ورزش

بنګلادیش پایلوبې ته ووت او پاکستان یې له اسیا جامه وویست

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب۱۲مه ۱۳۹۴ل): د بنګلادیش کرکېټ ټیم په یوې سختې او مهمه لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه، خپله پایلوبې ته ووت او پاکستان یې له اسیا جامه بهر کړ.

نننۍ لوبه د میرپور په شیربنګله لوبغالي کې ترسره شوه. پچه پاکستان وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه یې وکړه.

د پاکستان پیل له تمې خلاف ډير خراب و. خرم منظور په یوې منډې وسوځېد، شرجیل خان په ۱۰ او محمد حفیظ هم د دوی لاره خپله کړه او زر وسوځېد.

وروسته عمراکمل او سرفراز احمد ورو لوبه پیل کړ، کوښښ يې کاوه چې لوبه کنترول کړي، خو په ټولټال ۲۸ منډو عمر اکمل هم وسوځېد.

سرفراز احمد او شعیب ملک ښه لوبه وکړه، دواړو ۷۰ ګډې منډې جوړې کړې او ټولې منډې یې ۹۸ ته ورسولې چې شعیب ملک هم وسوځېد. ورپسې شاهدافریدی چې د پاکستاني مینه والو تر ټولو ډيره تمه همده ته کیږي، په صفر وسوځېد.

پاکستان په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې ایله ۱۲۹ منډې جوړې کړې او ۱۳۰ منډې هدف يې بنګلادیش ته وټاکه.

د ۱۳۰ منډو د پوره کولو په تعقیب کې بنګلادیش لومړۍ ویکټ په ۱۳ منډو د لاسه ورکړه. وروسته صابر رحمن او سومیاسرکار ښه لوبه وکړه او منډې یې تر ۴۶ ورسولې چې صابر د افریدي په بال وسوځېد.

سومیا سرکار په ۴۸ منډو د محمد عامر په بال او مشفق الرحیم د شعیب ملک په بال په ۱۲ منډو وسوځېد. د دغو دوه لوبغاړو سوځېدو سره بنګلادیش یو څه تر فشار لاندې راغی.

تمه ټوله محمدالله او شکیب الحسن ته وه. بنګلادیش په ۱۵ اورونو کې ۹۰ منډې جوړې کړې وې، په ۳۰ بالونو ۴۰ منډو ته اړتیا وه. دواړه لوبډلې تر فشار لاندې وې. د بنګلادیش منډې ورو شوې.

په اوولسم اور کې شکیب الحسن د وتلي پاکستاني بالر په بال د یوه غلط شاټ وهلو په هڅه کې بولډ وسوځېد. هغه له ډیرې غوسې په بیټ ویکټې ووهلې او بیا یې له لوبڅار بخښنه وغوښتله. دا مهال داسې برېښیدله چې د ۲۰۱۲ تاریخ بیا تکرار شي. په دغه کال پاکستان اسیا جام پایلوبه کې بنګلادیش ته په یوې سختې لوبه کې ماتې ورکړې وه.

د شکیب الحسن وروسته کپتان مشرفي مرتضی توپوهنې ته راغی. مرتضی په لومړي او دوهم بال څلوریزې ووهلې. وروستي دوه بالونه یې مس کړل. بنګلادیش په ۱۲ بالونو ۱۸ منډو ته اړتیا درلوله، محمد سمیع په وروستي اور کې نه یواځې دا چې ۱۵ منډې یې ورکړې بلکې دوه نوبالونه یې هم وکړل چې له کبله یې لوبه بنګلادیش ته په لوی لاس ورکړله.

په وروستي اور کې ۳ منډې پاتې شوې، محمدالله په انورعلي څلوریزه ووهله او یوه تاریخي بریا یې لاسته راوړله.

بنګلادیش د پاکستان سره د ۲۰۱۲ حساب کتاب هم خلاص کړ، خپله پایلوبې ته ووت او پاکستان یې له اسیا جامه وویست.
پاکستان وروستۍ لوبه د سري لنکا سره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x