نظــر

هم یی مړ کړم  هم یی پړ کړم

غلام محمد معصومي

دا ۴۰کاله کیږی چی دافغانستان خلک  په سره اور کی  سوځی،چی نه یی صنعت،نه یی زراعت، نه یې تعلیم، نه یی نظامی او نه يې هم ملکی برخه په امن کی پاته ده، خو هر وخت چی خبری کیږی  وایی چی ګاونډیان  په افغانستان کی لاس وهنه کوی او دا خاوره د ګاونډیانو څخه په  نا ارامه ده.

اوس چی دسولی خبری کیږی د پاکستان د لومړی وزیر سلا کار سر تاج عزیزوایی، چی دا مشکل په خپله دافغانستان په  حکومت کی دی، زه وایم چی رښتیا د افغانستان په حکومت کی دی چی تر اوسه لا موږنه پوهیږوچی زموږ دوست  څوک دی او دښمن موڅوک دی؟

د خدای پار دی دا سی خلګ به تاسي په ټوله نړی کی لیدلی وی چی خپل ورور په خپله  وژنی؟

په ۴۰ کاله موږ داسی څوک پیدا نه کړ، چی د خپل ولس پر سر دمهربانۍ لاس تیر کړی او ور ته ووایی چی تا سی څه غواړی؟ چی  موږ نه دی در کړی او موږ ستا سی څخه څه غوښتنه لرو چی  ددواړو په خیر دی چی موږ یی ستاسي د هوسایني لپاره چمتو کړو.

هر نظام چی جوړ سوی دی خپل خلک يې تر شا پرې ا یښی دی او هغه خلکو بیا همدغه نظام ته لوی سر خوږی جوړ کړی دی.

داد موضوع داخلي اړخ دی، د دی موضوع په خارجی خوا کی بیا پاکستان ،ایران ،روسیه،هند، چین او حتا بریتا نیا اوامریکا خپل شوم پلانونه لری که ددوی د موخو د سرته رسیدو په لارکي داټول هیوادوال وژل کیږی دوی ته مهم نه دی، که دا کلی اوښارونه ټول له خاوروسره خاوری سی دوی ته پروانه لری،  که روسان د ګاونډیانو په نامه ،اسلامی هیوادونو دمسلمان ورور په نامه ، ګاونډیانو  دایران او پاکستان دخپل حرم په نامه، او امریکا او بریتا نیا د نړیوانو په شمول د تروریزم په نامه، و دی خاور ی ته راغلل خو هر چا په خپل وار سره پر دی مظلوم ملت دا سی ظلمونه وکړل چی دهغه بل یرغلګرظلمونه بیا د سړی هیر سی  او س نو معلومه سول چی موږ په خپله ملا مت یو.

داد وینو ژرنده به ترهغو چلیږي، ترهغو، چي موږ یو او په رښتیا یوملت نه سو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x