افغانستان

مجاهد : دکابل په برید کې لسګونه استخباراتي کارمندان مړه او ټپیان شوي

دود ناشی از انفجارها از فاصله های دور قابل مشاهده است

 دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په پلازمینه کابل کې د جمعې له ماسپیښینه پیل شوې جګړه ، دهفتې دشپې په ۱۱ بجو پای ته رسیدلې ، دابرید چې دکابل ښار په زړه کې په خورا حساسه نقطه کې ترسره شوی دی ، یوځل بیا یې د کرزي دحکومت دامنیتي او استخباراتي کمزورې وړتیا په اړه بحث پارولی دی ، شنونکي وایي برید دطالبانو عملیاتي لاسرسی په ډاګه کړی ، او داسې ښکاري چې طالبانو په دولت کې سخت نفوذ کړی ، ځکه په کومه سیمه کې چې برید ترسره شوی ، دولت یې ترټولو مهمه امنیتي سیمه بولي چې زیاتره بهرنۍ مهمې ادارې په کې دي ، ذبیح الله مجاهد ویلي برید بریالی وو او هدف یې ترلاسه کړی ، دنوموړي بشپړه خبرپاڼه چې نن ټکی اسیا ته رسیدلې دلته لوستلی شئ .

په کابل کې دبريدونو له امله ټول ټال ۴۴ بهرني او کورني دښمنان قتل ۹ تنه ټپيان شول

پرون مازديګر شاوخوا ۴ بجې دکابل په زړه کې د څلورمې حوزې په مربوطه سیمه کې دامريکايي استخباراتو اړوند هغه استراحت ګاه دفدايي بريدونو لاندي راغله چې  امریکايي استخباراتي روزونکوبه وروسته له غرمې پکې استراحت کاوه ، فدايي بريدونه چې  د ۴ تنو قهرمانو فدايي مجاهدينو (هريوعبدالرب لوګري ، محمدامير خوستي ، عبدالرحمن غزنوي او قاری اميرالدين بغلاني) لخوا ترسره شول ، په لومړي سرکې يوتن فدايي مجاهد وتوانيد چې خپل له منفجره موادو ډک موټر د ياد مرکز له           دروازې او پيره دارخانې سره وجنګوي چې له امله په مخکې پراته ټول خنډونه لرې  شول ،په دغه درانه انفجارکې  ۱۴ خاص امنيتي ساتونکي چې افغانان وو په بهرکې  او ۶ تنه بهرني ساتونکې چې د ودانۍ په دننه خوا کې يې پيره کوله ټول ووژل شول او يو شمير ټپيان هم شول ، وروسته ۳ تنه نور فدايي مجاهدين چې په سپکو او درنو وسلو ، واسکټونو او ټولو لازمو جګړيزو توکو سمبال وو  ودانۍ ته ننوتل او په دننه ميشتو بهرنيو يي بريد ښخ کړ، دشپې تر ۱۰ بجو دفدايي مجاهد دمعلوماتو له مخې ۱۷تنه بهرنيان چې ټول په ودانۍ کې هستېدل ووژل شول ، همداراز فدايي مجاهدينو په ودانۍ کې دننه سنګر ونيوه او له بهرنه ورتلونکو کورنيو او بهرنيو امنيتي کسانوباندي يي بريدونه پيل کړل ، دمعلوماتو په اساس په دغه بریدونو کې هم  دځانګړې قطعې ۷ تنه عسکر قتل    او ګڼ شمير نور ټپيان شول ، چې دټولو وژل شوو بهرنیو او کورنيو شمير ۴۴ او د ټپيانو شمير ۹ تنه ده .
دبريد ځای له ډير پخوا راهيسې دمجاهدينو تر تعقيب لاندي وو او داخورا جوته وه  چې دلته امريکايي استخباراتي روزونکو استراحت کاوه ، ديادونې ده چې مجاهدين  څومره هدف ته دفدايانو او نظامي توکو په رسولو کې وړتیا لري له دې نه زیات د خپل هدف په تشخيص او نښه کولوکې ماهر دي نو ځکه ويلای شو چې  دغه بريد چې ددښمن په تر ټولو مصئون ځای (دګرين لائن دننه) ترسره شو ددښمن ټوله وړتيا يي چلينچ کړه او دا يې په ګوته کړه چې مجاهدين هرهغه څه چې وغواړي ترسره کولای يي شي ، برید دشپې ناوخته شاوخوا  ۱۱ بجې د ورستي فدايي مجاهد په شهادت سره پای ته ورسیدل .
ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی
۱۴۳۴/۷/۱۵هـ ق
۱۳۹۲/۳/۴هـ ش ــ 2013/5/25م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x