شعـــــرونه

مناجات /حاجي محمد اواب

درته لپه مي د زړه زخمونه ژاړي
لکه سترګي اوښکي ویني کي ولاړي
پر درشل دي ویړي خولې او کږې غاړي
تر لمني د هر ټپ ګرېوان دی شواړي
په لپړ دي ځوان دردونه او که زاړي
په ګونګۍ ژبه یې څړیکي بخښه غواړي
***
د ګناه قاتل وهلی په چړو یم
ستا د بخښي درمل را په غلبلو یم
***
سپيني اوښکي چي ولاړي پر بڼو دي
پاڅېدلي زاهدان پر نیمو شپو دي
په بڼو چي اوښکي ځانګي په توبو دي
ذاکران دي تسبې وایي پر رکو (رکوع) دي
عابدان دي ټنډي موږي په زارو دي
په محراب کي د ګرېوان پر سجدو دي
***
ستا د فضل په اوبو کړه را صفا زړه
نه پاکیږي زما په اوښکو باندي زما زړه
***
زړه مي تا پسي ټالۍ وهي سینه کي
دا دی غورځي دا چوڼی (بلبل) دې قفسچه کي
ویني ځغلي د رګو هره کوڅه کي
ساه چي خیژي او راخیژي په شېبه کي
ستا لټون کړي دوی په ورځ او هم په شپه کي
څونه زور دي د بېلتون په فلسفه کي
****
ستا د دید شېبې نشې او لږ خُمار ته
جنتي می رسېدای نه سي دا کار ته
****
هو منمه چي حجاج د ښو کارو یم
خوار ناوړه کله وړ ستا د لورو یم
ستا د خوښي په صیقل بالا تر سرو (طلا)یم
که دا نه وي نو يو څلی د ایرو یم
زه د ګرد پینۍ کمزوری په نارو یم
او شیطان په مخه کړی په سورو یم
****
ته پر ما باندې تر ما يې ډېر لورانده
(اواب ) غواړمه پنا واکیال بښانده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x