شعـــــرونه

دهجرت ژوند: ھاشم سادات    

هاشم سادات    

ما په قدم قدم  دغم ډکې قصـې ولیدې
دهجرت ژوند کښ مې ترخې ترخې شیبې ولیدې

کډه په سر کلـه به چـــرته کله چــرته ژوندون
په زندګئ کښ مې هرقسمه ورځې شپې ولیدې

چـــایم شــړلې د خـپل در نه چا رټلې یــمه
د خپل نصیب مې هرځـایی بندې دروازې ولیدې

ځه هم انسان یم اخر اوښکې مې قابو کښ نوې
چه په ژړا د خپلې مور مې سترګې سرې ولیدې

ورځ د اخـتر وه د یتیم په حال مې ډیر اوژړل
چه مې په تن ورله ریخـې ریخې جامې ولیدې

سوړ انغرې په خــوا کښ ناسته وه مهاجره کونډه
ما یې  په  مخ د  تړمو  اوښکو  قافلې  ولیدې

ډیر  تشـکر  لتـا  مــننه   درپـدر   ژونـدونه
په تاکښ ما څومـره دغم ډکې صحنې ولیدې

لکه بلبـل تری نه روان ووم په ژړه “هـاشمه
چه په وطن مـې د بارودو سرې لمبې ولیدې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x