مراسمو کې د اجراییوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري ګډونوالو څخه هیله وکړه څو زده کړې پوهه په عملي ډول پلي کړي او خپلې ټولنې ته د کرکیټ له لارې خدمت وکړي.